محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

شــــــــعرونـــــــــــــــــه


درد د مينې مې د زړه لپاره ښه دی: غزل

                  غزل  درد د مينې مې د زړه لپاره ښه دی

15.04.2014 محمدحنيف حيران

نوی غزل دی دا هم

که په ژړا که په خندا و تېر شو ژوندخو دې وليدو،همدا و تېر شو له ډير کلونه انتظاره وروسته سپرلی چې راغی، په هوا و تېر شو مخه د مرګ هيچا هم ونه نیوه هغه غريب او که پاچا و تېر شو   نو تاسې ولې راته حال نه ويلې؟

11.04.2014 محمدحنيف حيران

نوی غزل

  اوس مې په هر يو ارمان بېله هديره جوړه کړه خو هر مزار ته مې په يو نوم کتيبه جوړه کړه   د لمر شغلې يې له وجوده ايلا وختلې غريب مزدور سکڼي ماښام کې ځانته شپه جوړه کړه   ستا پر ښکلا باندې ايمان زما بېځایه

08.04.2014 محمدحنيف حيران

غزل: ډاکټر محمدحنيف حيران

                       غزل څنګه درشمه خپل ځان راباندې بار دی په خپل ځان کې بل انسان راباندې بار دی   زه نو کله وم ژوندی، چې ته موسکی يې ژونده! ستا نو څه احسان راباندې بار دی   عاشقي خو له هوس پرته يو کار دی تر دې هاخوا بل ارمان راباندې بار دی   نو دا زمکه کله دومره وه پراخه؟ چې زه وايم پاس آسمان راباندې بار دی  

08.04.2014 محمدحنيف حيران

دا غزل هم نوی دی

بېګاه دې چا راته بېخي ډېره ستاينه وکړهستا په خاطر ترېنه ما زر واره مننه وکړهد ازادۍ د ورځ په  نوم مو وطن  ونازاووکه وو محکوم خو بيا يې هم مونږه نمانځنه وکړهکنه پيدا يو مونږ د يو او بل تکميل لپاره؟ستا له ځواب سره مې سم بله پوښتنه وکړهزړه راته ويلې چې راځه بس نور يې نه يادووسره سلا شوو، سره ښه کلکه مو ژمنه وکړهد ژوند په نوم دغې دنيا ته يو راغلي واړه

21.02.2014 محمدحنيف حيران

يو نوی غزل

دا ځلې ماته هم ترې موټي کې خواږه راوړه ريباره ورشه په څه چل يې ترېنه زړه راوړه خپل نغري کې مو له خپلې لمن اور اخيستی سپينې کوترې! په مښوکه کې اوبه راوړه دښمن يې تېر اېستو په مازې یو قلم غنيمت

28.01.2014 محمدحنيف حيران

غــزل؛ سـیـد فخـرالدین هاشمي

خوږې ! زړه مې بیا په خپل قالب کې تـنګ دی خوږې ! کړې یې د تـــورو ستـرګو جنګ دی ژوند مې شمعه په خپل ځان بانـــدې را څــاڅي خـوږې ! وړې یـــې آزار د کــوم ملـــنــګ دی خوږې ! بیا بـــه د خپــل سېــورې لاندې ژاړم خـوږې ! بیا دې بــــدل کړي را نه څنـــګ دی خوږې ! ټول اوجود مې پاڼه غــوندې رېــږدي خوږې ! بیا دې د بنــګــړیــو شور شرنـګ دی خوږې ! ګـــوره شاعـــري ده تــوري ناڅـــي

30.12.2013 محمدحنيف حيران

غزل: ملاقات مو له نږدې کولی نشو.

         ملاقات مو له نږدې کولی نه شو دومره نه و، خو هغې کولی نه شو هو منمه چې په زړه کې دې ساتلم خو اقرار به دې په خولې کولی نه

08.12.2013 محمدحنيف حيران

يو نوی غزل

له خپله ځانه مې د تېښتې تجربه ونکړهچرې مې هم له خپل ارمانه سره شپه ونکړهنن دې د سترګو په خمار باندې ونه وژلمتا په لومړي ځل د خپل فن مظاهره ونکړهپه سفر تلم، ځان مې واژه، تاته مې ژوند راوړلوزړه مې غوښتل، مور مې ژړل، پلار اجازه ونکړهستا د ښکلا تعظيم په خپل ځای، خو په دې خوشال يمچې خدای مې نه وې او ما هم درته سجده ونکړهښايي چې نن يې چا سندرې وې وژلي ورتهنن يې ل

11.11.2013 محمدحنيف حيران

نوی غزل: ډاکتر محمدحنيف حيران

هر يو تن يې په ليدلو شکمن ښکاريپه دې ټولو ايينو کې يو تن ښکاريځينې فکر تر عمل وړاندې ثابت شيپه نرۍ جامو کې ننه بدن ښکاريما له مرګه سره خپله جوړه وکړهروح مې بيا ولې وجود کې ډارن ښکاريځينې ځينې عقيدې بغاوتي ويځينو ځينو ته يزدان اهريمن ښکارينه پوهيږو،اقتدا چا پسې وکړو؟اې ولسه! کوم رهبر درته ژمن ښکاري؟چې خپل زړه يې لا پخپل واک کې ساتلیدا سړی ر

