د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو
03.09.2010 22:24د کابل بانک شړل شوي مشران او د مرکزي بانک مشر عبدالقدير فطرت چې په رسنيو کې په ناغېړۍ او بانکونو سره په سرغړونو کې په لاس لرلو تورن دی د چارشنبې په ورځ په کابل کې د يو رسنيز کنفرانس په ترڅ کې ليدل کېږي.
په واشنګټن کې د ولسمشر باراک اوباما ادارې ويلي دي چې په افغانستان کې د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لري. پرون د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي (چې په کابل بانک کې شريکوال دی) له امريکا غوښتې و چې کابل بانک د ژغورلو لپاره دې څه وکړي چې خلک مطمين شي او خپلې پيسې ترې ونه باسي. محمود کرزي له امريکا غوښتي و چې په کابل بانک کې دې د خلکو پيسې تضمين کړي.
له کابل بانک څخه د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ له ۱۵۵ مليون ډالرو زياتې پيسې د دې بانک د مراجعينو له خوا ويستل شوي دي. نن جمعه وه او بانک رخصت و نو يو څه ساه به یې اخيستي وي. محمود کرزي پرون د امريکا MSNBC تلويزيون ته ويلي و چې د پنجشنبې په ورځ وراخطا حساب لرونکو له بانک څخه ۷۰ مليون او د چارشنبې په ورځ ۸۵ مليون ډالر ويستلي دي.
محمود کرزی په دې باور دی چې که چېرته کابل بانک ونړېږي نو افغانستان به د اقتصادي بحران سره مخ شي. اقتصادي شنونکي هم په دې باور دي.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند ټوني ويټير ويلي دي چې د امريکا حکومت د کابل سره د دې ستونزې په حل کې مرسته کوي خو د کابل بانک د پيسو د تضمين کولو پلان نه لري.
ټوني فاکس نيوز ته ويلي دي چې ((په داسې حال کې چې موږ افغان حکومت ته تخنيکي مرسته ورکوو، موږ داسې ګامونه نه اخلو چې د کابل بانک پيسې تضمين کړو. موږ د افغانستان بانک سره مرسته کوو چې نړيوال معيارونه او شفافيت رامنځ ته کړي او د کابل بانک د درغليو په اړه د رپوټونو په هکله د دوی د ګام ملاتړ کوو)).
دا مهال په کابل کې د امريکا د ماليې وزارت ۲۰ کسيزه ډله شتون لري چې د افغانستان بانک سره د کابل بانک په رسوايۍ کې مرسته وکړي.
د کابل بانک ستونزې ډېر وخت وشو چې مرکزي بانک ته معلومې دي خو خبره هغه وخت رسنيو ته ووتله چې څلور ورځې وړاندې د افغانستان په مرکزي بانک کې د کابل بانک د يو څښتن شېرخان فرنود - چې په نړيواله کچه پېژندل شوی قمار باز دی - او د افغانستان بانک (افغانستان مرکزي بانک) د مشر عبدالقدير فطرت په شمول د يو شمېر نورو چارواکو سره ناسته درلوده. په ناسته کې له فرنود څخه بيا وغوښتل شول چې لکه د کابل بانک د اجرايه مشر خليل الله فيروزي په شان دی هم له دندې استعغا ورکړي. فرنود ويل چې استعغا نه کوم، مرکزي بانک ورته وويل چې د لرې کولو پرېکړه یې کره ده، ولسمشر هم منلې ده او بهرنی فشار هم ډېر زيات دی او که فرنود استعغا نه کوي نو بيا به د دولتي ځواکونو له خوا ونيول شي. هماغه و چې فرنود استعغا وکړه. خو بهرنۍ رسني خبرې شوې او د کابل بانک ستونزې یې رسوا کړې.
په کابل بانک کې د ولس ۱۳۰۰ مليونه ډالر پراته دي چې له دې څخه ۳۰۰ مليونه ډالر د کابل بانک قمارباز مشر شېرخان فرنود په دوبۍ او نورو بهرنيو هېوادونو کې د تاوانونو په پايله کې بايلودي دي. رپوټونه وايي چې د کابل بانک خپله سرمايه ۱۲۰ مليونه ډالر ده چې که چېرته دې بانک ۳۰۰ مليون ډالر تاوان کړی وي، ۱۰۰ مليون ډالر یې خپل یو بل شريکوال حسن فهيم (چې د مارشال قسيم فهيم ورور دی) ته ورکړي وي نو د دې دا مانا شوه چې کابل بانک خپلې ۱۲۰ مليون ډالره خوړلي او مشران یې د خلکو د پيسو په خوړولو لګيا دي او د دوی کابو ۲۸۰ مليونه ډالر یې تر اوسه بايللي دي.
د کابل بانک په نړېدو وېره ده چې د افغانستان نوی جوړ شوی مالي سيستم ونه نړېږي. خو د افغانستان مرکزي بانک چې اته کاله یې د بانکونو له سرغړونو سترګې پټې کړي دي او ولسمشر حامد کرزی چې په واکمنۍ کې یې د فساد په نتيجه کې کابل بانک او نور بانکونه وپړسېدل او د دولتي مامورينو معاشونه او نورو قرادادانو پيسې یې د فساد په نتيجه کې خپلې کړې خلکو ته په دوامداره توګه اطمنان ورکړی چې کابل بانک پياوړی دی او نه نړېږي.
د کابل بانک د ستونزو په اړه اړوند رپوټونه:
محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي
له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي
فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل