راځئ چې نوی کال په نوي عزم
په داسې شان ونمانځو
لکه کليزه د نيازبين بچوکي
لکه يادونه د جانان ونمانځو
راځئ چې سږ کال يوه لوبه وکړو
هر يوسړی خپله سينه څيرې کړو
لکه د کاڼو لکه موم زړونه راوباسو ترې
په يو هدف په يوه نوم زړونه راوباسو ترې
بيا يې اوبو ته د احساس واچوو
هر يوسړی يې په لوی لاس واچوو
په پاکه مينه په اخلاص واچوو
اورته طاغوت اور ته خناس واچوو
زړه ته يې کرکه او وسواس واچوو
راځئ چې پاکې ترې کينې ومينځو
ترې هوسونه او جګړې ومېنځو
بېرته يې کيږدو په سينو خپلو کې
ګلونه وټومبو شملو خپلو کې
راځئ چې سږکال باندې نوم کېږدو
نوم پرې د مينې دماشوم کېږدو
د مينې کال باندې يې ونوموو
لکه معصوم بچی يې ونازوو
راځئ چې خلکو ته ثبوت وښايو
 چې مونږه هم په مينه ژوند کوی شو
چې مونږه هم په انسانيت مين يو
په محبت مين يو، په محبت مين يو.

کابل دهمزنګ.    س۲ جنوري ۲۰۱۲