د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

خبري څانګه 05.09.2010 14:48

د کابل بانک د يوې نمايندګۍ مخې ته نن د يکشنبې په ورځ مراجعين ناست دي.

رپوټونه وايي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې اوس هم د کابل بانک دفترونو مخې ته کتارونه ولاړ دي او بې باوره شيو مراجعين ترې پیسې وباسي.

د تېرې چارشنبې او پنجشنبې په ورځ له کابل بانک څکه کابو ۲۰۰ مليون ډالر پانګوالو بېرته ويستلي دي. د خالي په ورځ چې کابل بانک دروازې پرانيستې نو مخې ته یې کتارونه ولاړ و.

يوه رسنۍ وايي چې په کابل کې یې يو کس سره خبرې وکړې چې نمبر یې ۱۷۰۰ څخه پورته و په داسې حال کې چې د بانک مامورينو لا يواځې ۲۰۰ کسان عذر کړي وو. نيويارک ټايمز ليکي چې د غرمې پورې پرون ۲۰۰۰ کسانو د نمبرونو له ماشين نمبرونه اخيستي وو.

نن د يکشنبې په ورځ هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې له کابل څخه خلکو پيسې ويستلې او مخې ته یې کتارونه ولاړ و. په کتارونو کې دوه ډول خلک ولاړ وي، يو یې هغه خلک دي چې په بانک یې باور ختم دی او پيسې نورې نه غواړي په کابل بانک کې وساتي او بله یې هغه ډول خلک دي چې د اختر د رارسېدو سره خپل معاشونه او پيسې له بانکه اخيستل غواړي.

سکاټسمان برتانوي ورځپاڼې د کابل بانک د پخوني اجرايه ريس له خولې ليکلي دي چې که دا حال روان وي کابل بانک پاتې کېدونکی دی.

ولسمشر حامد کرزی، د ماليې وزير عمر زاخېلوال، او د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت بيا وايي چې کابل بانک روغ رمټ دی او د نړيودو ويره یې نشته دی. دوی وايي چې دولت د کابل بانک ترشا ولاړ دی.

دا معلومه نه ده چې د خالي او يکشنبې په ورځ له کابل بانک څخه څومره پيسې ويستل شوي دي ځکه چې د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو له ۲۰۰ مليونه ډالرو ويستلو وروسته ورسره د دوی په وينا ۳۰۰ مليونه نور ډالر پاتې وو.

د کابل بانک په ډېرو برانچونو کې د ورځې په نيمايي کې د پيسو د ختمېدو رپوټونه هم خپاره شوي دي، په ځينو نمايندګيو کې یې افغانۍ هم ختمې شوي دي.

اسوشيټد پرس ته یو افغان وحيد شېرزوی جې له کابل بانکه یې خپلې پيسې ويستې وې ويلي دي چې زه باور لرم چې پيسې به مې نورې دلته خوندي نه وي، فکر کوم پیسې به مې په دولتي بانکون کې ډېر خوندي وي.

نيويارک ټايمز په خپل يو رپوټ کې ليکلي دي چې د کابل بانک مرکزي برانچ ته په کتار کې په خپله د مرکزي بانک يو مامو هم ولاړ و چې غوښتل یې ترې پيسې وباسي. نوموړي مامو نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې په اوږد مهال کې به دولت د بحران مخه ونيسي خو په لنډ مهال کې یې د خلکو وېره له منځه نه ده وړې. نوموړي چې له نوم ښودلو یې ډډه کړې ده وايي چې نه غواړي خپلې پيسې بايلي.

نن په کابل کې د کابل بانک مخې ته امنيت هم ډېر ټينګ شوی و او امنيتي کسانو ډکې موټرې یې مخې ته ولاړې وې.


دا په کابل کې د کابل بانک په مرکزي برانچې کې پرونی انځور دی چې خلک کتار ليدل کېږي.


دا د نن ورځې انځور دی چې د خلکو کتار بېرون سړک ته رسېدلی دی.

يو کس چې د خپلو پيسو په لاس ته راوړلو کې بريالی شوی وايي چې نرو په کابل بانک باور نه لري.

د کابل بانک د رسوايۍ په اړه رپوټونه:

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي