د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي

ع. سمندر 31.08.2010 15:09

د کابل بانک څښتن شېرخان فرنود په يوه قمارخانه کې د قمار مېز ته ناست دی.

په کابل کې اوازه ده چې د کابل بانک رئيس شير خان او د دغه بانک اجرائيه رئيس خليل الله فيروزی په کابل بانک کې له دندو ګوښه کړای شوي دي، خو پوښتنه دا ده چې د دوي ګوښه کېدل څنګه امکان لري چې دا خلک پخپله د دې بانک ځښتنان دي.

اوازه ده چې دو له هېواد څخه د ۷۰۰ مليونه ډالرو په غيرقانوني توګه ويستلو تورن دي.

د کابل بانک څښتن او مشر شېرخان مشهور قمارباز او د نړۍ د قمارخانو په کچه مشهور دی. موده مخکې پرې واشنګټن پوست رپوټ خپور کړی و چې په کې راغلي وو چې شېرخان په دوبۍ کې د احمد ضيآ مسعود او د ولسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي لپاره کورونه په خپل نامه رانيولي دي. شېرخان فرنود دا خبره منلې وه او ويلي وو چې دا کورونه د دې ښاغلو دي.

په افغانستان کې بانکونه تورن دي چې په غيرقانوني بڼه له هېواده پیسې بهر ته قاچاق کوي چې ډېری یې د جنګسالارانو او فاسدو سياستوالو له خوا غلا شوې او ناولې پيسې دي.

په دوبۍ کې ډېری سياستوال په دې پيسو ودانۍ او نور ملکيتونه رانيسي. دا مهال د کابل ډېری سیاستوال په اماراتو کې ملکيتونه لري.

د کابل بانکونه په دې هم تورن دي چې د بې وزلو افغانانو د حسابونو په پيسو په دوبۍ کې ملکيتونه اخلي او له هېواد بېرون پرې خپلې پروژې پرمخ بيايي.

دا تورونه په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې افغانستان خورا کمزوری او بې واکه مرکزي بانک لري چې د شمالي ټلوالې غړی عبدالقدير فطرت یې په سر کې دی. فطرت متعصبه سياستوال دی او په مرکزي بانک کې یې د پښتنو پسې راخيستي ده چې تازه قرباني یې د ظاهر دوستي خېل په نامه يو افغان دی چې د فطرت د ناروا کړنو او تنګولو په پايله کې یې له دندې استعفا وکړه.

د افغانستان مرکزي بانک د هېواد د بانکونو د فاسدو چارواکو سره په لاس لرلو تورن دی. د مرکزي بانک مشر فطرت د دې پرځای چې په بانکونو کنترول راولي درګرده مخلص کارکونکي له دندو ګوښه کوي او پرځای یې د بانکونو په خوښه فاسد کسان چې کله اړينې زده کړې هم نه لري په دندو ګماري.

فطرت په نږدې وخت کې د جمعيت اسلامي د ګوند د مشر برهان الدين رباني يو زوی هم په مرکزي بانک کې په دنده ګمارلې دی، په داسې حال کې د رباني زوی اړينه تجربه او زده کړې نه لري.

د مرکزي بانک د کارکونکو په معاشونو کې هم خورا توپير شتون لري. فطرت او په کابل کې فاسدو بانکونو ته نږدې کارکونکي لوړ او د فساد سره مبارزه کونکي کارکونکي کم معاش اخلي. معاشونه د فطرت په خوښه ټاکل کېږي.

مرکزي بانک د فطرت په خوښه د کابل د فاسدو بانکونو سره د مبارزې پرځای د بانکونو په فساد پرده اچوي. موده مخکې د کابل بانک څښتن شېرخان فرنود د مرکزي بانک د تفتيش په مهال د کابل بانک د سرغړونو په اړه د مرکزي بانک د يو مامور له شکايته وروسته نوموړي مامور ته تهديد ورکړی و چې ((چې شېرخان يو بليون ډالري لري او دا مامور هم په پيسو اخيستی شي او هم يې له منځه وړلای شي.)) فطرت په مرکزي بانک که له مامورينو غوښتنه کړې وه چې د کابل بانک فساد پرځای پرېږدي او د شېرخان د تهديد په اړه چا ته څه ونه وايي.

همدا راز موده مخکې د تفتيش په مهال د مرکزي بانک مامورينو د کابل بانک په کمپيوتري سيستم کې د عزيزي بانک CAMEL RATING معلومات هم موندلې و چې محرم معلومات دي او بايد د بل بانک سره نه وي. د کيمل ريټنګ ميکانيزم د دې لپاره کارول کېږي چې د يو بانک د سرمايې، د شتمنيو څرنګوالی، اداري جوړښت او پياوړتيا، ګټه/تاوان، د بانک په لاس کې شته پيسې چې ډيپازيټ ورکونکو ته یې د غوښتنې په وخت ورکولی شي، او رسک يا خطر سره د بانک وسعه يا وړتيا ښيي.

 دا معلومه نه ده چې دا معلومات په څه ډول کابل بانک لاس ته راوړي دي خو د مرکزي بانک عبدالقدير فطرت پرې پرده واچوله او خبره یې خپ وساتله.

تېره مياشت اوازه وه چې ولسمشر حامد کرزي - چې د فطرت په اړه ورته ډېر شکايتونه شوي دي - له کاره ګوښه کړي خو نوموړی د ولسمشر مرستيال قسيم فهيم ته ورغلی و. باوري سرچينې وايي چې قسيم فهيم ورته ويلي و چې په دې اړه یې واسطه نه شي کولای او په کرزي یې زور نه رسېږي.

خو معلومه نه ده چې عبدالقدير فطرت ولې پرځای پاتې دی او دا چې د قمارباز شېرخان فرنود او د نوموړي د ملګري خليل الله فېروزي ګوښه کېدل رښتيا دي او که څنګه.

په افغانستان کې د بانکونو د فساد په اړه د واشنګټن پوسټ پلټنه


تېره مياشت د افغان حاجيانو پاکې او حلالې پيسې هم د کابل بانک قماربازانو ته ورحواله کړای شوې. په انځور کې د حج او ارشاد وزير د کابل بانک اجراي مشر خلیل الله فيروزي سره تفاهم ته رسېږي چې حاجيان بايد خپلې پیسې د کابل بانک د سودي سيستم له لارې تحويل کړي. دا کابلو ۴۰۰ مليوڼه ډالره کېږي چې کابل بانک به پرې مزې کوي.

د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولولئ.

 
د بانکونو مافيا ډېره واکمنه ده. د خليل فيروزي ورور وحيدالله فيروزي (کيڼې خواته) بيا امنيتي کمپني لري چې زرګونه وسلوال ورسره په کې کار کوي. د مرکزي بانک مشر فطرت ورته درګرده فاسد کارکونکي د بانکونو په خوښه په مرکزي بانک کې ګماري (فطرت ښي خواته)

فطرت تېره مياشت د طالبانو د وخت تذکرې هم د ښکاره تعصب له مخې ناچله کړې، خو د برهان الدين رباني د کورنۍ جګړې او ظلم او ستم د وخت تذکرې یې سمې وګڼلې چې (د کره معلوماتو له مخې) ورته طالبانو په دې کار ګوتڅنډنه هم کړې وه او څو ورځې په وېره کې و.

د فطرت د فساد په اړه نورې ليکنې:

 فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې

 د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟!