د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي د کابل بانک په موضوع کې بهرنیان له تحقيق څخه منع کړل

خبري څانګه 09.09.2010 14:39

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د يو نوي فرمان له ليارې بهرنيان په افغانستان کې د فساد په اړه تحقيقاتو کولو څخه منع کړي دي چې له مخې به یې ټولې تحقيقي چارې او د فساد په اړه پرېکړې يواځې افغانان کوي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې امريکايانو کابل ته يو پلاوی لېږلی دی چې د کابل بانک په فساد او درغليو کې د څېړنو د مرستې په موخه امريکايانو کابل ته يو پلاوی لېږلی دی او له افغان حکومت څخه غواړي چې د فساد په اړه جدي څېړنې وکړي.

کرزی امکان لري دا وېره ولري چې که بهرنيان څېړنې وکړي نو دی او په فساد کې نور ککړ چارواکي به ونه شي کړای چې مخه یې ونيسي او ډېر څه به رسوا شي.

د کابل بانک د فساد په سريال کې د ولسمشر حامد کرزي نوم هم اخيستل کېږي چې د دې بانک پيسې یې په خپل ټاکنيز کمپاين کې کارولي دي او د کابل بانک د څښتنانو د هڅو په پايله کې یې د مارشال قسيم فهيم سره ايتلاف وکړ.

د ولسمشر حامد کرزي ورور يوې رسنۍ ته اقرار کړی دی چې ده او د قسيم فهيم ورور حسن فهيم ولسمشر حامد کرزی او قسيم فهيم سره نږدې کړل چې بيآ یې ايتلاف وکړ.

ځينې په دې باور دي چې د کرزي او قسيم ايتلاف د کابل بانک د ساتلو، غزولو، او پراختيا په موخه او په افغانستان کې اقتصادي مافيا لا پياوړي کېدو لپاره ترسره شوی دی چې پخپله ولسمشر کرزی ورته ډېر خوشبين نه و.

د ولسمشر کرزي د دفتر مشر عمر داودزي ګارډيان ورځپاڼې  ته ويلي دي چې د نوي فرمان له مخې د څېړنو ((اداره به افغاني وي، پرېکړې به افغانان کوي، او څارنوالان به افغانان وي.))

د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکو هم وايي چې بهرنيان بايد په پرېکړو کې دخيل نه وي او امرونه ورنکړي. دا بايد ټوله افغاني پروسه وي چې د دولت د واک استازيتوب وکړي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان بانک (مرکزي بانک) د کابل بانک په فساد کې د پنځه ککړو کسانو شتنمني کنګل کړه چې د ولسمشر حامد کرزي ورور په کې شامل نه و. د افغانستان بانک دې پرېکړې د افغان دولت له خوا د کابل بانک په فساد کې جدي څېړنې کولو په اړه شکونه راپورته کړل.

له بلې خوا افغان ليکوال کمال الدين رنځور وايي چې په فساد کې خورا مهم چارواکي - چې پخپله ولسمشر، ورور یې، مرستيال یې، د مرستيال ورور یې هم په کې شامل دي - ککړ دي او امکان نه لري چې په دې اړه جدي پلټنې وشي. د نوموړي په باور اوس يواځې ددې هڅه روانه ده چې کابل بانک او په کې د دې لوړپوړو چارواکو شتمني څنګه وژغورل شي او ورسره په فساد ککړ خلکو په اړه څنګه د ژور تحقیق کولو مخه ونيول شي.

د رنځور په باور(( سم او شفاف تحقيق کول هغه وخت امکان لري چې مافيا په افغانستان کې واکمنه نه وي.))