د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل بانک د څښتنانو شتمني کنګل شوه

عبدالحفيظ سمندر 06.09.2010 10:23

د کابل بانک امنيت پخپله دولت په لاس کې واخيست.

د افغانستان بانک د کابل ښاروالۍ ته ليک لېږلی چې د لړزېدلي کابل بانک د څښتنانو شتمني تثبيت او کنګل کړي. د افغانستان بانک چې د هېواد مرکزي بانک او د ټولو سوداګريزو بانکونو څارنه کوي دا کار په دې موخه کوي چې د کابل بانک څښتنان له حساب کتاب څخه مخکې خپلې شتمنۍ خرڅې نه کړي.

ښاروالۍ ته په لېږل شوي ليک کې د افغانستان بانک د پنځه کسانو د شتمنيو د کنګل کېدو امر کړی دی چې په کې د شېرخان فرنوت او خليل الله فېروزي (چې اونۍ وړاندې له دندو ګوښه کړای شول) برسېره د مارشال قسيم فهيم د ورور حسېن فهيم شتنمي هم شامله ده. له ده برسېره  څلورم کس شکرالله شکران دی چې د فرنوت خپلوان او په کابل بانک کې د اجرايه مشر مرستيال دی.

پنځم کس د شکريه بارکزۍ د مېړه عبدالغفار داوي شتمني هم کنګل شوې ده ځکه چې له بانکه يې خورا زيات پورونه اخيستي دي.

د افغانستان د بانک له خوا د مارشال فهيم د ورور حسېن فهيم شرکت Gas Group چې په هېواد کې د ګاز د پلورلو مهم شرکت دی هم کنګل شوی دی.

د کنګل په پروسه کې په حيرانونکي توګه د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور محمود کرزی چې په فسادونو کې په لاس لرلو تورن دی نه دی شامل کړای شوی. محمود کرزی وايي چې ځکه یې شتمني نه ده کنګل شوې چې په افغانستان کې شتمني نه لري. محمود کرزي له کابل بانک څخه ۶ مليونه ډالر پور اخيستی چې بېرته یې پرې د کابل بانک سهمونه اخيستي دي او دا مهال په دې پيسو د کابل بانک ۷٪ څښتن دی. دا ډول د نړۍ په هر ګوډ کې غيرقانوني دي. له بلوه پلوه له کابل بانک څخه په اخيستو پورونو محمود کرزي د افغانستان په شمال کې د دولت يوه سيمټي فابريکه هم په خورا ارزانه بيه رانيولې ده او په دې پيسو په کندهار کې يو ښارګوټی هم جوړوي. خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې څوک د کرزي له کورنۍ پوښتنه نه شي کولای چې ولې؟

د يادونې ده چې په افغانستان کې سياستوال خپلې شتمنۍ د مېرمنو او بچو او يا خپلوانو او باوري ملګرو په نامه ثبتوي چې د کنګل پروسه په دې هکله ډېره اغېزمنه نه ثابتېږي.

د افغانستان دولت ته په کار دي چې د فساد په دې پروسه کې د کابل بانک مشران او له کابل بانک څخه په غيرقانوني توګه پور اخيستونکي ټول فورا بنديان کړي او له څېړنو وروسته له دوی معلومه کړي چې شتنمي یې د چا په نامه ثبت کړي دي چې بېرته یې ولس ته وسپاري.

په ټول افغان مخکيني خپاره شوو رپوټونو کې د دې يادونه شوې وه چې محمود کرزي او حسېن فهيم په غيرقانوني توګه په کابل بانک کې سهمونه لاسته راوړي دي چې د افغانستان بانک یې بايد لغوه کړي ځکه چې د پخپله د کابل بانک په پيسو او يا هم د زور له لارې دوی په کابل بانک کې شريکان شوي دي. د دوی د شراکت په لغوه کولو به دوی ته ورکړل شوې پيسې بېرته کابل بانک ته ورسېږي. د کابل بانک ګوښه کړای شوی مشر شېرخان فرنوت وايي چې محمود او حسېن دواړو له کابل بانک څخه اخيستي پورونه بېرته نه دي ورکړي او لا تر اوسه یې پوروړي دي.

خو محمود کرزی چې دا مهال په افغانستان کې فساد او زورواکۍ ناوړه سمبول ګرځېدلی وايي چې د دوی د شراکت د لغوه کولو مخالف دی. نوموړی د دې پلوی دی چې افغان دولت دې په کابل بانک کې د بانک د پيسو له ختمېدو وروسته نورې پیسې پمپ کړي. د افغانستان بانک تر اوسه په کابل بانک کې له خپلې پشتوانې ۲۰۰ مليونه ډالر په کابل بانک کې اچولي دي. طبيعي خبره ده چې په فساد کې له پښو تر ويښتو ککړ محمود به خوښ وي چې د افغان ولس پيسې دې د ده جوال ته پمپ کېږي.

واشنګټن پوسټ نن په يو رپوټ کې ليکلي دي چې داسې رپوټونه شته چې د کابل بانک پيسې په ځينو ځايونو کې غلا شوې دي او هغه کسان چې غيرقانوني پورونه یې له بانکه اخيستي دي کوښښ کوي چې خپلې شتمنۍ وپلوري.

له بله پلوه دولت امر کړی دی چې د کابل بانک له نمايندګيو څخه دې د دې بانک د پخواني اجرايه مشر خليل الله فېروزي د ورور وحيد فېروزي د امنيتي کمپنۍ کسان لرې او پر ځای دې پوليس وټاکل شي. دا کار پرون په کابل کې د دې بانک مرکزي دفتر مخې ته ترسره شو.

په ټول افغان مخکې په يو خپور شوي رپوټ کې يادونه شوې وه چې د کابل بانک امنيت پخپله د دې بانک د ورور له خوا د خراسان په نامه يوه امنيتي کمپني نيسي.

تېره اونۍ چې کله موسی غازي د افغانستان بانک له خوا د کابل بانک نوی مشر وټاکل شوه نو نوموړی بانک ته د خپلو باډي ګارډانو سره ورغی او د کابل بانک په امنيتي کسانو یې باور ونه کړ.

کابل بانک د رسوايۍ په اړه رپوټونه:

د افغانستان بانک له بهره خپلې پیسې راغوښتل پيل کړل

 د كابل بانك مسوولين بايد له هېواد نه ونه وځي! 

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي

 د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟!
فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولولئ.