د ځمکي ګرمیدل او په نړی کي د اقلیمی بدلون له کبله د موسمي اورښتونو اوقات ګډوډ شوي او په همدي علت سیندونو کې د بحراني جریان (سیلابي) ورځی ډیري او د سیند د متوسط جریان ورځې کمي شوی دي. په دې معنی چې د پسرلي په موسم کې دوامداره سیلابونه راوځي خو ورپسې د دوبي موسم کې چي نباتات اوبو ته اړتیا لري او کروندي باید خړوب شي د سیند منځني جریان اصغري حالت ته غورځیدلی. د سیلابونو راوتل ویجاړونکي وي چي اکثره وخت ولسونو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړوي.
د نفوسو زیاتوالۍ، ښاري پراختیا، د آبګیر په ساحاتو کي انساني فعالیتونه او مداخلي، د سیند د حریم غضب، د سیند د اوبو د جریان په مسیر کي موانعو ایجاد، د ونو پري کول او د تعمیراتو د ساختماني چارو دپاره د شنو ساحو له منځه وړل (صحراګرایی) هغه مهم عوامل دي چي د سیلابونو د جریان رژیم يي مختل یا ګډوډ کړی او ورسره د تخریباتو کچه لوړ شوی.
په اوسني وخت کي که له یوي خوا د وچکالي د تاثیراتو کمول اود باران د اوبو راټولول یوه حیاتي موضوع ده له بلي خوا د سیلابونو مهارول او کنترول هم یوه جدي اړتیا ده تر څو د سیلاب د زیانونو کچه حد اقل ته ورسیږي.
د سیلابونو د کنترول دوه طریقی (لاري چاري) شتون لري لمړي طریقه د سیلاب د واقع کیدلو نه مخکی طریقه یعنی مخکی له دي چي سیلاب جاری شي باید تدابیر ورته ونیول شي. دویمه طریقه په سیندونو اوخوړنو کي د سیلاب د جاري کیدلو نه وروسته تدابیر شامل دي چي باید اتخاذ شي.د سیلابونو د زیانونو د کچي په کمولو کي دواړه طریقي مهم او ارزښتمن دي.
د سیندونو زون بندي، د اورښتونو او سیلابونو د واقع کیدلو وړاندوینه(پیش بیني)، خلکو ته خبرداري (هشدار دهي)، د سیمي خالي (تخلیه) کول، زیانمنو شوو خلکو ته د بیړنیو ( عاجلو) مرستو رسول، عامه پوهاوي او خلک د سیلابونو سره مقابلی ته اماده کول هغه مهم تدابیر دي چي سیلابونو د واقع کیدلو نه مخکي باید ونیول شي.
د سیلاب جاري کیدو یا د سیل د راوتلو نه روسته تدابیر د حکومت او د عامو خلکو د مشترکو هلو ځلو په پایله کي ممکن کیداي شي د اوبو د منابعو ټولیز مدیریت د حکومت د مهمو دندو څخه دی چي باید د کوچنی، عنعنوي ساده ساختمانونو او یا د سترو تخنیکي او اساسي ساختمانونو په جوړولو سره د سیند سیلابی حالت کنترول کړي، خو لکه څنګه چی د لویو بندونو او اساسي ساختمانو جوړول زیات لګښت، تخنیکي او فني پرسونل، دقیقه علمي څیړني او زیات وخت ته اړتیا لري بنا افغانستان غوندي هیواد کي د اوس دپاره دا کار غیر عملي بریښي. بله طریقه د غرونو په لمنو کي یا د آبګیر په ساحه کي د ساختماني صنعتي او غیر ساختمانی (محلی) موادوڅخه په ګټه اخیستني د ځنګلوو ایجاد او احیا کول، د انحرافي ساختمانونو او ذخیروي ساختمانو جوړول، او همدا ډول د چکدمونو )تاخیري بندونو) د جوړولو په واسطه کولي شو چي سیلاب کنټرول او زیانونه يي حد اقل ته ورسوؤ.
د ځنګلونو احیا او ایجاد:
وني او ګیاه د خپلو ریښو په واسطه کولي شي د اورښت شدد کم او سیلابونو په کنترول کي رول ولوبوي.
انحرافي ساختمانونه:
ددغه ډول ساختمانونو د جوړولو څخه هدف دا وي چي د سیل اوبه د اصلي مسیر څخه کم خطره ساحو ته منحرف کړي او په دې ډول د سیلاب خطرات او زیانونه کم کړي دا ډول ساختمانونه اکثر د کانالونو په شکل جوړیږي.

ذخیروی یا زیرمه کوونکي ساختمانونه:
دغه ډول ساختمانونه کولي شي د سیلاب اوبه ذخیره او ښکته خواته د سیلاب د اوبو د بهیدو مانع جوړ شي په ډی ډول ساختمانونو کي اکثر لوي او متوسط ذخیروی بندونه شامل دي.

چکدم (تم کوونکي بندونه):

د افغانستان شرایطو ته په کتو چکدمونه یا کوچني تم کوونکي ساختمانونه د ډیر ساده محلي موادو څخه په ګټه اخیستني هم امکان لري، د محلي موادو څخه د چکدمونو جوړولو تخنالوژي هم ډير ساده او بسیط ده چي پرمختللو وسایطو ته اړتیا نلري.چکدم (تم کوونکي په دري کي تاخیري) بندونه کوچني او بعضي وخت لنډ مهاله ساختمانونه دي چي په پاسني برخه کي د آبګیر د ساحي یا هم ښکته ساحو کي د سیندونو د میلان د کنټرول دپاره د کندي، یا د آبګیر د ساحي په هغه برخو کي چي د ځمکي میلان بیخي زیاد وي او له امله يي د اوبو د جریان سرعت زیاتیږي یا هم د سیند په عرض کي جوړیږي او په ډي ډول د سیلاب شدت او سرعت کموي تر څو د سیلاب تخریبات حد اقل ته ورسوي. چکدمونه ځکه لنډ مهاله وي چي د سیلابونو په وخت کي چکدم د بند د شا ساحه ډک کیږي او اکثره وخت د چکدم ساختمان تر رسوبي موادو لاندي شي مګر د ساحي میلان (سلوب) پري کنټرول کیږي.
تم کوونکي بندونه (چکدم) د سیلابونو د کنټرولولو یو لرغونی تخنیک دی چې د دویمې پیړۍ راهیسې تاریخ لري.
چکدمونه په وقفه يي شکل یو په بل پسي جوړیږي تم کوونکي بندونه د ساحي میلان یعنی سلوب کموي چی ورسره د اوبو د جریان سرعت کمیږي په دي ډول رسوبات (sediment) کنترولیږي، د سیلاب تخریبات حد اقل ته رسیږي، همدارنګه د ځمکي د سطحي تخریبات کمیږي او ځمکي تل ته د اوبو جذب زیاتیږي، او په ترتیب سره د آبګیر په ساحه کي د ځمکي د نباتي پوښښ ساحه پراخیږي.
د چکدم ډولونه:
د موخو په اساس چکدمونه په دوه ډوله دي.
الف: دایمی چکدمونه
ب: موقت چکدم
الف: دایمي چکدمونه هغه چکدمونو ته ویل کیږي چي د اوږد مهاله موخو دپاره جوړیږي دا ډول چکدمونه اکثر د آهن کانکیریت، کانکریت، مصاله داره سنګ کاری او ګبیون بکسونو څخه جوړیږي
ب: موقتی چکدمونه د لرګو، وچه سنګ کاری او یا هم بولدر څخه جوړیږي چي اکثره لنډ مهاله دپاره تري ګټه اخیستل کیږي.
د موادو د ډول په اساس چکدمونه په څلورو مهمو ډولونو ویشل کیږي.

ادامه لری.......