13.09.2013 محمدحنيف حيران

نوی غزل: ډاکتر محمدحنيف حيران

  ژوند مو مازې په بانه باندې ولاړ دی مرګ تيار ګوته ماشه باندې ولاړ دی   په شبنم او په خوشبو کې ګلاب غرق دی خپل فطرت ته تماشه باندې ولاړ دی   دې سړي ته بايد خپل ظلم ورياد کړو

10.04.2013 محمدحنيف حيران

بهر لاره نشته/ حنيف حيران

د حادثاتو له توپانه بهر لاره نشتهزمکه شوه تنګه له دنيا نه بهر لاره نشته ستا له راتلو وروسته مې ټولې هغه وتړلې زما له زړه نه اوس جانانه، بهر لاره نشته تا د خپل ذات په پوښ کې خپله ځان بندي ساتلو څنګه راوزې ترې انسانه، بهر لاره نشته زه دې ګټم، خو زه پخپله هم بندي يم ګلې د رواجونو له زندانه ، بهر لاره نشته د وحشتونو دا نړۍ به مې پخوا پرېښې وه خو لامکان ته له مکانه بهر لاره نشته

04.04.2013 محمدحنيف حيران

غزل: ډاکتر محمدحنيف حيران

نور شوم ستړی په ولاړې، په باران کنن مې ډېرې اوښکې لاړې په باران کې په طبيعت به مو احسان د نزاکت  وي ځه چې ورکړو سره غاړې په باران کې   د لېمو بام مې له نمه واړه کېناست ته چې کومه شېبه لاړې په باران کې   ماخو ته له خدايه وغوښتې جانانه ته به څه له خدايه غواړې په باران کې   بيا دې څوک په زړه راووريد حېرانه وايه بيا چا پسې ژاړې په باران کې. محمدحنيف حيران

04.04.2013 محمدحنيف حيران

ځان ته راشي، که بهر ته سړی لاړ شي/ نوی غزل حيران

شرافت اوس د بې وسه خلکو کار دیاوس نو  خير ته که شر ته سړی لاړشيښايي هغه به هم ولړي په وينوکه د ژوند لپاره  لمر ته سړی لاړ شينو د چا خلاف جهاد ورته پکار دیکه په دې وخت کې سنګر ته سړی لاړ شي؟هر وګړی، هر منظر يې نا اشنا شواوس نو څنګه پېښور ته سړی لاړ شيپه خپل زړه دې اړولي دي حيرانهيوه ورځ چرته چکر ته سړی لاړ شي.محمدحنيف حیران، کابل

03.10.2012 محمدحنيف حيران

نوی غزل: حيران

چې دې  مړ نشم له غمه پکار نه دهستا له سترګو نوره تمه پکار نه دهراځئ! تېر مونځونه بيا له سره وکړودې فاسق پسې خو جمعه پکار نه دهدا ګلان راڅخه وينې د زړه غواړيښيرازي يې له شبنمه پکار نه دهولې مړ نشي سړی په دلداری کېزندګي دومره بې غمه پکار نه دهد ښکلا تعظيم دې هر چا لره بويهخو سجده درته صنمه پکار نه دهلويه خدايه! عمر خير دی  که مې کم وي

25.08.2012 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

نن مې خپل زړه له سينې ځنې وتلیشين توتي دی له پنجرې ځنې وتلیشوخ نظر دې له چتې ځنی وتلیلکه غشی له ليندې ځنې وتلیلېونۍ! د نورو سترګې ولې وخورېخپل نظر خو دې ولقې ځنې وتلیخواږه شات يې اننګيو کې راټول ديد ګلونو له شيرې ځنې وتلیيو سړي يم له خپل زړه ځنې اېستلیيو سړی مې حافظې ځنې وتلیتر ابده به مې ستا نامه په خوله ويپه ازل کې مې له خولې ځنې وتلی.

25.06.2012 محمدحنيف حيران

نوی غزل: محمدحنيف حيران

نن باران و، نن و باد په پېښور کېنن مې ډېر شولې راياد په پېښور کېلا به ښه شي، خو که ورکې دا نارې شيزنده باد او مرده باد په پېښور کېخدايه ته يې کړې د سولې پلازمېنهخدايه ورک کړې نور فساد په پېښور کې( د کابل د غرونو اوښکو وربهيږيآباسين کوي فرياد په پېښور کې)د ډيورنډ پليته کرښه دې شي ورکهپښتانه کړې نور آزاد په پېښور کېيم حيران چې دلته کوم کفار اوسيږي

13.02.2012 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

له لنډيو دېوالونو نه پنا يېته به وايې که له غرونونه پنا يېد نظر له کږلېچونو نه پنا يېپښتنه يې حجابونو نه پنا يېپسرلی دې اننګيو کې موسکی دید خزان له پلوونو نه پنا يېزمونږ  تنده مونږه دومره بوتلی نشيته له ډېرو سرابونو نه پناه يېزړه ته راغلې، داسې وګڼه چې راغلېکه له ډېرو وطنونو نه پنا يېبله نشته ده پرده حنيف حيرانهد لاسونو له خطونو نه پن

