د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان دولت کابل بانک ته په پټه ۸۵۰ مليون ډالر ورکړي

کمال الدين رنځور 18.06.2011 00:34

د ولس په پيسو په دوبۍ کې دا ماڼۍ او قيمت بها ګاډي رانيول شوي دي. دا د حسين فهيم ماڼۍ او له ګاډو يو ګاډي دی.

په يو نوي او حيرانونکي انکشاف کې پته لګېدلې ده چې د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) په کابل بانک کې له خپل احتياطي پيسو څخه ۸۵۰ مليون ډالر د کابل بانک د ړنګېدو د مخنيوي لپاره په دې بانک کې پمپ کړي دي. پخوا داسې ويل کېدل چې په دې بانک کې مرکزي بانک ۳۰۰ مليون ډالر پمپ کړي دي چې حکومت د دې خبرې ترديد هم کړی و. دا نوی اکتشاف نن د ګارډين ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې شوی دی.

د يادونې ده چې له کابل بانک څخه یې څښتنانو او شاخوا د دولت او پارلمان ۲۵۰ غړو او سوداګرو تر ۹۰۰ زيات مليون ډالره غلا کړي دي. په دې غلا کې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم ورور حسين فهيم هم شامل دي.

په کابل بانک پمپ شوي ۸۵۰ مليون ډالر د مرکزي بانک احتياطي يا ريزرف پیسې دي چې د افغانۍ د پشتوانې په توګه کارول کېږي. دا پيسې عموما مرکزي بانک په بهرنيو بانکونو کې ساتي چې د کابل بانک د غلاګانو د پوښښ لپاره له بهره راغوښتل شوي دي. دا کار د ولسمشر حامد کرزي او د مرکزي بانک د مشر عبدالقدير فطرت له موافقې شونی نه دی. مرکزي بانک تېر اته کاله د کابل بانک د څښتنانو او چلونکو د تجاوزاتو په اړه چوپه خوله هم پاتې شوی دی.

د افغان دولت دا ستر جرم دی چې د کابل بانک د غلاګانو د پوښښ په اړه یې تر اوسه هيڅ هم نه دي ويلي او په پټه یې د دې بانک د غلو پوښښ کړی دی.

اوس نړيوال مالي صندوق يا ای ايم ايف له افغان دولته غواړي چې د نړيوالو په پيسو به د دې غلاګانو پوښښ نه کوي بلکه د افغان ملت له پيسو به یې ورکوي. په بل عبارت افغان حکومت بايد دا پيسې له نړيوالو مرستو او قرضونو څخه ادا نه کړي.

د کابل بانک په رسوايۍ کې چې پخپله ولسمشر حامد کرزی او مرستيال یې قسيم فهيم هم په ککړ دي تر اوسه څېړنه نه ده پيل شوې او نه یې د غلا ګانو په تور څوک محاکمه شوي دي. د حامد کرزي ورور محمود کرزی، د قسيم فهيم ورور حسين فهيم، د کابل بانک يو څښتن خليل الله فېروزي، او بل څښتنی یې شېرخان فرنود اوس هم ازاد ګرځي او د دوبۍ په پام جميرا کې په خپلو څو مليون ډالري کورونو کې اوسېږي او ازاد ګرځي.