محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

شــــــــعرونـــــــــــــــــه


غزل/ خيال حيدرخېل

دا ستا تصوير زما په سترګو کې دیناست دی اسير زما په سترګو کې دیزما د زړه واکمني هم و رسره د چم امير زما په سترګو کې دیدا چې ګريوان مې اوبو وړی ښکاريماتم او وير زما په سترګو کې دیبغير له خداي مې له چا ويره نه شيپاچا وزير زما په سترګو کې دیستا له کوډګرو سترګو نه ويريږمملا او پير زما په سترګو کې دید شوخ نظر مې بغاوت کړی دیمات مات ځنځير زما په سترګو کې دی

15.02.2010 محمدحنيف حيران

غزل: خيال حيدرخېل/ سعودي عربستان

د غريو نيولي شوخ نظر تنده پرې نه ماتيږيښکلي خو ډير دي د دلبر تنده پرې نه ماتيږيستا د وطن د ماښامونه رڼا زړه چوي خوزما د چم د ماذديګر تنده پرې نه ماتيږيهسې منګي دي چا اثار د زمانې ساتليد مات بنګړيو د ګودر تنده پرې نه ماتيږيپه ورځ مينو ته څيره د سپوږمۍ مه ورښايهمنم ښايسته ده خو د لمر تنده پرې نه ماتيږيکه د ساقي د ميکدې شراب په سر واړويخياله د شونډو د کوثر تنده پرې نه ما

11.02.2010 محمدحنيف حيران

مينه ( د ژوند ملګرې ته ) محمدحنيف حيران

څنګه زما په سر کې ګوتې وهېاو سپين وېښته رانه په ګوتو باسېغواړې له مرګ ځنې مې لرې يوسې؟د ژوند قاصد ته مې خبرې يوسې؟ما د هوس په ټال کې وځنګوې؟ګونګې شپېلۍ وته سندرې يوسې ؟* * * * * ******** *********************لکه چې اوس درياد شولچې يو وېښته شل مېلمانه راوليد تور وېښتانو ټېکه نه کيږي بياسپين چې له ځان سره وېښته راولياخ څومره لرې دې زه راوستمهپه تش خبرې دې زه راوست

08.02.2010 محمدحنيف حيران

غزل: ساجد بهار

مصور دې يم تصوير ته دې لوګى شم وخ شاعره! د زړه وير ته دې لوګى شم مړاووسترګو کې دې څه بلا غزل دي دپکتيا ژڼيه ضميرته دې لوګى شم اننګو کې دې ښکلا په خوځښتونو دشوخيو مست بهير ته دې لو ګى شم ګران

06.02.2010 محمدحنيف حيران

غوره اسلام معلومات/ غزانور غزا

حضرت اسحاق عليه السلام٠  د اسحاق(ع) د زوکړې پر مهال ابراهيم(ع) ١٠٠ کلن و.٠  اسحاق(ع) له اسماعيل(ع) څخه ١٤ کاله کشر دى.٠  د اسحاق(ع) پلار ابراهيم(ع) دى.٠  د اسحاق(ع) مور ساره ده.٠  اسحاق(ع) د اتو ورځو و، چې ابراهيم(ع) ختنه(سنت) کړ.٠  حضرت اسحاق(ع) په ٤٠ کلنۍ کې واده کړى دى.٠  اسحاق(ع) اولنى واده له قضا سره کړى

29.01.2010 محمدحنيف حيران

خښته/ لمر نيازی

زه زبېښل شوې ښكلازه د اوبلنو شتو يادله سورخي كركه راځي په سورخي لاړې توكمزما وجود هم سور شوزه د پستو خاورو د مخ ښايست وومدا هر څه څنگه وشوه ؟!زما يو مخ وو ، نه ډېردا زه شپږ مخې چا كړم؟!!زما هډونه له موم ډېر پاسته وودا زه سور مخې، ډبر مخې چا كړم؟!!!زما وجود خو چېرې دومره ډبريت نه غوښتهزه د پستو خاورو د مخ ښايست ووم           &nbsp

22.01.2010 محمدحنيف حيران

غزل: محمد حنيف حيران

يو سړي نه مې زړه تور دیزندګي نه مې زړه تور دید لېدو ارمان يې نه کړمله هر شي نه مې زړه تور دیلر او بر يې سره مړه کړلپنجابي نه مې زړه تور دیيارانې د صـــــــدق لاړېله دوستي نه مې زړه تور دیپه هيچا کې ګټه نشتهخپل پردي نه مې زړه تور دیښه غزل ليکلی نه شمشاعري نه مې زړه تور دیتل له ځان سره په جنګ يمعا

22.01.2010 محمدحنيف حيران

د لمر نيازي خوږ غزل

باد رالوتى، وتى نا خبر د شپول له حال يمه  پړانك راپسې وتى غشى شاته دى غزال يمه جنګ ته د مغرور ځي ګرد وهلى كاڼى نه اخلييار چې تېر شي باد به مې روښانه كړي چې لال يمه ستا د دې مغرور قامت له سر پرېوتى تږى ومجوړ د هنر لوى كلال له خاورې د زوال يمه

20.01.2010 محمدحنيف حيران

د جلال خپلواک ښکلی غزل

نه توپ نه تيارې شته او نه زغرې په جومات كېباداره بيا نو څه كوي لښكرې په جومات كې بازانو ته د غرو به يې كوم زېرئ وي ورړئنن بيا نه وې په ځالو كې كوترې په جومات كې دښمن كه د پكار وي په انګړ كې پيدا كيږيحلوا چېرته پخيږي هلته ليرې په جومات كېدا كونډې يتيمانې دا زموږ د پښتنو ديهر چېرته چې قطار وينې سوالګرې په جومات كېاې خدايه داسې وخت د ورور ولئ به كله راشي؟چې يو ځاى وي (پايكپې) او (رې

20.01.2010 محمدحنيف حيران

غزل/ ذبيح الله قرار

ځان به تر تا درسومه خو لږ وخت به غواړي ستا په اوربل کې به ګل ږدمه خو لږ وخت به غواړيچې وشرنګيږي نو خبر د غلامۍ راکوي دا زولنې به ماتومه خو لږ وخت به غواړي که د ډبرې غوندې سخت وي خېر دې وي دې ګرانې لار به ستا زړه ته درکومه خو لږ وخت به غواړيدومره سجدې خدای ته کومه چې تندی مې داغ شي تقديره تا به بدلومه خو لږ وخت به غواړيما چې ورياده کړه وعده نو جانان وويل راتهقراره! خدايګو چې درځمه

19.01.2010 محمدحنيف حيران

ګرانې مورجانې ته: محمدحنيف حيران

مورجانې شکر دی چې تا لرمهشکر څلور کونجه دنيا لرمهچې تاته ګورم ستا دعا لرمهنه هيڅ ارزو نه مدعا لرمه که په دښمن يا بلاګانو ورځممورجانې ستا په دعاګانو ورځمتر اوسه هيڅ په شا راغلی نه يمپه پاکو هيلو ارزوګانو ورځم پر زمکه جنګ پر زمکه بلې لمبېزما په

18.01.2010 محمدحنيف حيران

سرطان/ جلال امرخېل

زما ياران ما ته خفه دي ګرانې زما په اړه ډېر فکرونه کوي هغوی د نوي ساينس خبره لوستې چې : تنهايي رنځ د سرطان زېږوي هسې ډاريږي ، هسې نه چې جلال د تنهايۍ او شاعرۍ له لاسه د زمانې د بې روخۍ له لاسه او د دې ډمې زندګۍ له لاسه د زړه په رنځ باندې اخته شي ، مړ شي يا د اعصابو د سرطان له ډاره په خپلو وينو اموخته شي ، مړ شي زما ياران زما هندارې ګرانې زه په کې تل خپله څهره ګورمه د نيمګړتياوو

07.01.2010 محمدحنيف حيران

غزل/ درمان

دباور وړ نه ده دا څه وينم دلبر ولاړ دی؟نه نه توبه خدايه غلط شوم دا خو لمر ولاړ دید زړه خوشحال مې دی هر رنګ مقابلې ته تيارمخ ته يې ستا د مغلي بڼو لښکر لاړ دیستا که ستم له حده ډير شولو پروا نه لريد صبر ځواک مې يې په مخ کې لکه غر ولاړ دید وخت د هر يزيد لښکر ته په سينه ورځمهمورجانې ستا د دعا سيوری مې په سر ولاړ دید ديدن خير ورله راوباسه چې ځي په خهستا په کوڅه کې يو مين لکه سوال

07.01.2010 محمدحنيف حيران

غزل / عبدالحق غرنى

په مازيګردغم کوڅه کي ستاښکلاووينمقسم په خداى هره دره کي ستاښکلاووينمدلمرزريني پلوشې مي تاب له زړه نه واخليزه چي په هره يوه ذره کي ستاښکلاووينمدشوخوسترګولېونى نظرپه ماپسي ځيځکه خوهره دريڅه کي ستاښکلاووينمدتهمتونوله مالته چيرته غلى راغلمويرېږم نه چي اينه کي ستا ښکلاووينمدتادسترګوددې شوخ نظرتاثيريې ګڼمچيرته مېناچيرته کعبه کي ستاښکلاووينمپه سپين رخسار اوتوروزلفوبدرګه خيالوکيکله رڼاکله تياره کي ستاښک

07.01.2010 محمدحنيف حيران

کابل پښتون کړئ / امرخېل

کابل پښتون کړئ ، پردی کيږي چې پښتون نه شي په سوداګرو به خرڅيږي چې پښتون نه شي وران شو او لا پسې ورانېږي چې پښتون نه شي په رغيدو خو نه رغيږي چې پښتون نه شي د زړه پرهر به يې شړيږي چې پښتون نه شي په وينو سترګو به ژړيږي چې پښتون نه شي لکه د ګل به ورژيږي چې پښتون نه شي بس خو وجود يې محوه کيږي چې پښتون نه شي ورځ يې له بلې بدتريږي چې پښتون نه شي او تر هغې نه اباد

07.01.2010 محمدحنيف حيران

غزل/ سلطان احمدزى

څه ګلالى زړه مې وو پاګل مې كړو پخپله ښه وو جانان لرې وو را خپل مې كړو پخپله ماچې له غزالو سترګو جنګ غوښته ساده وه دا نظر به ژوند وو خو اجل مې كړو پخپله هره تراژيدي مې د هنر په ګاڼه ښكلې كړه

07.01.2010 محمدحنيف حيران

غزل /عبدالولي همدرد

یارموپه خواه کې وي پریشان ولې یو دخپله ځانه ورک حیران ولې یو مونږ خو هیڅ بد چاسره ندي کړي په تهمت رنګ د افغانان ولې یو د یو کفن مو ت

07.01.2010 محمدحنيف حيران

د خيال حېدرخېل درې څلوريزې

راشه ياره سوال قبليږي دعا وکړهعاشقان له ژونده ستړي پکې ښخ دي زما د زړه هديره واړه جنتي دهشهيدان د ارمان مړي پکې ښخ دي ..........چې نه شپيلۍ شته نه سندره دا دې چرته راوړمد نصيبونو سمندره دا د چرته راوړمبس تنهايي راسره اوسي او غمونه د ياروخته ناترسه زوروره دا دې چرته راوړم.......ستا په زړه پيغلتوب راغلوزما په زړه ليونتوب راغلود دې څه معنا شوه يارهچ

18.12.2009 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

ژوند کې بې د مينې انسان څه کويزه ورپســــــې مرم او جانان څه کوي؟مونږ که سره وژنو که دوستي کوودوی زمونږه ګــــــټه تاوان څه کويځي که لاس يې نه رسي سرهم بايليدا خلک کمزوری ايمــــــان څه کويته او خدای نو شېخه که زه ګرم يمه؟ته خو ورته ګوره په ځان  څه کوي؟مونږه که کرو کـــــــــه اوروو پر ځاندوی زمونږه زمکه آسمان څــــه کوياچوي لاسونه سپينو ستورو تهدا له هوس ډک ماشو

14.12.2009 محمدحنيف حيران

غزل: منظور احمد مسعود

چه کله څوک راپکې ېار پېدا شيهغه ساعت مې زړه کې ډار پېدا شيواېم چې دا منصور به څوک وژنيهسې نه بېا هغسې دار پېدا شيزړګې مې هسې هم زخمې زخمې دېبېا به کوم بل ښکلي ته کار پېدا شيښکارزنو صبر شئ سپرلی را دروميبېا به د زاڼو درته ښکار پېدا شيراځئ چه هلته ورته کار پېداکړوهسې نه بل پکې وزګار پېدا شي(مسعوده)نور به د هم زړه سوری کړيکه په ملګرو کې دې خ

12.12.2009 محمدحنيف حيران

د جلال امرخېل ښکلی غزل

له ګرانه امرخېل ورور نه ډېره مننه چې زما غوښتنه يې پر ځای کړه ما به تل زارۍ ورته کولې چې ګوره ظالمه يو نيم شعر زما بلوګ ته هم رالېږه، ته له الهام نه پرته بل چاته شعر نه لېږې؛ خو هغه به يوه پلمه راته کوله چې الهام ته يې ځکه لېږم، چې شعرونه مې راته ساتي او شعرونه مې له هغه سره دي؛ خو بس چې هر څه دي، پر ما يې د احسانونو غرونه واړول، مننه ترې کوم. حيران

06.12.2009 محمدحنيف حيران

څلوريځې/ خيال حيدرخېل

زلفوځنځیرسره مې زړه تنګیږي ستا له تصویرسره مې زړه تنګیږي بس ده یاري د میخوارانو کوم له ملا پیرسره مې زړه تنګیږي د تورو  زلفو بوی دې نه راځي ښایسته جانانهنصیب مې لرې په سیندونوباندې واړولم  بیادې رخسارګوره چې څومره ګلابونه پرې ږدمکه سپرلي چرته په ګلو نو باندې واړولم

04.12.2009 محمدحنيف حيران

غزل : محمد اسماعیل لاروی

  درته راغلم له ژوندستړی سمندرهسا مې واخله وړه مې مړی سمندره ډير اولاد دې دادم ګرداب خوړلیته وا ته هم ژرنده ګړی سمندرهمخالفې تشبېه ګانې دې کړي خلکڅوک دې مار بولي څوک پړی سمندرهله ما ښه ېې د چا کار در سره نشته زه د ډېرو پوروړی سمندرهستا دې مړوڅپوترې تت تصوير دی وړیدر ياد نه شي ا وګړی سمندره؟د فنا پايل

04.12.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ قدرت الله درمان، سعودي عربستان

چې اشارې ترېنه د ګل غوندې ګلفام نکوياوس مې نظر د پورې بام لوري ته پام نکويچې زړه يې وشي کله کله راپيرزو کړي مينهافسوس په دې چې جانان دغه کار مدام نکويهجران د ګرانه له کالونو ځينې پښه واړويخو د وصال موده د يوه شيبه دوام نکويبې حيا خلک شو بې حيا زمانه ډيره شولهځکه خو نن کشر د مشر احترام نکويد بې علمۍ تورې تيارې چې ترې چاپيره اوسيهغه وطن د ترقۍ لوري ته ګام نکويدرما

04.12.2009 محمدحنيف حيران

غزل: منظور احمد رنځور

لګېدلی دې که زړه له چا سره ويرسوايي ېې ېوه لوېه افسانه ويصد افسوس زما په هغه ژوند چه تېر شوستا ېادونه به تر مرګه را سره ويچېرته زړه په بې وفا ورنکړې ېارهبنده کړې به ېې مېنه په بانه ويغرقېدل به دې د سېند له ېاده ووځيدرته کړې که کوم ښکلې اشاره ويپه سپېرو شونډو يې نه شې غلت ېارهبې وفا که د وفا کړې وعده ويمحبت د هغو ښکلو په زړه ساتهچه منزل د دواړو ېوه خانه کعبه وي

01.12.2009 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more