د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

عبدالحفيظ سمندر 05.09.2010 13:38

 د دوبۍ په پام جميرا کې د خلکو په پيسو اخيستل شوي ودانۍ. په دې ودانۍ کې محمود کرزی اوسېږي.

د کابل بانک پخواني اجرايه مشر خليل الله فېروزي چې د افغانستان بانک په زوره د دې بانک له مشرۍ د يو بل مشر شېرخان فرنود سره يوځای له دندې ګوښه کړ وايي چې د خپل بانک راتلونکې ښه نه ويني.

نوموړي دا خبره واشنګټن پوسټ ته کړې ده.

د سکاټسمان ورځپاڼې ته بيا فېروزي ويلي دي چې که کابل بانک څخه همداسې پيسې ويستل روان وي نو کابل بانک د پاتې کېدو نه دی.

خليل الله فېروزي او شېرخان فرنود د کابل بانک دوه مشران دي چې په کابل بانک کې د خلکو د پيسو په ناسمې کارونې تورن دي. کابل بانک تورن دی چې مشرانو یې په دوبۍ کې د ۱۶۰ مليونه ډالرو په بيه عقارات اخيستي دي او دولتي چارواکو او زورواکو ته یې غيرقانوني قرضونه ورکړي دي چې ټولې د عامو خلکو پیسې دي.

فېروزي وايي د افغان دولت دا پرېکړه چې د دې بانک مشران یې له دندو ګوښه کړل سمه نه وه. نوموړی وايي دولت ته یې ويلي و چې کېدای شي دا پرېکړه به د بانک په مراجعينو کې بې باوري رامنځ ته کړي. فېروزي وايي چې ((ما ويل چې بايد ډېر احتياط وکړئ او د دې بدلونونو سره بايد محتاط واوسئ. داسې ونه شول، کله چې ما استعفا ورکړه، د خلکو اندېښنه پيل شوه.))

د کابل بانک يو بل مشر شېرخان فرنود - چې د نړۍ د سترو قمارونو په مسابقو کې په برخه اخيسته فخر کوي - بيا وايي چې د ده استعغا کار خراب کړ. نوموړی وايي چې ((ستره اشتباه دا وه چې پر ما یې فشار راوړ چې استعفا ورکړم)). نوموړی وايي چې ((خلکو ټولو په ما باور درلود)).

د کابل بانک مشران اوس ورو ورو اعترافونه کوي. د افغانستان د مرکزي بانک مشر عبدالقدير فطرت تېره اونۍ په يو کنفرانس کې ويلي و چې د کابل بانک مشرانو په خپله استعغا کړې ده او دوی پرې فشار نه دی راوړی، خو د کابل بانک شړل شوي مشران اوس مني چې د فشار په پايله کې یې استعغا ورکړې ده او دا فشار د دې لامل بولي چې کابل بانک د سقوط خوا ته روان دی.

په ټول افغان مخکې خپرو شوو ليکنو کې هم دا روښانه شوې وه چې مرکزي بانک درواغ وايي او له خلکو حقيقت پټوي. په پخوانيو ليکنو کې روښانه شوې وه چې د مرکزي بانک مشرتابه پخپله په فساد کې نښتې ده نو ځکه له شفافيت څخه کار نه اخلي.

خو د کابل بانک مشران هر يو ځان مهم بولي، يو یې وايي چې زما د لرې کولو له کبله بانک له منځه ځي او بله وايي چې زما له کبله دا ستونزه رامنځ ته شوه.

د کابل بانک پخوانی اجرايه مشر فېروزي وايي چې هيله ده چې دولت یې اوس بانک بچ کړي. فېروزي په يوه بله خبره - چې مرکزي بانک ترې انکار کړی و- هم اعتراف کوي چې د بانک د قرضونو سيستم ښه نه و خو واي چې د افغانستان په شان هېواد کې د همدا ډول فاسد سيستم تمه کېږي ځکه چې شخصي اړيکې له مسلکي اړيکو درنې (مهمې) دي.

فرنود او فېروزي له بانکه خپلو ځانونو ته قرضونه ورکړي دي. فرنودپه بهر کې یې پخپل او ميرمن په نومونو ودانۍ اخيستي دي. د دوبۍ په افسانوي پام جميرا کې - چې د بحر په منځ کې د خرما په بڼه جوړه شوې ده - دوی په ۱۶۰ مليونه ۱۶ کورونه رانيولي دي. د دوی له خوا رانيول شوي سيمې ته د کابل بانک سړک وايي. د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزی چې په بانک کې شريک دی له دې کورونو په يو کې استوګن دی. په دې پيسو یې دوه ټاورونه هم پيل کړي دي چې په نيمايي کې پاتې دي.

فېروزي بيا سږه کال ځان ته ۵ مليونه ډالر قرض ورکړی دی چې په کابل کې پرې اپارتمانونه جوړ کړي.

 د کابل بانک له فساده د افغانستان بانک او دولت پخوا خبر و خو دا چې فرنود، فېروزي، محمود کرزی، او حسن فهيم زورواکان دي نو ځکه ترې چا پوښتنه نه کوله. فېروزي وايي چې موده مخکې د کابل بانک فرنود او فېروزي سره په خپل منځ کې وران شول. فرنود د امريکا سفارت د کابل بانک ټول ريکارډ له ځانه سره يووړ. امريکايانو چې د کابل بانک فساد وکوت نو د کرزي حکومت ته یې امر وکړ چې د کابل بانک فساد ته دې د پای ټکی کېږدي.

فېروزي وايي چې د فرنود سره یې په دې اختلاف راغی چې ايا د کابل بانک پيسې دې په دوبۍ کې پانګونې ته همداسې بهېدلې پرېږدي او که نه په افغانستان کې دې لويه برخه پرېږدي. فېروزي وايي فرنود غوښتل پيسې همداسې دوبۍ ته روانې پرېږدي.

فېروزي وايي چې هيڅ پښيمانه نه دی چې بانک یې په دې ډول چلولو ا وايي چې اوس اندېښمن دی چې خبره مرګ ژوبلې ته ونه رسي.

 فېروزي وايي کومې پيسې چې له کابل بانک څخه ويستل شوي دي نورو بانکونو ته نه دي وړل شوي بلکه خلکو له ځانه سره ساتلي دي. د فېروزي باور دا به مرګونه او غلاګانې رامنځ ته کړي.

د فېروزي له خبرو داسې ښکاري چې خلک دې له بانکه پيسې نه وباسي ځکه چې غله به یې ترې يوسي خو دې ته یې پام نه دی چې خلک ترې ځکه پيسې وباسي چې ويرېږي چې دوی يې ترې غلا کوي.

فېروزي وايي چې ويرېږي چې ونه وژل شي. نوموړی وايي چې د جمعې په ورځ يو غوصه ګاک کور ته ورغلی و او ورڅخه یې خپلې پيسې بېرته غوښتلې.

 (( ماته دوی د مرګ تهديدونه راکوي. زه ډېر زيات اندېښمن يم)) فېروزي وايي.

د کابل بانک د رسوايۍ په اړه رپوټونه:

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي