ښايي دا چې دې پيالې په واک کې نه دي
ساقي پام، زمونږ هم خولې په واک کې نه دي
د نظر د ګستاخۍ ګناه مې معاف که
نن مې خپلې ارادې په واک کې نه دي
(( د وړو خدايانو غم بايد چې وکړو
څو مولوی خدای ته سجدې په واک کې نه دي))
هم د تېرو زمانو يو پوره وړي
هم مو خپلې زمانې په واک کې نه دي
که زما زړګی له واکه دی وتلی
ستا هم سترګې پښتنې په واک کې نه دي
که مو ورور پرې وژنو ډېرې پيدا کيږي
خو دښمن ته مو وسلې په واک کې نه دي
په وصيت د مړو هر څه شي حيرانه
د ژونديو کتيبې په واک کې نه د ي
محمدحنيف حيران، کابل
۷ جنوري ۲۰۱۲ م
08.01.2012
- محمدحنيف حيران
خوله دې راکړله په تا باندې څه وشول؟ته خو وشرمېدې، ماباندې څه وشول؟ولې خاندي، په دنيا باندې څه وشول؟خوله مې واخېسته رضاباندې څه وشول؟غنمرنګه! ملامت راباندې نه يېد آدم (ع) يوه خطا باندې څه وشول؟اوس دې سوړ اسوېلی نه راوړي جانانهنه پوهېږم، په هوا باندې څه وشول؟ته يې پوی کړې، خدايه ته خو لوی پاچا يېچې زمونږه په پاچا باندې څه وشول؟له سلګيو نه دې ځار ش...
11.01.2012
- محمدحنيف حيران
په شعار او په خبرو باندې نه شېجنګ د تورو تش په زغرو باندې نه شيانقلاب له جمعيته پيدا کيږيهغه څه دي چې ملګرو باندې نه شي؟ياره ستا مينه په څه باندې کړم ماتهپه نباتو او شکرو باندې نه شيدوطن ساتل د سر په بدل بويهدا په سرو، سپينو، ګوهرو باندې نه شياوس مې ستا په يادکې اوښکې قيمتي دياوس مې مينه مرغلرو باندې نه شيځئ چې خپله مټې پورته کړو يارانوپه...