د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

عبدالحفيظ سمندر 01.09.2010 11:20

لکه څنګه چې تمه وه اخر په افغانستان کې له فساده ډک بانکي سيستم وچاودېد. د کابل بانک د څښتنانو ترمنځ خپلمنځي فساد تر دې کچې ورسېد چې نور نو پخپله د کابل ادارې ته چې له فساده پخپله افغان او بهرني چارواکي ګيله کوي هم د دې بانک د څښتنانو فساد د منلو وړ نه دی.

پرون مو په ټول افغان وليکل چې د کابل بانک د دوه مشرانو قمارباز شېرخان فرنود او خليل الله فېروزي د ګوښه کېدلو اوازې دي. دا اوازې اوس په باوري خبر بدلي شوي دي او اوس باوري ده چې د دې دواړو پرځای د افغانستان بانک (مرکزي بانک) خپل دوه مامورين ټاکلي دي چې يو موسی غازي دی چې د مرکزي بانک مالي امر و. دا مامورين به اوس د کابل بانک په ريکاډونو کې درغلي راټولوي او د حل لارې چارې به ورته لټوي.

د کابل بانک د کنترول پرېکړه يوه مياشت مخکې ولسمشر کرزي د امريکايي جنرال ډيويډ پيټراوس د فشار له امله کړې ده. کابل بانک له هېواده بهر ته د د پيسو په غيرقانوني لېږد کې په لاس لرلو تورن دی او امريکايانو یې سرغړونې د انصاري ايکسچينج په قضيه کې موندلي دي چې پخپله کابل بانک د انصاري د حوالې له لارې کابو يو بليون ډالر بهر ته لېږلي دي.

د کابل بانک د مشرانو د شړلو او مرکزي بانک ته د کنترول ورکول پرېکړه هغه وخت وشوه چې فرنود او فېروزي په خپل منځ کې د ولس د پيسو په چورکولو وران شول او هر يو کوښښ کاوه چې بانک په خپل کنترول کې واخلي. هر يو له بانکه بېرون سياستوالو ته د مرستې د لاس ورکولو غوښتنه وکړه او د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې امريکايان، ولسمشر حامد کرزی، او مرکزي بانک په تشويش کې شول. نو ځکه دا پرېکړه وشوه.

د کابل بانک د مشرانو او فاسدو سياستوالو شبکه پراخه ده:

د يادونې ده چې د کابل بانک د فساد بوی هغه وخت بهر ته راووت چې د څښتنانو په خپل منځ کې یې اختلافات پيدا شول. په دې بانک د فرنود او فېروزي برسېره د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او لومړي مرستيال ورور حسن فهيم هم شريکان دي. محمود کرزي ته موده وړاندې فرنود او فېروزي وړانديز کړی و چې د ۱۵ مليونو ډالرو په بدل کې خپل شراکت له دوی سره مات کړي خو محمود کرزي ورڅخه ۳۰ مليونه ډالر غوښتي و.

محمود کرزی او حسن فهيم په بانک کې د پيسو پانګه نه ده کړې بلکه دا چې زورور دي نو لکه د ډېرو پروژو په دې کې هم په فيصدي شريک دي.

پخپله محمود کرزی وايي چې شېرخان فرنود په دوبۍ کې په ۱۴۰ مليونه ډالره ځانته عقارات اخيستي دي. خو فرنود وايي چې دا عقارات د ده په نامه دي خو ډېری یې د احمدضيا مسعود او پخپله د محمود کرزي په شمول د لوړ پوړو چارواکو دي. اوس داسې ښکاري چې محمود کرزی او نور لوړپوړي چارواکي له دې رسوايۍ ځانونه ويستل غواړي او د فساد ټوله پړه د شېرخان فرنود په غاړه اچول غواړي. محمود کرزی چې د فرنود په نامه ثبت شوې کور کې په دوبۍ کې اوسېږي وايي چې کور یې له فرنود څخه په کرايه نيولی او د نوموړي د درغليو له وجې غواړي دا کور پرېږدي. محمود کرزی وايي چې د کابل بانک ۷٪ څښتن دی.

Sherkahn_farnood_poker
محمود کرزی کوښښ کوي ټوله پړه په قمارباز شېرخان ورواچوي.

کابل بانک  د مارشال قسيم فهيم ورور حسن فهيم ته هم ۱۰۰ مليونه ډالر قرض ورکړی دی. حسن فهيم د بانک یو شريکوال دی. حسن فهيم چې دا مهال په جرمني کې د خپل ناروغ ورور مارشال قسيم فهيم د درملنې لپاره ملګری دی وايي چې له کابل بانک څخه یې ۹۲ مليونه ډالره قرض اخيستي دي او ۲۶ مليونه یې بېرته ورکړي دي. نوموړي د مرکزي بانک په دې پرېکړه نيوکه کړې ده چې کابل بانک يې په خپل کنترول کې اخيستی دی. حسن فهيم وايي چې بايد د کابل بانک څښتنانو ته (چې دی هم په کې شامل دی) وخت ورکړل شوی و چې له هېواده بهر لګول شوې پيسې یې بېرته هېواد ته راوړې وې.

 کابل بانک د ولسمشر کرزي په ټاکنيز کمپاين کې په مليونونو ډالر لګولي دي. په ټول افغان د ټاکنو په مهال په دې اړه هم رپوټ ليکل شوی و.

د کابل بانک زيان:

پرون د افغانستان بانک د کابل بانک قمارباز مشر شېرخان فرنود ته امر وکړ چې په دوبۍ کې یې په ۱۶۰ مليونه ډالره نيولې ملکيتونه چې د ځان او د خپل فاسد بانډ لپاره (چې د ولسمشر پخوانی مرستيال احمد ضيا مسعود او د ولسمشر ورور محمود کرزي هم په کې شامل دي) اخيستي دي، مرکزي بانک ته وسپاري.

د نيويارک ټايمز د رپوټ له مخې کابل بانک د دوبۍ د مځکو او کورونو (عقاراتو) د بيو په لويدنه کې ۳۰۰ مليونه ډالره تاوان کړی دی چې د عامو خلکو پيسې دي. شېرخان فرنود د خلکو په پيسو د ځان لپاره يوه ځانګړې الوتکه هم رانيولې ده. او په خليل الله فېروزي د ځان لپاره د کابل د قرغې ډنډ په غاړه په درې مليونه ډالره يو کور هم جوړ کړی دی.

رپوټونه وايي چې کابل بانک ډېر تاوان کړی او دا مهال څېړنه روانه ده چې په کابل بانک کې څومره پيسې دي چې د عامو خلکو او ډيپازټ کونکو پيسې بېرته ورکړای شي.

کابل بانک له ځانه سره د خلکو يو بليون ډالر لري چې د ملي اردو د پوځيانو، پوليسو، او ښوونکو تنخواګانې هم  په کې شاملې دي. د مرکزي بانک مامورين وايي چې د کابل بانک فساد امکان لري د افغانستان ټول بانکي او اقتصادي سيستم له ځانه سره وغورزوي. د مرکزي بانک مشر عبدالقدير فطرت دا څو کاله په مرکزي بانک کې د بدلونونو د راوستلو پر ځای په دې بانک نژادي پروګرامون پرمخ وړل، پښتانه یې کاره ګوښه کول او د خپلې ټلوالې کم تعليمه کسان یې د بانکي مافيا په خوښه ټاکل.

عبدالقدير فطرت د اوس مهال لپاره مسعود موسی غازي چې په مرکزي بانک کې مالی آمر دی د کابل بانک مشر ټاکلی دی، خو پوښتنه دا ده چې د فطرت په مشرۍ له فساده ډک مرکزي بانک به وکړای شي چې فساد ووينځي!

که کابل بانک سقوط وکړي نو امکان لري چې د افغانستان نورې ډېرې ادارې چې دولت یې د کابل بانک له لارې پيسې ورکوي هم په ستونزو کې ګېر شي.

د مرکزي بانک مشرتابه بايد بدله شي او بدلونونه په کې راوړل شي:

په ټول افغان پخوا هم د کابل بانک د فساد په اړه رپوټونه خپاره شوي دي او دا یې جوته کړې ده چې پخپله د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت او نور چارواکي ورسره په دې فساد کې شريک دي. خو د کابل اداره چې د مافيا په لاس کې ده په دې اړه هيڅ اقدام ونه کړ تر دې چې اوس کابل بانک مفلس شو او د خلکو پيسې په قمارونو او له هېواده بېرون په پروژو کې لاړې.


که څېړنه کېږي بايد پراخه وي او په فساد ککړ مشر فطرت یې بايد ونکړي. کيڼې خوا کابل بانک د اجرايه مشر ورور وحيدالله فېروزي دی چې يوه امنيتي کمپني لري او په زرګونو کسان مليشه لري. يو ورور پيسې وهي بل يې خلک وهي.

د افغانستان مرکزي بانک وايي چې کابل بانک یې په کنترول کې نه دی اخيستی خو مشران یې ورته ګوښه کړي دي ځکه وېره لري چې بانک به ونشي کړای چې خپل مراجعينو ته پيسې ورکړای شي. خو مرکزي بانک درواغ وايي او په دې حساسه مرحله کې هم د خلکو سره چل او فرېب کوي. حقيقت دا دی چې له ډېر پخوا مرکزي بانک د کابل بانک په درغليو او غير قانوني کړنو خبر دی، خو دا چې مشر یې او يو شمېر د ده د بانډ ملګري او د محمود کرزي او حسن فهيم په شمول لوړپوړي چارواکي ورسره په فساد کې شريک دي نو ځکه یې مخنيوی نه کاوه.  د مرکزي بانک مشر پخپله د شېرخان فرنود په هغه جنايت پرده واچوله چې د ده د تفتيش مامور ته یې ويلي وو چې د درغليو په اړه دې چپ پاتې شي که نه شېرخان يو بليون ډالر لري چې هم پرې دا مامور اخيستی شي او هم یې له منځه وړلای شي. د فطرت په واکمنۍ کې دا ډول جدي تهديدونه څارنوالۍ ته رپوټ شوي نه دي بلکه پټ کړای شوي دي. اوس ورپسې د شېرخان يو بليون ډالر (چې په اصل کې د دولت او خلکو پيسې دي) هم له منځه تللو په خطر کې دي.

