د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان بانک له بهره خپلې پیسې راغوښتل پيل کړل

خبري څانګه 05.09.2010 15:31

اوس به افغان دولت فاسد بانکداران د ملت په پيسو ساتي.

د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزي بانک) په بهرنيو هېوادونو کې خپلې ساتلې پيسې راغوښتل پيل کړي چې د کابل بانک له رسوايۍ وروسته خپل مالي سيستم له نړېدلو وژغوري. په دې لړ کې یې د امريکا د مرکزي بانک سره سپما کړي ۳۰۰ مليون ډالر هم راغوښتي دي. د نورو هېوادونو د مرکزي بانک سره د افغانستان د مرکزي بانک پیسې راغوښتل هم پيل شوي دي.

له بلې خوا اوازې دي چې مرکزي بانک غواړي کابل بانک وژغوري او په دې موخه د دولت پیسې ورپمپ کړي.

يو امريکايي چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې دا ښه ګام دی چې افغان دولت په داسې حالاتو کې له نورو ځايونو خپلې پيسې راغواړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی معين محمد سياکل د نيويارک ورځپاڼې ته ويلي دي چې د بانک ستونزې په افغان دولت او مالي سيستم کې نورې ژورې ستونزې انعکاس کړې.

((د کابل بانک پېښې د قانون د نه پلي کېدو پرمختللی حالت په ګوته کوي. موږ نړۍ ته زارۍ کوو چې دلته پانګونه وکړي خو له بلې خوا زموږ خپله پانګه له هېوادوه ورکېږي. دا چې دولت د دې تضمين کوي چې کابل بانک به نه نړېږي نو دولت ته دا اجازه چا ورکړې ده چې کابل بانک ته پيسې ورپمپ کړي؟))

د افغانستان د بانکونو ټولنه بيا وايي چې ډېری هغه خلک چې له کابل بانک څخه پيسې وباسي بې سواده خلک دي. د دې ټولنې مشر نجيب الله اميري وايي چې دا خلک خبرونه واوري نو پيسې ويستل پيل کړي. نوموړی وايي چې کابل بانک د پيسو د نه لرلو ستونزه نه لري.

د کابل بانک د مرکزي دفتر مخې ته بيا يو انجنير چې حامد نومېږي موافق نه دی. هغه چې پنځه ساعته یې انتظار کړی د سبزۍ يوه کڅوړه له خپلو پيسو ډکه کړې وه چې له بانکه یې ويستلې وې. نوموړي ويل چې دا یو لک ډالر یې د ژوند ټوله سپما ده او ويل یې چې ((زه په خپل دولت باور نه لرم)). کڅوړه یې لا په لاس کې کلکه کړه او ويې ويل چې ((دوی درواغ وايي. زه يو بوډا سړی يم. زه په ژوند کې کافي تجربه لرم چې دا دولت وپېژنم.))

د کابل بانک د رسوايۍ په اړه رپوټونه:

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي