د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كابل بانك مسوولين بايد له هېواد نه ونه وځي!

ايمل نتلى 05.09.2010 17:12

 په دې وروستيو كې  د كابل بانك د سقوط  د اوازو له امله هغه كسان چې په دغه بانك كې حسابونه لري ډېر اندېښمن دي  او په دې هڅو كې دي چې خپلې پيسې ژر تر ژره ترې وباسي.

 دغه حساب درلودونكي  اندېښنه لري چې له دې وړاندې هم په هېواد كې ځينو شخصي كمپنيو په يوه نامه او بل نامه له هېوادوالو پيسې شكولې وې،موټرونه يې ترې د كرايې په نامه نيولي ول، خو له څه مودې وروسته دغه كمپنۍ وتښتېدې او پيسې يې هم له ځان سره يوړې .

د كابل بانك او هان د ځينو نورو شخصي كمپنيو په برخه كې هېوادوالو اوس بيخي خپل باور له لاسه وركړى دى. په دې برخه كې هغه كسان بيخي ډېراندېښمن دي چې په كابل بانك كې په زرګونو ډالر لري او ټوله شتمني يې هلته خوندي كړې ده .

ويل كيږي چې اوس مهال دغه بانك دومره پيسې په لاس كې نلري چې خپلو حسابو الو ته يې وركړي او كه څوك ډېرې پيسې هم پكې ولري يواځې دوه سوه او درې سوه ډالر وركوي او نورې پيسې نشي  وركولاى، چې دې كارونو د خلكو اندېښنې نورې هم ډېرې كړي دي.

له بلې خوا ويل كيږي چې د كابل بانك ټوله سرمايه تيت و پرك ده، څه شخصي جيبونو ته تللې، څه په قماراو جوارۍ وهل شوې او څه چې شته هغه د پورونو دوركړې لپاره كفايت نكوي.

ويل كيږي چې د كابل بانك ټوله سرمايه يو عشاريه درې مليارډه ډالره ده چې په لاندې ډول خوره وره شوېده :

۱- سل ميلونه  دمارشال فهيم ورور حسين فهيم پر ګاز ګروپ او نورو څيزونو خرڅ كړېده.

۲- سل ميلونه د غوري سيمنټو لپاره محمود كرزي اخيستې ده .

۳- سل ميلونو حاجي خليل فيروزي د هېوادوال د سړك جوړونې  د شركت او پامير هوايي شركت لياره اخيستې دي.

۴- څه له پاسه دوه سوه ميلونه شيرخان فرنود په اماراتو كې د بلډنګونو په رانيولو مصرف كړيدي.همدغسې يې څلورسوه ميلونه  په قمار هم بايللي دي.

۵ همدغسې  څه له پاسه دوه سوه ميلونه يې پانګوالو او چارواكيو ته په پور وركړي دي ، چې په دې حساب په بانك كې اوس دومره څه نشته دي .

دې مالوماتو ته په كتو سره خلك ملامت نه دي، چې كابل بانك ته په ليكو، ليكو كې ودريږي او خپلې پيسې ترې وغواړي. كه څه هم ځينو مافيايي دولتي كړيو د كابل بانك ملاتړ اعلان كړى، خو ولس بيا هم پرې باور نشي كولاى چې پيسې ورپرېږدي!.

حكومت ته پكار دي چې په دې برخه كې كلك تدابير ونيسي او د كابل بانك مسسوولين پرې نه نږدي چې له هېواد نه ووځي  او د خلكو سرمايه هم له ځان سره وتښتوي .

افغان حكومت بايد په دې برخه كې جدي ګامونه پورته كړي، ددې لپاره يو ځانګړى پلاوى وټاكي او پلاوي ته واك وركړي چې د كابل بانك ټول مسوولين تر كلك نظارت لاندې ونيسي تر څو بهر ته ونه تښتي او كه  بهر ته ولاړل نو بيا يې د بېرته راوستو چانس هيڅ نه ليدل كيږي. ځكه له دې وړاندې چې كوم فاسد دولتي چارواكي او يا نور فاسد سياستوال بهرته تښتيدلي بيا د چا وس پرې نه دى رسېدلى چې هېواد ته يې راولي او قانوني چلند ورسره وكړي.