د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

کمال الدين رنځور 02.09.2010 20:50

په انځور کې د کابل بانک پخوانی اجرايه ريس خليل الله فېروزي او شاته په انځور کې د کابل بانک پخوانی مشر ښکاري چې ويل کېږي د اختلافاتو له وجې یې د کابل موضوع رسنيو ته ووتله او بحران رابرسېره شو.

د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی چې په کابل بانک کې درېم ستر شريکوال دی واشنګټن پوسټ ته ويلي دي چې امريکا دې په افغانستان کې د يو مالي بحران د مخنيوي په موخه مداخله وکړي او غوښتنه یې کړې ده چې ((امريکا دې څه  چل وکړي)).

محمود کرزي له امريکا غوښتي دي چې د دې هېواد د مالي چارو وزارت دې د کابل بانک سره حساب لرونکو ته د دې بانک تضمين وکړي. محمود کرزي ویلي دي چې کابل بانک يو مليون حساب لرونکي لري او د دې بانک سره یې يو بليون ډالر ډيپازيټ ايښي دي.

محمود کرزي ويلي دي چې که چېرته د امريکا د ماليې وزارت تضمين وکړي چې ټول خلک به خپلې پيسې بېرته ترلاسه کړي نو کېدای شي چې کار وشي.

معلومه نه ده چې محمود کرزي دا غوښتنې ولې له امريکا کړي دي په داسې حال کې چې د افغانستان بانک (مرکزي بانک) او د ماليې وزارت اعلانونه کړي دي چې کابل بانک روغ رمټ دی او ستونزې نه لري او د نړيدو امکان یې نشته دی.

په کابل بانک کې د محمود کرزي ۷٪ ملکيت هم د کابل بانک د فساد په اړه پوښتنې پورته کوي. دا پوښتنه شته چې محمود کرزی له کوم مدرکه په دې بانک کې ملکيت لاس ته راوړ په داسې حال کې چې نوموړي په دې بانک کې يوه روپۍ هم نه ده مصرف کړې. له بله پلوه همدا ډول پوښتنه د ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم د ورور حسن فهيم د ملکيت په اړه چې په دې بانک کې یې لري هم شته. معلومه نه ده چې محمود او حسن له کوم مدرکه په دې بانک کې شريکان دي! د ځينو په باور د زورواکۍ او فساد په نتيجه کې دا ښاغلي شريکان دي. اوس محمود کرزی یو بهرني هېواد ته اپيل کوي چې کابل بانک دې وژغوري چې دی په کې شريکوال دی.

د يادونې ده چې د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې له کابل بانک څخه ۹۰ مليونه ډالره خلکو ويستلي دي. د کابل بانک يو مامور واشنګټن پوسټ ته ويلي دي چې چارشنبه ښه وه خو پنجشنبه ډېره بده ورځ وه.

له بله پلوه د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال بهرنۍ رسنۍ تورنه کړې ده چې اوازې یې خپرې کړي دي او ويلي يې دي چې کابل بانک به پياوړی وي او حکومت یې ترشا ولاړ دی.

د کابل بانک او د افغان حکومت د اړيکو په اړه هم ځينې شنونکي نيوکې لري ځکه چې افغان دولت د خپلو ټولو مامورينو، پوځيانو او پوليسو معاشونه د کابل بانک له لارې ورکوي چې د دې بانک د نړېدو په پايله کې دولت ته هم ډېر زيان رسېږي. شنونکي وايي چې په کار خو دا وه چې دولت د يو بانک سره نه بلکه له ډېرو بانکونو سره د معاشونو د ويشلو قراداد بايد وکړي. شنونکي د کابل بانک دا ډول احتکار هم د فساد زېږنده بولي.

محمود کرزی چې د کابل بانک د وضعيت په اړه تشويش لري ځان کابل ته رسولی چې وضعيت له نږدې وڅاري. د نوموړي بل شريکي حسن فهيم لا په جرمني کې دی چېرته چې د نوموړي ورور او د ولسمشر لومړی مرستيال قسيم فهيم د درملنې لپاره مېشت دی. حسن فهيم له کابل بانک څخه په غيرقانوني توګه کابو ۱۰۰ مليونه ډالر قرض اخيستي دي.