دا ځلې ماته هم ترې موټي کې خواږه راوړه
ريباره ورشه په څه چل يې ترېنه زړه راوړه

خپل نغري کې مو له خپلې لمن اور اخيستی

سپينې کوترې! په مښوکه کې اوبه راوړه

دښمن يې تېر اېستو په مازې یو قلم غنيمت

سخت مېړنی و، تېره توره پښتانه راوړه

 

زمونږ سترګې انتظار کې درته سپينې شولې

لږ راته تورو بَڼَورو کې رانجه راوړه

 

وشوې مودې چې سپينه ورځ ده رانه شپه کې ورکه

راځه چې وې ګورو، ډيوې دې له کاله راوړه

 

له باران وروسته د بوډۍ په ټال کې وځنګېدم

سپينه سپوږمۍ مې هم په غېږه کې له غره راوړه

 

مور ته مې وويل چې نن درته جوړه راوړمه
ويل يې نه، له ګاونډيانو کره اوړه راوړه

څرنګه به تش لاس له دښمن سره جنګېږې اوس؟

توره دې حيرانه ولې ځانه سره نه راوړه.

 

ډاکټر محمدحنيف حيران، کابل
۴- ۱۱-۹۲ ز