ملاقات مو له نږدې کولی نه شو

دومره نه و، خو هغې کولی نه شو


هو منمه چې په زړه کې دې ساتلم
خو اقرار به دې په خولې کولی نه شو

 

ګرانه نه وه چې روحونه مو هم يو وای

خو بس دا چې زمانې کولی نه شو

 

پوهېدمه چې يې لاس کې زمزم کيږي

خو اواز مې پر ادې کولی نه شو

 

اوس يې مه ښيه، يو وخت به دې له غمه

ما زره هم خوب د شپې کولی نه شو

 

ياديدم يې خود، دوه زړونه ورسره وو

په يوازې ځان خو  دې کولی نه شو


ستا په زړه کې اوسېدل که څو اسان و

خو ما ستا بې اجازې کولی نه شو

 

داسې وخت هم و، چې هر څوک به شهيد شو

چا يې مونځ د جنازې کولی نه شو

 

په ډاډه زړه مې مرګ غوره کړو حيرانه
ځکه ژوند مې بې فايدې کولی نه شو.