د خان عبدالغفارخان اندیښنه د ماشومانو د راتلونکي په هکله:
خان عبدالغفارخان دا درک کړی وو . چې د پښتنو د روښانتیا او ویښیدو له پاره تعلیم ډیر ضروری دی . او دا تصویر د ده د نیت ډیر ښه ښکارندویی کوي .
ده به په هر ځای کې ماشومان راغونډ کړل او هغوي به یي علم او زده کړې ته هڅول . کله به چې افغانستان هم راغی په افغانستان کې به یې د ځینو مکتبونو څخه لیدنه او کتنه کوله او زده کونکو ته به یې ارزښتناکه خبری کولي او خپلي تجربی او خاطری به یې ورسره شریکولي . وایي چې ډاکتر خالق زیار د خان عبدالغفار خان په یادونه کې لیکلي :چې یوه ورځ مونږ د باچا خان سره ناست وو.چې د مهمندو یو مشر راغی ، او یو لس کلن ځوی ورسره وو .د مهمندو مشر با با ته وویل:چې دا ځوی می راته دَم کړه، او دعا ورته وکړه .
وایي خان عبدالغفار خان ماشوم دَم کړپر سر یې ورته لاس راښکوخو په ډیر افسوس او انتباهی انداز کې یې وویل: چې زه دي عمر ته راورسیدم خو خلکو ونه پیژندم ،چې زه څوک یم او څه کوم او څه شی د پاره مبارزه کوم.مطلب یې دا وو چې زه یو مبارز یم .او دا خلک په ما باندی دعا ګانی کوي او په اصطلاح چوفونه راباندی اچوي دا قام دومره لويي ستونزي لري ، او د داسي یو قام مشری هم ډیر سخت کار دی .او دا ډیر لوی درد وو چې ده احساسوۍ او ده ټول عمر دا درد کاږه ، خدای تعالی دي باچا خان وبخښي.