خوله دې راکړله په تا باندې څه وشول؟
ته خو وشرمېدې، ماباندې څه وشول؟
ولې خاندي، په دنيا باندې څه وشول؟
خوله مې واخېسته رضاباندې څه وشول؟
غنمرنګه! ملامت راباندې نه يې
د آدم (ع) يوه خطا باندې څه وشول؟
اوس دې سوړ اسوېلی نه راوړي جانانه
نه پوهېږم، په هوا باندې څه وشول؟
ته يې پوی کړې، خدايه ته خو لوی پاچا يې
چې زمونږه په پاچا باندې څه وشول؟
له سلګيو نه دې ځار شمه رېباره
څه درپېښ دي، په اشنا باندې څه وشول؟
اوس دې ولې زړه کې نه ساتي حيرانه
د ملګرو ملګرتيا باندې څه وشول؟
کابل،افغانستان
۸ جنوري ۲۰۱۲م کال
04.01.2012
- محمدحنيف حيران
راځئ چې نوی کال په نوي عزمپه داسې شان ونمانځولکه کليزه د نيازبين بچوکيلکه يادونه د جانان ونمانځوراځئ چې سږ کال يوه لوبه وکړوهر يوسړی خپله سينه څيرې کړولکه د کاڼو لکه موم زړونه راوباسو ترېپه يو هدف په يوه نوم زړونه راوباسو ترېبيا يې اوبو ته د احساس واچووهر يوسړی يې په لوی لاس واچووپه پاکه مينه په اخلاص واچوواورته طاغوت اور ته خناس واچووزړه ته يې کرکه او وسواس واچو...
08.01.2012
- محمدحنيف حيران
ښايي دا چې دې پيالې په واک کې نه ديساقي پام، زمونږ هم خولې په واک کې نه ديد نظر د ګستاخۍ ګناه مې معاف کهنن مې خپلې ارادې په واک کې نه دي(( د وړو خدايانو غم بايد چې وکړوڅو مولوی خدای ته سجدې په واک کې نه دي))هم د تېرو زمانو يو پوره وړيهم مو خپلې زمانې په واک کې نه ديکه زما زړګی له واکه دی وتلیستا هم سترګې پښتنې په واک کې نه ديکه مو ورور پرې...