13.02.2012 محمدحنيف حيران

نوی غزل: محمدحنيف حيران

په شعار او په خبرو باندې نه شېجنګ د تورو تش په زغرو باندې نه شيانقلاب له جمعيته پيدا کيږيهغه څه دي چې ملګرو باندې نه شي؟ياره ستا مينه په څه باندې کړم ماتهپه نباتو او شکرو باندې نه شيدوطن ساتل د سر په بدل بويهدا په سرو، سپينو، ګوهرو باندې نه شياوس مې ستا په يادکې اوښکې قيمتي دياوس مې مينه مرغلرو باندې نه شيځئ چې خپله مټې پورته کړو يارانوپه

11.01.2012 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

ښايي دا چې  دې پيالې په واک کې نه ديساقي پام، زمونږ هم خولې په واک کې نه ديد نظر د ګستاخۍ ګناه مې معاف کهنن مې خپلې ارادې په واک کې نه دي(( د وړو خدايانو غم بايد چې وکړوڅو مولوی خدای ته سجدې په واک کې نه دي))هم د تېرو زمانو يو پوره وړيهم مو خپلې زمانې په واک کې نه ديکه زما زړګی له واکه دی وتلیستا هم سترګې پښتنې په واک کې نه ديکه مو ورور پرې

08.01.2012 محمدحنيف حيران

نوی غزل: محمدحنيف حيران

خوله دې راکړله په تا باندې څه وشول؟ته خو وشرمېدې، ماباندې څه وشول؟ولې خاندي، په دنيا باندې څه وشول؟خوله مې واخېسته رضاباندې څه وشول؟غنمرنګه! ملامت راباندې نه يېد آدم (ع) يوه خطا باندې څه وشول؟اوس دې سوړ اسوېلی نه راوړي جانانهنه پوهېږم، په هوا باندې څه وشول؟ته يې پوی کړې، خدايه ته خو لوی پاچا يېچې زمونږه په پاچا باندې څه وشول؟له سلګيو نه دې ځار ش

08.01.2012 محمدحنيف حيران

نوي کال ته: محمدحنيف حيران

راځئ چې نوی کال په نوي عزمپه داسې شان ونمانځولکه کليزه د نيازبين بچوکيلکه يادونه د جانان ونمانځوراځئ چې سږ کال يوه لوبه وکړوهر يوسړی خپله سينه څيرې کړولکه د کاڼو لکه موم زړونه راوباسو ترېپه يو هدف په يوه نوم زړونه راوباسو ترېبيا يې اوبو ته د احساس واچووهر يوسړی يې په لوی لاس واچووپه پاکه مينه په اخلاص واچوواورته طاغوت اور ته خناس واچووزړه ته يې کرکه او وسواس واچو

04.01.2012 محمدحنيف حيران

نوی غزل: محمدحنيف حيران

له تصوير څخه دې روح ولې په شا شوجوړې دا هم په کابل کې ناست پاچا شودې وطن کې ډير له بدې ورځې واييښه ده خدايه چې دا لمر خو لږ پنا شويو سړی  و  تمام عمر  ژړيدلیچې د دار په تخته وخوت په خندا شوله خپل پلاره يې د مينې تمه  نه وهيو ماشوم د مور له غېږې نه جدا شود غماز جوړه تنکي زامن يې مړه کړلبې منته، بې رېباره  راپخلا شوسرمايه

04.01.2012 محمدحنيف حيران

نوی غزل: حيران

هيروم دې خو په زړه کې راپه ياد شېګنهګار نشم، مانځه کې راپه ياد شېکه مې هر څو يې له زړه ځنې ايستلېنوم دې بيا راشي په خوله کې راپه ياد شېهېرولو ته دې کوم ځای سړی لاړ شيزه پوهېږم لابه غره کې راپه ياد شېد همزولو له اتڼه ځنې ووځمد همزولو په واده کې راپه ياد شېوايم ده به هم يو څوک وي ياده کړېاوس د هر سړي کاته کې راپه ياد شېلکه لمر په راختلو کې دې ګورم

03.01.2012 محمدحنيف حيران

غزل: عزيز احمد عزيز

درته اشنا ګړۍ ګړۍ چې ګورمسترګې دې څه لکه نړۍ چې ګورمخپله کوچۍ مې شي تر سترګو سترګوله شال دې جار دې شمه شړۍ چې ګورممنی راځي درخو واده به دې کړيشولې  کري دا سږ جړۍ چې ګورممونږ به دا ژوند مرګ ته په لاس ورکويد شپو او ورځو دالړۍچې ګورمزه به مين ليونی  څنګه هير کړمزه چې ځنځير ګورم کړۍ چې ګورمله شپانه ورکه ورۍ لېوه خوړلېدلته دا وينې دا وړۍ چې ګورمدا لېونی ښه ي

02.01.2012 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more