محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
درد د مينې مې د زړه لپاره ښه دی: غزل
غزل درد د مينې مې د زړه لپاره ښه دی
نوی غزل دی دا هم
که په ژړا که په خندا و تېر شو ژوندخو دې وليدو،همدا و تېر شو له ډير کلونه انتظاره وروسته سپرلی چې راغی، په هوا و تېر شو مخه د مرګ هيچا هم ونه نیوه هغه غريب او که پاچا و تېر شو نو تاسې ولې راته حال نه ويلې؟
نوی غزل
اوس مې په هر يو ارمان بېله هديره جوړه کړه خو هر مزار ته مې په يو نوم کتيبه جوړه کړه د لمر شغلې يې له وجوده ايلا وختلې غريب مزدور سکڼي ماښام کې ځانته شپه جوړه کړه ستا پر ښکلا باندې ايمان زما بېځایه
غزل: ډاکټر محمدحنيف حيران
غزل څنګه درشمه خپل ځان راباندې بار دی په خپل ځان کې بل انسان راباندې بار دی زه نو کله وم ژوندی، چې ته موسکی يې ژونده! ستا نو څه احسان راباندې بار دی عاشقي خو له هوس پرته يو کار دی تر دې هاخوا بل ارمان راباندې بار دی نو دا زمکه کله دومره وه پراخه؟ چې زه وايم پاس آسمان راباندې بار دی
دا غزل هم نوی دی
بېګاه دې چا راته بېخي ډېره ستاينه وکړهستا په خاطر ترېنه ما زر واره مننه وکړهد ازادۍ د ورځ په نوم مو وطن ونازاووکه وو محکوم خو بيا يې هم مونږه نمانځنه وکړهکنه پيدا يو مونږ د يو او بل تکميل لپاره؟ستا له ځواب سره مې سم بله پوښتنه وکړهزړه راته ويلې چې راځه بس نور يې نه يادووسره سلا شوو، سره ښه کلکه مو ژمنه وکړهد ژوند په نوم دغې دنيا ته يو راغلي واړه
يو نوی غزل
دا ځلې ماته هم ترې موټي کې خواږه راوړه ريباره ورشه په څه چل يې ترېنه زړه راوړه خپل نغري کې مو له خپلې لمن اور اخيستی سپينې کوترې! په مښوکه کې اوبه راوړه دښمن يې تېر اېستو په مازې یو قلم غنيمت
غــزل؛ سـیـد فخـرالدین هاشمي
خوږې ! زړه مې بیا په خپل قالب کې تـنګ دی خوږې ! کړې یې د تـــورو ستـرګو جنګ دی ژوند مې شمعه په خپل ځان بانـــدې را څــاڅي خـوږې ! وړې یـــې آزار د کــوم ملـــنــګ دی خوږې ! بیا بـــه د خپــل سېــورې لاندې ژاړم خـوږې ! بیا دې بــــدل کړي را نه څنـــګ دی خوږې ! ټول اوجود مې پاڼه غــوندې رېــږدي خوږې ! بیا دې د بنــګــړیــو شور شرنـګ دی خوږې ! ګـــوره شاعـــري ده تــوري ناڅـــي
غزل: ملاقات مو له نږدې کولی نشو.
ملاقات مو له نږدې کولی نه شو دومره نه و، خو هغې کولی نه شو هو منمه چې په زړه کې دې ساتلم خو اقرار به دې په خولې کولی نه
يو نوی غزل
له خپله ځانه مې د تېښتې تجربه ونکړهچرې مې هم له خپل ارمانه سره شپه ونکړهنن دې د سترګو په خمار باندې ونه وژلمتا په لومړي ځل د خپل فن مظاهره ونکړهپه سفر تلم، ځان مې واژه، تاته مې ژوند راوړلوزړه مې غوښتل، مور مې ژړل، پلار اجازه ونکړهستا د ښکلا تعظيم په خپل ځای، خو په دې خوشال يمچې خدای مې نه وې او ما هم درته سجده ونکړهښايي چې نن يې چا سندرې وې وژلي ورتهنن يې ل
نوی غزل: ډاکتر محمدحنيف حيران
هر يو تن يې په ليدلو شکمن ښکاريپه دې ټولو ايينو کې يو تن ښکاريځينې فکر تر عمل وړاندې ثابت شيپه نرۍ جامو کې ننه بدن ښکاريما له مرګه سره خپله جوړه وکړهروح مې بيا ولې وجود کې ډارن ښکاريځينې ځينې عقيدې بغاوتي ويځينو ځينو ته يزدان اهريمن ښکارينه پوهيږو،اقتدا چا پسې وکړو؟اې ولسه! کوم رهبر درته ژمن ښکاري؟چې خپل زړه يې لا پخپل واک کې ساتلیدا سړی ر
اغزن سيم، د نصيراحمد احمدي ناول
کمپيوټر مې چالان کړ، ايمېلونو ته ورغلم، څلور ايمېله ول. درې دفتري او يو هم ناشناخته. ناشناخته ايمېل مې لومړی وکوت، ليکلي و: _مرم، د ژوند کيسه مې ليکې؟
نوی غزل: ډاکتر محمدحنيف حيران
ژوند مو مازې په بانه باندې ولاړ دی مرګ تيار ګوته ماشه باندې ولاړ دی په شبنم او په خوشبو کې ګلاب غرق دی خپل فطرت ته تماشه باندې ولاړ دی دې سړي ته بايد خپل ظلم ورياد کړو
بهر لاره نشته/ حنيف حيران
د حادثاتو له توپانه بهر لاره نشتهزمکه شوه تنګه له دنيا نه بهر لاره نشته ستا له راتلو وروسته مې ټولې هغه وتړلې زما له زړه نه اوس جانانه، بهر لاره نشته تا د خپل ذات په پوښ کې خپله ځان بندي ساتلو څنګه راوزې ترې انسانه، بهر لاره نشته زه دې ګټم، خو زه پخپله هم بندي يم ګلې د رواجونو له زندانه ، بهر لاره نشته د وحشتونو دا نړۍ به مې پخوا پرېښې وه خو لامکان ته له مکانه بهر لاره نشته
غزل: ډاکتر محمدحنيف حيران
نور شوم ستړی په ولاړې، په باران کنن مې ډېرې اوښکې لاړې په باران کې په طبيعت به مو احسان د نزاکت وي ځه چې ورکړو سره غاړې په باران کې د لېمو بام مې له نمه واړه کېناست ته چې کومه شېبه لاړې په باران کې ماخو ته له خدايه وغوښتې جانانه ته به څه له خدايه غواړې په باران کې بيا دې څوک په زړه راووريد حېرانه وايه بيا چا پسې ژاړې په باران کې. محمدحنيف حيران
ځان ته راشي، که بهر ته سړی لاړ شي/ نوی غزل حيران
شرافت اوس د بې وسه خلکو کار دیاوس نو خير ته که شر ته سړی لاړشيښايي هغه به هم ولړي په وينوکه د ژوند لپاره لمر ته سړی لاړ شينو د چا خلاف جهاد ورته پکار دیکه په دې وخت کې سنګر ته سړی لاړ شي؟هر وګړی، هر منظر يې نا اشنا شواوس نو څنګه پېښور ته سړی لاړ شيپه خپل زړه دې اړولي دي حيرانهيوه ورځ چرته چکر ته سړی لاړ شي.محمدحنيف حیران، کابل
نوی غزل: حيران
چې دې مړ نشم له غمه پکار نه دهستا له سترګو نوره تمه پکار نه دهراځئ! تېر مونځونه بيا له سره وکړودې فاسق پسې خو جمعه پکار نه دهدا ګلان راڅخه وينې د زړه غواړيښيرازي يې له شبنمه پکار نه دهولې مړ نشي سړی په دلداری کېزندګي دومره بې غمه پکار نه دهد ښکلا تعظيم دې هر چا لره بويهخو سجده درته صنمه پکار نه دهلويه خدايه! عمر خير دی که مې کم وي
غزل: محمدحنيف حيران
نن مې خپل زړه له سينې ځنې وتلیشين توتي دی له پنجرې ځنې وتلیشوخ نظر دې له چتې ځنی وتلیلکه غشی له ليندې ځنې وتلیلېونۍ! د نورو سترګې ولې وخورېخپل نظر خو دې ولقې ځنې وتلیخواږه شات يې اننګيو کې راټول ديد ګلونو له شيرې ځنې وتلیيو سړي يم له خپل زړه ځنې اېستلیيو سړی مې حافظې ځنې وتلیتر ابده به مې ستا نامه په خوله ويپه ازل کې مې له خولې ځنې وتلی.
ترجمان ــــــــــ لنډه کيسه: محمدحنيف حيران
دا ځوان هلک مې څو وارې وړاندې هم تر سترګو شوی و، چې د روغتون په سالون کې به ښکته پورته کېدو، زما د کټ تر څنګ په دويم کټ کې د ليبيا مېشتی يو عرب و، ده بېچاره ته له عربي پرته بله ژبه نه وه زده، د ملا عمليات يې کړي و. ځوان چې پېنځه ويشت کلن به و، له همدې عرب او يو ځينو نورو هغو ناروغانو سره ژباړن و، چې د درملنې لپاره به له افغانستان يا له نورو هيوادونو څخه هندوستان ته راغلي و، يو دا هلک نه و، په لسګونو داسې کسان مې وليدل، چې په ه
نوی غزل: محمدحنيف حيران
نن باران و، نن و باد په پېښور کېنن مې ډېر شولې راياد په پېښور کېلا به ښه شي، خو که ورکې دا نارې شيزنده باد او مرده باد په پېښور کېخدايه ته يې کړې د سولې پلازمېنهخدايه ورک کړې نور فساد په پېښور کې( د کابل د غرونو اوښکو وربهيږيآباسين کوي فرياد په پېښور کې)د ډيورنډ پليته کرښه دې شي ورکهپښتانه کړې نور آزاد په پېښور کېيم حيران چې دلته کوم کفار اوسيږي
غزل: محمدحنيف حيران
له لنډيو دېوالونو نه پنا يېته به وايې که له غرونونه پنا يېد نظر له کږلېچونو نه پنا يېپښتنه يې حجابونو نه پنا يېپسرلی دې اننګيو کې موسکی دید خزان له پلوونو نه پنا يېزمونږ تنده مونږه دومره بوتلی نشيته له ډېرو سرابونو نه پناه يېزړه ته راغلې، داسې وګڼه چې راغلېکه له ډېرو وطنونو نه پنا يېبله نشته ده پرده حنيف حيرانهد لاسونو له خطونو نه پن