د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فطرت: کابل بانک په پښو ولاړ دی

خبري څانګه 06.09.2010 19:36

د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت نن په يو مطبوعاتي کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې کابل بانک بېرته نورمال حالت ته راغلی او د نړېدو وېره يې نشته. نوموړي وويل چې د افغانستان بانک او دولت د کابل بانک شاته ولاړ دي او په دې بانک کې د حساب لرونکو پیسې تضمينوي.

فطرت په کنفرانس کې په ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو سياستوالو غږ وکړ چې د افغانستان بانکي سيستم دې د خپلو سياسي مخالفتونو سره نه تړي او ویې ويل چې کابل بانک او د افغانستان بانک له دولته خپلواک بانکونه دي.

فطرت چې تورن دی چې تر اوسه یې د کابل بانک له سرغړونو سترګې پټي کړي دي ونه ويل چې ولې د کابل بانک ستونزه تر دې حده راورسېده او د افغانستان بانک ولې مخکې د دې بانک خلاف اقدام نه و کړی.

عبدالله عبدلله پرون کوښښ کړی و چې د کابل بانک د درغليو او د افغانستان د بانک له بې غوريو سياسي ګټه پورته کړي او په خپل مخالف ولسمشر حامد کرزي یې نيوکې کړې وې.

فطرت په کنفرانس کې دا هم وويل ومنله چې د کابل بانک د ځينو څښتنانو ملکيتونه یې کنګل کړي دي او دا کار یې د احتياط لپاره کړی دی. فطرت ونه ويل چې په دې ليست کې یې د ولسمشر د ورور محمود کرزي نوم ولې نه دی شامل کړی سره د دې چې محمود کرزي له بانک څخه په مليونونو ډالر د پور په توګه اخيستي، په شمال کې د سيمټو فابريکه، په کندهار کې ښارګوټی، او پخپله د کابل بانک سهمونه یې پرې رانيولي دي.

له بله پلوه د کابل بانک پخواني اجرايه مشر خليل الله فېروزي ويلي دي چې چا ورته د ملکيتونو د کنګل کېدو څه نه دي ويلي او اوس هم ازاد دی چې له هېواده بهر سفر وکړي.

د اماراتو حکومت ګارډيان ورځپاڼې ته ويلي دي چې تر اوسه ورته افغان چارواکو د کوم افغان د ملکيتونو د کنګل کولو په اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه لا معلومات نشته چې د کابل بانک په درغليو کې څېړنه به څومره جدي وي او دا چې مرکزي بانک به بېرته خپل هيبت پرځای او د بانکونو سره جدي چلند غوره کړي او خپلې پخوانۍ تګلارې ته به دوام ورکړي او د بانکونو له سرغړونو او د ولس د برخليک سره د لوبو کولو څخه همداسې سترګې پټوي.