د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوې څېړنه: د کابل بانک د دوبۍ په ملکيتونو کې محمود کرزي ۳ مليونه جېب ته کړي دي

کمال الدين رنځور 08.09.2010 01:41

په پام جميرا کې د محمود کرزي کور چې مشبوهې معاملې یې پرې کړي دي.

د اماراتو څخه خپرېدونکي ورځپاڼه دي نشنل ليکي چې په دوبۍ کې د کابل بانک د مشر شېرخان فرنود په نامه يو کور چې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی په کې اوسېږي او نوموړی یې له ملکيت څخه انکار کوي په اصل کې د محمود کرزي په نامه و خو وروسته یې په شېرخان فرنود خرڅ کړ چې درې مليونه درهمه یې په ګټلي او جيب ته کړي دي.

دي نيشنل وايي چې د دوبۍ د مځکو دفتر ښيي چې محمود کرزي په ۲۰۰۷ ز کال کې د دوبۍ په پآم جميرا کې هغه کور چې دی اوس په کې اوسېږي په هغه ۷ مليونه اماراتي درهم پور رانيولی و چې له کابل بانک څخه یې ترلاسه کړی و خو په ۲۰۰۸ ز کال کې یې همدا کور په کابل بانک کې په خپل شريکوال شېرخان فرنود په ۱۰ مليونه امارتي درهم پلورلی چې ۳ مليونه درهمه یې په کې ترلاسه کړي دي.

محمود کرزي دې ورځپاڼې ته د پورته معلوماتو پخلی کړی دی. محمود کرزي د دې پخلی هم کړی دی چې د دې کور د رانيولو لپاره یې له کابل بانک څخه پور اخيستی و خو وايي چې له خرڅولو وروسته یې پور بېرته کابل بانک ته ورکړی دی.

کرزي په دې اقرار کړی دی چې د پام جميرا په فانډ ډي برخه کې یې ۳۵ نمبر کور له شېرخان فرنود څخه اخيستی و.

محمود کرزی په کابل بانک ې ۷٪ شريک دی چې پخپله د کابل بانک په يو پور یې دا سهم اخيستی دی. نوموړي مخکې انکار کړی و چې ګنې د دوبۍ د پام جميرا کور چې دی په کې اوسېږي د ده دی. نوموړي ويلي و چې دا کور یې له شېرخان فرنود څخه په کرايه کړی دی.

اوس د دې کور د مشبوهې معاملې معلومات د کابل بانک د فساد معامله او په کې د محمود کرزي لاس نور هم روښانه کوي. د يادونې ده چې د افغانستان بانک د پنځو کسانو شتمني کنګل کړه چې د محمود کرزي نوم په کې نه دی شامل کړای شوی.

د دې معاملې څخه داسې ښکاري چې محمود کرزي او شېرخان فرنود د غيرقانوني پيسو د وينځلو يا Money Laundering په موخه دا معامله ترسره کړې ده. ځکه چې له شېرخان یې کور اخيستی او بېرته یې پرې په لوړه بيه خرڅ کړی دی چې درې مليونه درهمه ګټه یې قانوني ښکاره شي. د پيسو وينځنه په ټوله نړۍ کې غيرقانوني او مرتکبين په زندان محکومېږي. په امريکا کې هم امکان لري چې محمود کرزی په دې تور محاکمه کړل شي.

 د دوبۍ په پام جميرا کې ۱۵کورونه، يو اپارتمان، او د دې ښار په بيزنس بی کې دوه پلاټونه د کابل بانک د پخواني مشر شېرخان فرنود او د نوموړي د ميرمنې فريده په نامه ثبت شوي دي. شېرخان مخکې ويلي و چې دا ملکيتونه به بېرته کابل بانک ته واړوي. ميرمن فريده په کابل بانک کې ۶،۶۸ او فرنود په خپله په کابل بانک کې ۲۸،۱۶٪ ملکيت لري. د افغانستان بانک د ميرمن فريده شتمني نه ده کنګل کړې.

 په دوبۍ کې د معاملاتو يو لارښود دي نشنل ورځپاڼې ته ويلي دي چې شېرخان د کورونو د پلورلو ورته ويلي و خو ځکه یې ونشول پلورلای چې بيه یې لوړه ويله.

 شېرخان فرنود په ۱۵ کې دوه کورونه د مسعود نصيب په نامه د يو کس له لارې رانيولي دي چې د الياسين پراپرټيز په نامه په دوبۍ کې شرکت لري. د مسعود نصيب تره فاروق نصيب په کابل بانک کې ۲،۹۶٪ ملکيت لري. د مسعود نصيب پلار غلام داود نصيب هم په پام جميرا کې د شېرخان فرنود په نامه د ثبت کورونو ترڅنګ پخپله نامه يو کور لري.

د محمود کرزي په شمول د کابل بانک څښتنانو د فساد شبکه ورځ په ورځ رسوا کېږي چې په دې قضيه کې له جدي او پراخه څېړنې پرته امکان نه لري چې په کابل بانک د بې وسې حساب لرونکو حقوق او په افغانستان کې نوی بانکي سيستم له فساد څخه پاک کړای شي.

د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت چې دا منصب ورته د واک په ويش کې رسېدلی او د جمعيت اسلامي غړی دی وايي چې د کابل بانک په اړه د پيسو د وينځلو او درغليو تورونه بې بنسټه او غلط دی. تر اوسه داسې ښکاري چې افغان دولت او د افغانستان بانک د بانکي فساد سره په مقابله کې جدي نه دی او رپوټونه وايي چې په دې اړه د بهرني فشار مقاومت کوي.

په افغانستان کې د بانکي رسوايۍ په اړه نورې ليکنې:

فطرت: کابل بانک په پښو ولاړ دی د کابل بانک د څښتنانو شتمني کنګل شوه
معضلۀ کابل بانک ، موجی از امواج بحران اقتصادی جهان په عزيزي بانک کې به هم بدلونونه راشي

د افغانستان بانک له بهره خپلې پیسې راغوښتل پيل کړل

 د كابل بانك مسوولين بايد له هېواد نه ونه وځي! 

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي

 د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟!
فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولولئ.