د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

عبدالحفيظ سمندر 04.09.2010 22:09

د کابل بانک دوه فاسد لرې کړای شوي مشران فرنود او فروزي.

د ګارډيان انګليسي ورځپاڼه وايي چې د امريکا د ماليې وزارت ډلګۍ په دې موخه کابل ته تللې ده چې کابل بانک په ښه توګه له درغليو پاک او په نړيوال معيار یې شفافيت برابر کړي خو په کابل کې رژيم د درغليو د پاکولو مخنيوی کوي.

په مرکزي بانک (د افغانستان بانک) کې د مامورينو له خولې ليکي چې د کابل بانک دوه څښتنان، په نړيواله کچه پېژندل شوی شېرخان فرنود او په کابل کې د زورواکۍ او درغلۍ سردار خليل الله فېروزي، دواړه لا اوس هم په مرکزي بانک فشار راوړي چې په کابل بانک کې د خلکو د پيسو په مصرفولو او شخصي استفادې لپاره ترې د ګټې اخيستلو لپاره د دوی لاس پرانيستی پرېږدي. ګارډيان وايي چې دا کار امريکايانو ته د منلو وړ نه دی خو د عبدالقدير فطرت په مشرۍ د افغانستان بانک نه غواړي کابل بانک له درغليو پاک کړي.

د يادونې ده چې په دې ويبپاڼه په بار بار د عبدالقدير فطرت د فساد په اړه ليکنې شوي دي. فطرت د کابل بانک او نورو بانکونو له درغليو له پخوا خبر دی خو پرده پرې اچوي او په همدې موخه په مرکزي بانک کې مخلص افغانان له دندو ګوښه کوي او تنګوي یې او پر ځای يې د شمالي ټلوالې هغه کسان ګماري چې اړينې زده کړې یې نه دي کړي او د کابل بانک په شان سوداګريز بانکونو سره جوړ دي او د دې شخصي بانکونو په خوښه ګمارل کېږي.

همدا وجه ده چې اوس ګارډيان هم وايي چې مرکزي بانک د فشار لاندې دی چې کابل بانک په سمه توګه پاک نه کړي او د ښاغلي قمار باز او بدمعاش دواړو لاسونه خلاص پرېږدي چې د ولس پيسې په خپلو شخصي ناکامه پروژو او قمارخانو کې ولګوي او د افغانستان د اقتصاد سره لوبې وکړي.

ګارډيان ليکي چې غربي مامورينو چې له موضوع ښه خبر دي ورته ويلي دي چې د امريکا د ماليې وزارت له افغان دولت څخه د کابل بانک خلاف سخت ګامونه اخيستل غوښتي دي چې د شفافيت په نړيوال معيار یې برابر کړي چې يوه ناپيلې اداره ټاکل ورته هم په کې شامل دي چې د څښتنانو د اغېزې لاندې یې نه وي.

ګارډيان ليکي چې دا ډول ناپيلې اداره به د کابل بانک سره د ډېرو سياستوالو او دولتي چارواکو اړيکې رسوا کړې چې په تېرو اتو کالو کې یې غيرقانوني اړيکې لرلي دي او چا ترې پوښتنه نه شوه کولای. په دې کې د حسابدارانو پيسې په خپلو شخصي مزو چړچو لګول شامل دي. ویل کېږي چې د بانک د حسابدارانو پيسې له هېواده بهر په تاواني پانګونو کې کارول شوي دي او همداراز د بانک ډېرې پيسې د ولسمشر حامد کرزي په کمپاين مصرف شوي دي.

که ډېر افغانان پخوا حيران و چې په تلويزيونونو کې جلبل اعلانونه او په لارو، کوڅو، بانډو او ښارونو کې ولسمشر کرزي څنګه جلبل او ستر ټاکنيز پوسټرونه او لوحې لګولې، اوس دې پوه شي چې دا د دوی خپلې پيسې وې چې د امانت په توګه ترې کابل بانک اخيستې وې او بېرته یې د دوی د غولولو لپاره کارولې.

ګارډيان د یو غربي مامور له خولې ليکي چې د امريکا د ماليې وزارت غواړي چې هغه کڅوړه وشکوي چې له مخې یې بې مهاره کپيټاليزم په کابل کې غزونې کوي. خو د ګارډيان سرچينو ورته ويلي دي چې د افغانستان بانک (مرکزي بانک) له سخت فشار لاندې دی چې د امريکا غوښتنې دې نه مني.

ګارډيان ته په مرکزي بانک کې مامورينو ويلي دي چې د امريکا د ماليې وزارت غوښتنې غيرمعقولې نه دي. خو د کابل بانک ډېر قرضونه يې کتابونو ته نه دي رسېدلي. خبره دا ده چې د بانک څښتنان غواړي چې د بانک پيسې د خپل زړه په خوښه وکاروي او نه غواړي چې قاعده او قانون پرې پلي شي.


دا د کابل بانک د څښتنانو يو قصر دی چې د دوبۍ په افسانوي پام جميرا کې یې جوړ کړی دی. په دې ودانۍ کې محمود کرزی اوسېږي. په دوبۍ او نورو ځايونو کې کابل بانک په دا ډول پروژو کې ۳۰۰ مليونه ډالر تاوان کړی دی.


ايا څوک به د دې پوښتنه وکړي چې د ولسمشر مشر ورور محمود کرزی او شورای نظار حسن فهيم څنګه په کابل بانک کې شريکان شول؟!

اوس پوښتنه دا ده چې که چېرته د کابل بانک په فساد کې څېړنه کېږي نو په دې کې به هم څېړنه وشي چې د ولسمشر حامد کرزي لالا محمود او د لومړي مرستيال قسيم فهيم روکی حسن فهيم په دې بانک کې بې له پيسو اچولو شريکان شو. ايا دا په دې موخه نه دي شوي چې له دولته به ورته دوی په غيرقانوي او د اړيکو له لارې قرادادونه اخلي او دوی به په بانک کې شريکان وي.

ايا په دې کې به هم څېړنه وشي چې د مارشال ورور حسن څنګه کولای شي له خپل بانک څخه پخپله ۱۰۰ مليونه ډالر قرضونه واخلي.


فطرت پخپله په تعصب او د مافيا د سرغړونو په پټولو تورن دی. د ده په مشرۍ کې بانکي سيستم جوړول خوشې خيال دی.

زه غواړم د ټول افغان په پاڼو دا له اوس څخه ووايم چې په افغانستان کې دا ډول څېړنه ځکه شونې نه ده چې دولت له فساد څخه ډک دی او مرکزي بانک د فاسدې مشرتابه له خوا پرمخ بيول کېږي چې د کابل بانک او نورو بانکونو د فاسدو مشرانو او مافيا په خوښه یې په مرکزي بانک کې فاسد بانډ جوړ کړی.

تر څو چې مرکزي بانک له عبدالقدير فطرت څخه پاک نه شي او د فاسدو سياستوالو لاسونه ترې لنډ نه شي کړای نو د افغانستان مالي سيستم به هر وخت داسې ډغرې خوري او خلکو ته به ښه وي چې د بانکونو پرځای په کور کې په بالښتونو او توشکونو کې پيسې وساتي.


ګارډيان د کابل حکومت تورنوي چې د درغليو د پټولو کوښښ کوي.

د ګارډيان ليکنه