که هره څېړنه کېږي نو بايد د مرکزي بانک د مشر او د نوموړي له خوا د مافيا په خوښه ټاکل شوي مامورين هم له دندو ګوښه او تحقيق ورسره وشي. فساد بايد له جرړو وويستل شي او دولت بايد فساد په مفسدينو ونه وينځي.

د حج پيسې به څنګه شي؟ حاجيان به سږه کال حج وکړای شي:

په ټول افغان څو اونۍ وړاندې د کابل بانک او د حج او ارشاد د وزارت د یوې فاسدې معاملې په اړه هم ليکنه خپره شوې وه چې په کې روښانه شوي وو چې د حاجيانو پاکې پيسې د حج او ارشاد وزارت د کابل بانک په سودي سيستم کې اچوي او د کابل قماربازانو ته یې په لاس کې ورکوي چې د افغانانو د اسلامي عقېدې سره ستره جفا ده. د حج او اوقاف وزارت هغه مهال د دې خبرو د ترديد لپاره مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او ويې ويل چې د کابل بانک سره یې دا معامله د حاجيانو په ګټه کړېده. کابل بانک هم په تلويزيونونو کې د خلکو د خوښولو لپاره په دې موخه اعلانونه تېر کړل. خو اوس جوته ده چې د نورو خلکو د پيسو ترڅنګ د حاجيانو سوونه مليونه ډالر هم د کابل بانک سره بند پاتې دي.

پوښتنه دا ده چې ايا سږه کال به حاجيان وتوانېږي چې حج ته ولاړ شي ځکه چې کابو د ټولو پيسې د کابل بانک سره بندې دي چې خدای خبر څه به یې پرې کړي وي.


کابل بانک د حج او ارشاد د وزارت په مرسته سږه کال د حاجيانو کابو ۴۰۰ مليونه ډالر هم تېر کړل. په انځو کې وزير يوسف نيازی خليل فېروزي ته د حاجيانو پيسې ډالۍ کوي.

د بانکي سیستم د نړيدلو وېره:

اوس نو دا وېره ده چې خلک وارخطا نه شي او د کابل بانک ترڅنګ له نورو بانکونو ټول يو دم د پيسو ويستلو غوښتنه ونکړي چې دا به د افغانستان ټول بانکونه د افلاس له خطر سره مخامخ کړي چې په بانکي اصطلاح کې ورتهBank Runوايي. د افغانستان مرکزي بانک د افغانستان په بانکونو کې د خلکو د پيسو تضمين نه کوي، او بانکونه د خلکو پیسې له ځان سره ټولې نه ساتي بلکه اته فيصده یې ساتي او په پاتې نورو پيسو کاروبار کوي. که ټول خلک په يو وخت بانک ته د پيسو لپاره مراجعه وکړي نو بانک  نه شي کولای د ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې په نتېجه کې بانک نړېږي.

ايا سمه څېړنه به وشي:

په دې قضيه کې سالمه څېړنه يو خوب ليدل دي ځکه چې د کابل د فاسدې ادارې ډېری لوړي پوړي چارواکي د کابل بانک سره په شراکتونو، غيرقانوني قرضونو اخيستلو، غيرقانوني قرادادونو ورکولو، او يو شمېر نورو معاملو کې ککړ دي. د کابل بانک په فساد کې څېړنه د کابل د ټول رژيم په فساد کې څېړنه غواړي، چې مانا یې د ولسمشر کرزي په شمول د ټول رژيم بدلول دي. نو ځکه د کابل بانک قضيه د افغانستان په روان ناورين او پر افغان مظلوم ولس د ظلم، جبروت او د دې بې وزله ولس د احساساتو سره د لوبو کولو د ډرامې يو بل پړاو دی.

يو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د کابل بانک کنترولول و فرنود او فېروزي څخه د واک او ځواک اخيستلو په موخه شوي او دا د يو پروګرام برخه ده چې په افغانستان کې اوس يوه ځانګړې ډله غواړي اقتصاد او سياست په خپل لاس کې ونيسي او موخه یې د فساد سره مبارزه نه ده، نو ځکه محمود کرزی چې په خپله د کابل بانک په فساد کې شريک دی د خپل ورور د دې ګام هرکلی کوي.

 د بانکي فساد په اړه نورې ليکنې:

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي

د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولولئ.

 فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې

 د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟

په افغانستان کې د بانکونو د فساد په اړه د واشنګټن پوسټ پلټنه