له تصوير څخه دې روح ولې په شا شو
جوړې دا هم په کابل کې ناست پاچا شو

دې وطن کې ډير له بدې ورځې وايي
ښه ده خدايه چې دا لمر خو لږ پنا شو

يو سړی  و  تمام عمر  ژړيدلی
چې د دار په تخته وخوت په خندا شو

له خپل پلاره يې د مينې تمه  نه وه
يو ماشوم د مور له غېږې نه جدا شو

د غماز جوړه تنکي زامن يې مړه کړل
بې منته، بې رېباره  راپخلا شو

سرمايه د زندګۍ بويه حيرانه
هغه يار چې دې  په سخته کې اشنا شو.

۴ جنوري ۲۰۱۲ م
محمدحنيف حيران،