د ژنیو تړون وروسته د پېښو شالید ته کتنه
یادوونه:
د ژنیو تړون په اړه په تېره بیا د افغان نوي پښت د معلوماتو لپاره په رسنیو کې زیات مطالب نه دي خپاره شوي. ومې غوښتل په دې اړه لاندې لنډه لیکنه چې د خپلو معلوماتو او د انټر نیټ له زیرمو په استفادې تهیه شوې، وړاندې کړم:
د ۱۹۸۸ م کال د اپریل په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژنیو تړون (Geneva Accords ) د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د متحده ایالاتو په تضمین لاسلیک شو.
په دې تړون کې لاندې څلور اساسي اسناد شامل ول:
لومړی ــ د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې تړون
ــ افغانستان او پاکستان منلې چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
ــ دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چې له خپلو خاورو به د نورو په ضد د فعالیتونو ملاتړ نه کوي.
دوهم ــ د افغان کډوالو د راستنولو موافقه
ــ پاکستان باید افغان کډوالو ته د خوښې مطابق د راستنېدلو اسانتیاوې برابرې کړي.
ــ د راستنولو بهیر باید داوطلبانه وي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) به یې څارنه کوي.
دریم ــ د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو مهال ویش
ــ شوروي اتحاد موافقه وکړه چې خپل ټول پوځونه به د ۹ میاشتو په موده کې له افغانستانه وباسي.
ــ د وتلو موده د ۱۹۸۸ د می له میاشتې پیل شوه او د ۱۹۸۹ د فبرورۍ تر ۱۵ پورې بشپړه شوه.
څلورم ــ د ضمانت کوونکو هېوادونو (US & USSR) موافقه لیک
ــ شوروي اتحاد او متحده ایالاتو دا اسناد تضمین کړل.
ــ دواړو هېوادونو ژمنه وکړه چې د تړون د پلي کېدو لپاره به همکاري کوي.
له ژنیو تړون څخه د سرغړونې ډولونه:
۱ ــ د پاکستان لخوا د مجاهدینو د ملاتړ دوام
ــ که څه هم پاکستان منلې وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، خو د تړون تر لاسلیک وروسته یې د افغان مجاهدینو ملاتړ ته دوام ورکړ. وسلې، روزنه او پناه یې ورکوله.
ــ دا د لاسوهنې ښکاره بڼه وه، او د ژنیو تړون سرغړونه ګڼل کېږي.
ــ په افغانستان کې د پاکستان د پوځ مستقیمه مداخله ( چې د جلال اباد جنګ يې یوه څرګنده بېلګه وه)
ــ د افغان کډوالو پر راګرځېدو بندیزونه
ــ د پاکستان لخوا د افغان دولت پر ضد پروپیګنډه او سیاسي فعالیتونه
تړون یوه قانوني چوکاټ دی چې د شوروي ځواکونو د وتلو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاستونو ترتیب او یو نړیوال ضمانت یې وړاندې کړ چې د تړون د تطبیق لپاره بودیجه او څارنه هم پکې شامله ده.
تر لاسلیک وروسته، د پاکستان لخوا د افغانستان په چارو کې پراخه لاسوهنې دوام وموند او له مجاهدینو هر اړخیزملاتړ وشو چې(UNGOMAP) یې راپورونه ثبت کړي.
ولې پاکستان خپلې ژمنې پلې نه کړې؟
۱ ــ ستراتېژیک محاسبات او د پاکستان د (سترتېژیک عمق) تګلار:
ــ پاکستان په افغانستان کې د افغان حکومت مشروعیت نه مانه ( په داسې حال کې چې د دې حکومت سره يې د ژنیو تړون لاسلیک کړی وو)
ــ د ISI لخوا د مجاهدینو ملاتړ (په ځانګړې توګه ګلبدین حکمتیار، برهان لدین رباني، احمدشا مسعود، سیاف او نور) د پاکستان د ستراتیژۍ برخه وه.
پاکستان غوښتل چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، د پاکستان ملاتړی اسلامي حکومت په کابل کې واک ته ورسوي.
۲ ــ .د امریکا همکاري او سړه جګړه:
ــ امریکا هم د مجاهدینو پراخ او هر اړخیزملاتړ کوه، نو پاکستان ځان یوازې نه احساساوه.
د CIA او ISI لخواد "Operation Cyclone" له لارې وسلې، روزنه او مالي مرسته روانه وه.
۳ ـ د تړون یوه اساسي نیمګړتیا – مجاهدین د تړون برخه نه ول:
ــ مجاهدین د ژنیو تړون امضاکوونکي نه ول، ځکه یې پاکستان خپل ملاتړ موجه ګاڼه.
ــ پاکستان ویل چې دوی یوازې کډوالو ته پناه ورکړې او دا خلک خپلواک ځواکونه دي.
۴ ــ افغانستان دننه ناامني او کورنۍ جګړه:
ــ د ډاکټرنجیب الله حکومت سره داخلي مخالفتونه( چې دې کې هم د لوېدیځ او پاکستان تحریکات شامل ول)، قومي مخالفتونه او د شوروي اتحاد له ملاتړه وروسته یوازیتوب؛ پاکستان ته دا امکان تر لاسه کړ چې له پخوا زیات د « وسلوال اپوزیسیون» ملاتړ وکړي.
په (۱۹۸۸ ــ ۱۹۸۹ ) کلونو کې د ملګرو ملتونو UNGOMAP راپورونه ښۍ چې د افغانستان پرلپسې شکایتونه يې ثبت کړي وو چې پاکستان له تړونه سرغړونه کوي.
د UN Good Offices Mission د پاکستان لخوا د تړون له اصولو سرغړونې تایید کړې، خو د امریکا سیاسي فشار او ملاتړ د غندنې کچه محدوده وساتله.
امریکا د ژنیو تړون د تضمین کوونکي هېواد په توګه، ځکه د تړون د سرغړونې پر مهال د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړ چې:
۱ــ د سړې جګړې ستراتیژیک اهداف (Cold War Priorities):
ــ د تړون په وخت ( ۱۹۸۸) کې، امریکا لا هم د شوروي اتحاد د «شکست» په هڅه کې وه.
ــ د افغان حکومت سقوط د امریکا مهم هدف وو.
ــ امریکا باور درلود چې مجاهدین به یو اسلامي، خو شوروي ضد حکومت جوړ کړي، نو د پاکستان له لارې یې د هغوی ملاتړ دوامداره وساته.
۲ ــ د توپان عملیات «Operation Cyclone»:
دا هغه تر ټولو اوږده او د CIA پټه پروژه وه چې په (۱۹۷۹ ــ ۱۹۸۹) کلونو کې امریکا د پاکستان له لارې افغان مجاهدینو ته وسلې، روزنه، پیسې او استخباراتي ملاتړ برابر کړ.
په داسې شرایطو کې، که امریکا د پاکستان له ملاتړه لاس اخیستی وای، نو د مجاهدینو د ځواک د له منځه تللو او د افغان حکومت پایښت ته زمینه برابرېدله.
۳ ــ د ژنیو تړون سیاسي جوړښت نیمګړی وو:
ــ مجاهدین د تړون امضاکوونکي نه وو.
ــ امریکا د دې خلا له امله، پاکستان ته دا لاره پرانیستې پرېښوده چې ووايي« موږ له مجاهدینو سره بشري او غیر دولتي مرسته کوو، نه د افغان حکومت پر ضد یرغل»
ــ دا د امریکا او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ یوه «خلاقه او ابتکاري توجیه» وه.
۴ ــ د پاکستان حیثیت د «غټ متحد» په توګه:
ــ پاکستان په هغه وخت کې د امریکا کلیدي متحد وو.(لکه اوس چې هم متحد دی)
ــ د شوروي اتحاد سره د سرحد لرلو او د چین، خلیجي هېوادونو او سعودي عربستان سره د همکارۍ له امله، امریکا نه غوښتل چې پر پاکستان زیات فشار راوړي.
ــ افغانستان به شکایتونه ثبتول چې پاکستان د تړون سرغړونه کوي، خو امریکا هغه بابیزه او جدي نه ګڼل.
ــ د رییس جمهورکارتر د امنیت سلاکار Zbigniew Brzezinski به ویل«موږ شوروي ته خپله ویتنام جوړ کړ» او دا په دې معنا دي چې امریکا په لویلاس غوښتل شوروي اتحاد د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای ۳ مه
سرلوڅ مرادزی