مقالې
رسانه های غرب صلیبی از یک یخن، دو کله بیرون می کشند
رسانه های غرب صلیبی از یک یخن، دو کله بیرون می کشند عبدالخالق صارم ............................................................... در روز 25 میزان 1405ش، و در جریان تظاهراتی که توسط 800 هزار نفر از محصلین، فعالان جنبش جلیقهزردها و فعالان محیط زیست که همه شهروند فرانسه و تربیت یافتگان مکاتب و پوهنتون های فرانسه بودند، بخاطر افزایش هزینههای زندگی، راه انداخته شد، تظاهرات کنندگان، فروشگاه ها و اموال ملکی را غارت کردند و موتر ها و ساختمان ها و فروشگاه ها را به آتش کشیدند و حتی ش
کلتوري رغونه او پرمختیا
کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده هم نه ده، بلکه د وخت، تجربو، علمي پرمختګونو او ټولنیزو اړتیاوو له مخې بدلون مومي. یوه ټولنه هغه مهال له سالم پرمختګ سره مل کلتوري بدلون تجربه کولای شي ، چې د خپل تاریخ، دیني او ملي ارزښتونو درناوی وکړي، خو ورسره ورسره ځنې ناوړه دودونه هم په انتقادي نظر وارزوي او د هغو کړنو د اصلاح جرئت ولري چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو پر وړاندې خنډ ګرځي. د کلتوري رغونې موخه د دیني، مذه
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان پنځلسمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): د نفوذ ساحې او نړیوال سرحدونه: د برتانوي استعمار په لاس د لوی افغانستان د ختیځو ولایتونو لکه پېښور او د هغه اړونده سیمو د نفوذ په بېلا بېلو ساحو ویشل چې د دې لړۍ په لومړۍ برخه کې نسبتآ په تفصیل بیان شوي، دلته یې په لنډ ډول بیا رااخلو: ۱ــ NWFP Settled Districts (د صوبه سرحد ایالت)، پېښور، کوهاټ، بنو، دیره اسماعیل خان او هزاره. ۲ ــ Tribal Agencies (FATA قبایلي سیمې)، باجوړ، مومند، خیبر، کرم
سیستم څه ته وایي؟
سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې، اقتصاد او سیاست یوه مهمه اصطلاح ده. موږ په ورځني ژوند کې له بېلابېلو سیستمونو سره مخ کېږو، خو ښایي تل دې ته پام ونه کړو چې سیستم څه شی دی، له کومو برخو جوړ دی او څنګه فعالیت کوي. په ساده ژبه، سیستم د څو عناصرو، برخو یا ادارو هغه منظمه ټولګه ده چې له یو بل سره اړیکې لري او د یوه ګډ فعالیت، اړتیا یا موخې د ترسره کولو لپاره په ګډه کار کوي. د سیستم برخې یوازې جلا جلا موجودات نه دي، بلکې د هغوی ترمنځ اړیکې، د فعالیت څرنګوالی او د هرې برخې
ادبي هڅو ته دې وده ورکړل شي
د یوې ټولنې د فکري روښانتیا، معنوي ودې او پرمختګ لپاره ادبي هڅې او فرهنګي فعالیتونه ځانګړی ارزښت لري. په دې وروستیو کلونو کې د هېواد ادبي هڅو او فرهنګي خوځښتونو ته د پاملرنې کچه لوړه شوې ده. د ادب خاوندان تل هڅه کوي، چې د خپلو ادبي هڅو په دوام سره د ټولنې د فکري روښانتیا او پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د ادبي لاسته راوړنو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. ادبي خوځښتونه یوازې په لیکنو او لوستنو پورې محدود نه دي؛ بلکې خلکو ته د رسنیو له لارې د کره معلوماتو رسول، د شعري او نثري غونډو جوړ
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان څوارلسمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): د ډیورنډ کرښه: د امیر شیرعلي خان په کور دننه د اصلاحاتو او بدلونونو تر څنګ، د افغانستان خپلواک بهرني سیاست د انګریزانو نه خوښېده او د هغه لس کلنه واکمني یې ورته د رنګارنګ شخړو په رامنځته کېدو کې تېره کړه، چې بلاخره په ۱۸۷۹ کال مزار کې وفات شو. د امیرشیرعلي خان وروسته د بېواکه افغانستان لپاره چې واک ترې انګریزانو تروړلی وو، په روحي ناروغ یعقوب خان یې سیاسي پانګونه وکړه چې په پای کې دا پانګونه د کیو
د ګوړې اچار او د زقوم حلوا
د ګوړې اچار او د زقوم حلوا ولي الله ملکزی په یوې ټوپکمارې او جنګېړکې ټولنې کې چې خلک یې نږدې نیمه پېړۍ له اکسیجن سره د باروتو ساه اخلي او مذهبي روایتونه او د ژېړو کتابونو حاشیې ورته دین ښکاري، بیا نو هېڅ عجیبه نه ده چې د ګوړې له اچارو خوند واخلي او د زقوم د حلوا ستاینه وکړي. په سیاست کې دا ترکیب لا هم عجیبه بڼه خپلوي؛ سیاستوال د ګوړې اچار داسې تیاروي ترڅو ولس یې د پرمختګ، مدني حقوقو او ډیموکراسۍ په نوم وخوري، ولی پایله یې زیاتره پیکه او خوسا وي. خو دین، د دې کیسې تر ټولو نازک
د واکمنې ډلې بدلېدل د ستونزې حل نه دی
د افغانستان د سیاسي بحران، حکومتولۍ او بنسټیزو اصلاحاتو تحلیلي ارزونه افغانستان د څو لسیزو جګړو، سیاسي بېثباتۍ، د رژیمونو د پرلهپسې بدلونونو او د دولتي بنسټونو د کمزورتیا له امله له ژورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی. د دې وضعیت د تحلیل پر مهال یوه اساسي تېروتنه دا ده چې د واکمنې ډلې بدلېدل د ستونزو د حل او د ټولنې د بنسټیز بدلون معادل وګڼل شي. په حقیقت کې، د واک انتقال او د نظام اصلاح دوه جلا، خو له یو بل سره تړلي مفاهیم دي. واک ښايي له یوې ډلې څخه بلې ډلې ته ولېږدول ش
افغان وطن او انګریزان دیارلسمه برخه:
افغان وطن او انګریزان دیارلسمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): د ګندومګ تفاهم لیک: د ۱۸۷۹ کال د فبروري په ۲۱ مه امیرشیرعلي خان په مزار کې وفات شو. که څه هم برتانوي هند د امیر شیرعلي خان د کورنۍ د واک د وراثت مخالفه وه او په دې ټکي ترینه امیر شیرعلي خان ناراضه وو، خو د ۱۸۷۹ کال په فبروري کې د امیر شیرعلي خان له وفات وروسته یې د یعقوب خان واکمني په بېړه ومنله. برتانوي هند د امیر شیرعلي خان برعکس، داسې یو افغان واکمن ته اړتیا لرله چې ورسره ژر تفاهم لیک، لاسلیک ک
د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه د طالبنو ویره!
سید عبید الله نادر ۱۵ د اکتوبر ۲۰۲۲ کال د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه د طالبانو ویره! داسي خو هم نه شي کیدای ، چې په یوه نظام کې دي ګوندی هیڅ نیوکي نه وي ،یا انتقادونه نه وي ،د بیان آزادی نه وي ،د اصلاح د راوستو له پاره ښه لاره د نیوکو په ځان قبلول دي،او د بیان آزادی لوی او مهم شرط دی ، که په یو دولت کې چارواکي په خپل سر روان وي ،او هلته د بیان آزادی یا نیوکي د هغو په خلاف نه وي ،آیا چې دا چارواکي به څوک د خپلو ناروا کړنو او سیاست کې ، خپلو غلطیو ته متوجه کړي ،یو حکومت
شعرونه
شکوه
چې زما تاسره جنګ شي ټول نړۍ راته بد رنګ شي ته په سترګو ناز نخری کړی چې د ليچو بنګړو شړنګ شي چې ته زلفې تار په تار کړی د رباب تارونو ترنګ شي بيا ساقي لاس کې جامونه په مئينو شونډو رنګ شي ژوند هغه دی حسن زيه! چې سحر د يار ترڅنګ شي
ویده ګوجره
پاڅېږه له خوبه پنجابستان په تاوار کوی دکڼړ او نورستان شنوځنګلو کې بمباردمان کوی شپه او ورځ ستا ګونګ حالت ته ګواښ کوی په ګرم سیر او پکتیکا د ویر ها ها کوی ستا حاکمیت او دخاورې تمامیت باندې ګذار کوی ته څه ډول ګوجر یې چې امنیت دې ناحصار کوی ملی احساس دې ورک ډیر شرمنده اظهار کوی خوب درباندې غالب شوی مسئولیت دې بی اعتناء کوی په درنښت
ټګی او ریاء
تا دکوم پنجابی دبمبارۍ ظلم غندلی چې بیا ګپ دامنیت لګوی پټ وفنا تا چاته سیاست دفش شو او ګم شو ویلی دی راشه پرېږده دا ناحله معماء! اور لړونې غوندې تک تور لکه سکور یې امید مه لره له ولږی تګی ولس دزرغونتیاء ښه او بد حق او ناحق چې معلو م نشی توره شپه ده توره تیارې ته مه وایه سبا چې څادر او رنګه ګیرې ته دې ګورم دانسان په نوم یادیږې خو یې توره بلاء شیرین او تریخ دې هیڅ نه معلومیږی! عقل څه دی منطق څه دی او حکمت څه ؟ دادنیادې ګډه وډ کړې په ریاء او تماشاء
څېرلی ګرېوان
څېرلی ګرېوان دا چې ښکته پورته ګرځي توپان هسې خپله خلکو دی راوستی پر ځان هسې خپل بارونه چې د نورو پر اوږو ږدي ناخبره دي له ځان او جهان هسې خپل بنیاد ته چې په لاس بمونه کېږدي په کوم قوم کې چا لېدلی نادان هسې؟ د خپل ذهني په زندان کې چې محبوس وي نشته هیڅ زندان کې بل بندېوان هسې د ملا په واکمنۍ کې چې څوک ژوند کړي په ځنګل کې دی ژوندون د حیوان هسې خلک خپله د شیطان رول کې لوبېږي چا لېدلی چې شیطان دی، شیطان هسې افسانې دي د اسمان په باب کې ډېرې څو
ښوونکی
دا ښوونکی دا ښوونکی دا د علم لارښوونکی د تيارو رڼا کوونکې دا د جهل ورکوونکی دا ښوونکی دا ښوونکی دا د پوهي خپرونکی د کتاب قلم ساتونکی د تختی د سر ليکونکی دا شاباس شاباس ويونکی دا د ټول ټولګي پالوونکی دا ښوونکی دا ښوونکی دا د ميني دا ښودونکی د ځوانانو هڅوونکی د ذهنونو ويښوونکی د فکرونو لوړونکی د نسلونو دا روزونکی دا ښوونکی دا ښوونکی د ملت دا جوړونکی دا د ژوند آراموونکی د امیدو زيږونکی د نړې ب
غزل
زه يم دلته زما ورور وهغې خواته يوکوردلته اوبل کور وهغې خواته کمزوري مې کمزوري مه ګڼه دلته دی په اصل کې زما زور وهغې خواته وي به څومره سره تږي وديدن ته بچی دلته دی اومور وهغې خواته باچاخانه ولي باغ ته دې سلام کړم ليکن ستاخونودی ګور وهغې خواته يوسړی په ډير تشويش کې ده لويدلی ده يې باندې پرچا پور وهغې خواته عمري دازادۍ پرنيلي خوند به کله ووينمه سپور وهغې خواته
امن نشته
د سرو زور ديار کې امن نشته د ګلونو په ګلزار کې امن نشته وطنونه په جنګونو کې ورانيږي د باروتو په غبار کې امن نشته د بلبلو په نغمو کې ژړا اورم د ربابو په تارو کې امن نشته که هزار ځلي ګفتار د امن وکړې کاڼي بوټي د اقرار کړي امن نشته تجلا د خپل مال و دارایي کړې د مظلومو په آزار کې امن نشته سلسله د آفتو کې به را ګير شي د ظالم په اقتدار کې امن نشته په صحيح لاره روان شه حسن زيه د کږو لارو په تلو کې امن نشته
د زړه درد
د سبا اميد لپاره تاوانونه په ځان واړوم زيار زحمت وباسم څه پورونه په ځان واړوم هر طرف ته ګورم رقيبان مې سر سودا کړي سخته مجبوري ده، بل اورونه په ځان واړوم ژبه مې سوزيږي په خوله اخ ويستلې نشم پټ رازونه ساتم،پيغورونه په ځان واړوم پريږده چې مې بد ګنې،دنيا خلک په بده ښه کالي په تن،ښه عطرونه په ځان واړوم ستا په يو مسکا، بد نام زه حسن زی شومه لاړ شم ميکدی ته،ډک جامونه په ځان واړوم
شعر
تازه شعر تنهايي راسره خاندي اوبيخي راسره خاندي ديوالونه راته ګوري شپه او ورځ زماپر لوري راته غوږ وي ديوالونه ددوي هم شته دي غوږونه تنهايي زماملګری اوبيخي زماملګری په ماوايي کتابونه هم خواږه خواږه شعرونه مهربانه تنهايي ده هره برخه کې سخي ده پرتندي راکړي موچکه راته ووهی چکچکه اوس دشپې يوه بجه ده تنهايي راسره مله ده راته وايي ځه ويده سه زماپه غېږه کې دمه سه ځنګوم دې ځنګوم دې ښکلوم
پولیو
پوليو پولــيو ســـخـــــته ناروغي ده ــــــــــــــــــــــــــــــ داهــــــم حـــاده هـــم ســاري ده چــې لامـل يې يو ويروس دى ــــــــــــــــــــــــ تـبــــا كـــــړي يــې نفــــــــــوس دى عصـب نسج باندي حمله كړي ــــــــــ هلــــــته جـــوړه معـــامـله كړي چــې پـه پـايلــــه كې مــاشــــــوم ـــــــــــــــــــــ شـي په فلـج باندي مـحـــكوم خــپريدل يې ډېـر هــوســـــــاده ــــــــــــــــــ رنـګ پــه دې وېروس فضاده مــــدفـوعـــاتــو د انســـــان كـې ــــــــ