د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې

عتیق ناشنا 22.07.2010 09:31

عبدالقدير فطرت یو متعصبه او د شمالي ټلوالې په خدمت کې لګيا دولتي مامور دی. په مرکزي بانک کې هم پښتانه له دندو لرې کوي او پر ځای یې کم تعليمه او بې تجربې د شورای نظار او جمعيت غړي ټاکي. د نوموړي په مشرۍ کې مرکزي بانک د مافيا په مرکز بدل شوی دی. له کله راهيسي چې د مرکزي بانک مشر ټاکل شوی دی. يواځينی پلان یې دا دی چې مرکزي بانک د شورای نظار او جمعيت په اډه بدله کړي. د دې لپاره یې په لسګونه تجربه کار پښتانه مامورين له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې په کار نه پوه خپل کسان ټاکلي دي.

فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې

عبدالقادر فطرت، د مرکزي بانک رییس، د یو ځانګړي مکتوب له لارې په افغانستان کې له موجودو خصوصي او بین المللي بانکونو څخه غوښتي چې د اسلامي امارت پر مهال ویشل شوې تذکرې ناچله دې او د افغانستان د تابعیت د تذکرې په توګه باید ونه منل شي، خو هغه تذکرې د منلو وړ دي چې د رباني د واکمنۍ پرمهال یا د ربانې د تیښتې پر مهال د رباني او پلویانو له خوا ویشل شوې وي که څه هم هغه د تاجکستان په خاوره کې د دوی د قلاب (کلاب) په مرکز کې خلکو ته ورکړل شوي وي.

د فطرت له خوا دا بې فطرته کار ځکه ترسره کیږي چې په دې خاوره کې د هر چا خپله خوښه او خپل حکومت دی او چې څه یې زړه غواړي هغه کوي او چې څنګه یې ډنګول غواړي هغه شان یې ډنګوي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ویشل شوي تذکرې د فطرت له خوا په داسې وخت کې ناچله اعلانیږي چې دې سپک او ورک دولت لا تر اوسه تذکره نه ده چاپ کړې او په یوه پاڼه کې خلکو د تذکرې په نامه سند ورکوي. طالب خو که هر څنګه وو لږ تر لږه په اولو څو میاشتو کې خو یې تذکرې چاپ او خلکو ته په منظمه توګه ویشلې.

زه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کابل کې اوسیدم، له کډوالۍ راستون شوی ووم او تذکرې ته مې اړتیا وه. د کورنیو چارو وزارت ته ورغلم، د پلار تذکره راسره وه، په ارشیپ کې یې یو کتاب راواخیسته چې ان د داوودخان د واکمنۍ پر مهال زموږ د کلیوالو له خوا د اخیستل شوو تذکرو سوابق په کې موجود وو. د سوابقو له کتلو وروسته یې بې له رشوته تذکره راکړه. ولې نن زه د الفلاح په نامه یو خصوصي بانک ته ورغلم، چیرې چې زه بانکي حساب لرم ولې د رشوت او د خاورې د خرڅلاو ډالر مې په کې نه دې اچولي. د بانک کارکوونکي ته مې د ډیبیټ کارټ د اخیستلو لپاره تذکره ورکړه، وای دا خو د منلو وړ نه ده. د بانک مدیر ته ورغلم، ځکه چې مرکزي بانک څنګه کولای شي داسې احکام صادر کړي، هغه راته وویل چې موږ ته له مرکزي بانک څخه مکتوب راغلی چې د امارت تذکرې باید ونه منئ.

د ولسواکۍ په نامه دې ګډوډۍ کې زه هیڅوک نه لرم چې پر هغه ژړا وکړم، داسې مرجع نه وینم چې هغه ته شکایت وکړم، داسې محکمه نه مومم چې په هغه کې د مرکزي بانک پر خلاف دوسیه درج کړم، بس همدومره کولای شم چې د خپل زړه بړاس له تاسو سره شریک کړم او تاسو هم خبر کړم چې که د طالبانو پر مهال مو تذکره اخیستې وي هغه د دولت په هغو دوایرو او ادارو کې د منلو وړ نه ده چېرې چې د شمالي ټلوالي غړي واکمن دي ځکه چې دوی د امارت له نوم سره سخت حساسیت لري او امارت دوی ته داسې سبق ورکړی وو چې تر ډیره وخته به یې هیر نه شي.

د امارت تذکره خو له ځان سره ځکه ټینګه ساتم چې که حالت همداسې وي ډیر ژر به د اسلامي امارت دویمه دوره پیل شي. بیا نو امر المؤمنین پوهیږي چې د فطرت په څیر خلکو سره چې د امرالمؤمنین پخواني احکام یې تر پښو لاندې کړي، څه کار کوي.