د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان دولت په يوه مياشت کې مفلسېدونکی دی

کمال الدين رنځور 18.06.2011 02:28

په دوبۍ کې د محمود کرزي ماڼۍ چې په مخ کې یې اخري ماډل مرسيدس ګاډی هم په خدمت کې دی.

د کابل بانک د غلاو په نتيجه کې چې نړيوالو د کابل په رژيم کوم شرطونه ايښي دي، د کابل رژيم یې په پلي کولو کې باتې راغلی چې په پايله کې یې نړيوال مالي صندوق او بهرنيو هېوادونو د کابل په رژيم مرستې او قرضې ودرولي دي. د دې مرستو د بنديدو په پايله کې د کابل رژيم ممکن په يوه مياشت کې مفلس شي او وبه نکړای شي چې د خپلو مامورينو معاش ورکړي. تر دې مهال نړيوال مالي صندوق يا ای ايم ايف په کابل رژيم ۷۰ مليونه ډالر چې بايد ورکړې یې وای ودرولي دي او له همدې کبله به برتانيه هم پرې خپلې مرستې ودروي.

د کابل رژيم د دا ډول حالت سره ځکه مخ شوی دی چې نه غواړي د کابل بانک څخه د ۹۰۰ مليونه ډالرو غله محاکمه کړي. په دې غلو کې د دولت او پارلمان لوړپوړي ۲۵۰ غړي شامل دي چې په شريکه یې د دې بانک کابو يو بليون ډالر پټ کړي دي. نړيوال د کابل بانک د غلو محاکمه غواړي، خو دولت د محاکمې پر ځای دې بانک ته د مرکزي بانک د افغانۍ له پشتوانې څخه ۸۵۰ مليون ډالر په کابل بانک کې پمپ کړي دي.

د ټول افغان ډاټ کام د معلوماتو په اساس چې تر اوسه د کابل بانک د غلو له جملې څخه يو کس هم بېرته دولت ته اخيستې قرضې نه دي ورکړي او تر اوسه یې د غلا او ډاکو په تور يو کس هم نه دی محاکمه شوی.

په دوبۍ کې هم د دې بانک د غلو او ډاکوانو له خوا اخيستل شي ملکيتونه په یو بل نوم دي چې راګرځول یې کابو ناممکن دی.

د کابل بانک د څښتنانو له خوا په دوبۍ کې اخيستل شوي ملکيتونه اوس هم شته او درګرده یې خرڅوي او پيسې يې نورو هېوادونو ته استوي.

د ټول افغان ډاټ کام د معلوماتو له مخې تر اوسه د کابل بانک څخه د کابو يو بليون ډالرو د غلو له جملې په يو هم فشار نه دی راوړل شوی ، ټول ازاد ګرځي ، او لا هم ټول شاهانه ژوند تېروي.