خوږې ! زړه مې بیا په خپل قالب کې تـنګ دی 
خوږې !  کړې یې د تـــورو ستـرګو جنګ دی 
ژوند مې شمعه په خپل ځان بانـــدې را څــاڅي 
خـوږې ! وړې یـــې آزار د کــوم ملـــنــګ دی 
خوږې !  بیا بـــه د خپــل سېــورې لاندې ژاړم 
خـوږې ! بیا دې بــــدل کړي را نه څنـــګ دی 
خوږې ! ټول اوجود مې پاڼه غــوندې رېــږدي 
خوږې ! بیا دې د بنــګــړیــو شور شرنـګ دی 
خوږې ! ګـــوره شاعـــري ده  تــوري ناڅـــي  
خوږې ! خیال مې په یادونوکې ټول رنګ دی 
خوږې ! نور درپــســې څـنګه ځــان تـبا کــړم 
یــو لوړ قــد لکه لـمــر ګلـــی داسې  ړنګ دی 
خوږې ! څه وکــړم د جنګ سـړی که نه شوم 
خوږې ! پاک مې له بلا زړو څـخـه زنګ دی 
اوس دې نه شته په اوربل کې خــوشبویـــاني 
خوږې ! خښ دې چې په خـاوروکې لـونګ دی 
 *********
 کابل  ــــ  شمشاد تلویــزیون   حمل / ۱۳۹۲
 
