بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
د نزاکت پوهیدنې یو درس !
د نزاکت پوهیدنې یو درس! کارغه او سپین ږیری سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چط د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسا
د علم او مطالعې ارزښت
پوهه انسان له ناسمې لارې ژغوري او سم لوري ته یې رهبري کوي، چې پایله یې خیر، ښېګڼه او پرمختګ دی. له همدې امله د علم زده کړه د ژوند تر پایه پر هر انسان لازمه ده، څو له دې بې پایه الهي نعمت څخه برخمن شي. نن افغان ولس دې حقیقت ته رسېدلی، چې د تعلیم او زده کړو پرته بل هېڅ بدیل نشته. نو پوهه هغه ستره پانګه ده، چې د ټولنې او هېواد د پرمختګ بنسټ جوړوي. نننی نسل هڅه کوي، چې زده کړې وکړي او دا یې درک کړې، چې تعلیم یوازې د مادي ګټو لپاره نه دی؛ بلکې د معنوي ودې او فکري پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسی
وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه
نرخ دلته زموږ دستړې ستومانې ، تېروتلی ، ناروغې له کاروانه پاتې ټولنې روانی ، حقوقی، مدنی ، او دشتون فلسفی الګوریتم دی، دقیقه محاسبه ده، دبحث اومرکې اداب دی ، کرکه او نفرت نه دی داټولنه نفس وهی خو زړه یې کار نه ًورکوی یو زعیم ته انتظار باسی . دذبیح الله کومه پوښتنه چې دده په میل برابره نه وی نو فشار یې له ۵۰ یوسل او پنځو ته لوړیږی . شرع حاضر ته ګوری !دی عالم هغه چا ته وایی چې «کیدانی خلاصه » تحت الفظی نشی ژباړلی. ذبیح الله دلته دې پوهنتون استاد انو ته اشاره کوی حال داچې هلته یې بندیز وربان
د تلویزوني یا راډیوي خپرونو پروډیوسر
په پیل کې غواړم د پروډیوسر د نوم په اړه له تاسو سره لنډې خبرې شریکې کړم. پروډیوسر اصلا تولیدونکي ته ویل کیږي. په تلویزون او راډیو کې هغه مسؤل کس ته ویل کیږي چې یوه خپرونه طرحه، تنظیم او عملي کوي. پروډوسر د خپرونې لپاره مواد برابروي. سکریپټ لیکي او په ټوله کې د خپرونې عمومي چوکاټ جوړوي. موږ او تاسو که له راډیو څخه یوه خپرونه یا بحث اورو او یا یې په ټلویزون کې ګورو. د دې تر شا په همدې خپرونه پروډیوسر زیات زحمت، هڅه او خوارۍ کښلې وي. دا د پروډیوسر کمال دی چې خپرونه یې تر دې ځایه رارسولې وي چ
له مصیبته تیښته؛ د بي بي عایشې ژوند او کړاوونه!
تیره ورځ مې د یو بهرني ټلویزون په پرده د یوې افغانې پیغلې د تیر ژوند یوه عجیبه کیسه وکتله چې په تفصیل او پوره زړورتیا سره یی د خبریال پوښتنې ځوابولې. دغه پیغله عایشه نومیده، کله چې په افغانستان کې وه، په ژوندیني یې ځان په مرګ حساب کړی و، خو اوس په امریکا کې ده او په یوه طبي پوهنتون کې نرسینګ لولي، دا چې څنګه یوه افغانه پیغله د ژوند له سختو ورځو وځي او ځان تر امریکا رسوي، ما یې دلته د ژوند کیسه خلاصه کړی ده، هیله ده چې وی لولئ: د مور له مرګه وروسته مې څلور خویندې یتیمی پاتې شوی، پلار مې در
د ماشومانو په سالمه روزنه کې د کورنۍ مسئولیت
ماشومان په کورونو کې د نن ورځې کوچني غړي دي؛ خو د سبا ورځې د ټولنې پراخ، پیاوړي او روښانه راتلونکی جوړوي. له همدې امله اړینه ده، چې خپل اولادونه له همدا اوس نه په سمه، سالمه او په ښه تربیت سره وروزو. د ماشوم ښه روزنه یوازې د ښوونځي یا تعلیمي بنسټونو مسئولیت نه دی؛ بلکې تر هر څه وړاندې د مور او پلار اساسي دنده او ستر مسئولیت ګڼل کېږي. د ماشوم شخصیت جوړونه د ژوند له لومړیو شېبو پیلېږي. د مور غېږه د ماشوم لپاره لومړنی ښوونځی دی، ځکه د ماشوم ذهن په دې پړاو کې د سپین کاغذ په څېر وي. هغه څه چې
د تاریخ په باب نظرونه
تاریخ چي د تېرو پېښو تحلیلي او واقعي بیان دی پخپل ځان کي ظاهر او باطن دواړه لري. د تاریخ ظاهر تر ډېره له افسانوي روایاتو، کیسو او داستاني کشمکشونو څخه خالي نه برېښي او ښایي مینوال یې هم په دغه برخه کي تر ډېره افغانان وي. بلي خواته د دې لوی علم باطني اړخ دی. د تاریخ باطن په اصل کي د ماضي د پېښو، حوادثو جریانونو او بشري کشمکشونو واقعي څېړنه او په تېر کي د تېرو سویو پېښو د علتونو مطالعه ده چي د تاریخ فلسفه دا اړخونه لا ښه روښانوي. تاریخ ښایي له فلسفې سره ډېره نژدې اړیکه ولري. ابن خلدون د تاریخ ا
باز او مرغۍ
باز مرغۍ ته وویل چې انسان له تا څخه هروخت شکایت کوی چې ته په کوم کور کې تربیه او پالل کېږې چې غټه شې نو بیا هرې خواته چې وغواړې پرواز کوې او تښتې ! له بلې خوا دازما حال دی چې انسان ما خوشې کړی نوزه دسیسۍ، زرکې ، مړز ، چنچڼې اوچتکی له چاپېریال ان له کشمیره رانیسم او خاوند ته یې راوړم مرغۍ وویل چې که ته زما غوندې ددوه درې یاڅلورو بازانو په ستونی باندې چړې وګورې چې همدغه بې انصافه دسولې او دموکراسی دعوه ګیره دروغجن انسانان وګورې چې دمرغیو په ستونی چړې راکاږی نو هیڅکله به بیرته رانشې! په
نیوکه
سالمه نیوکه دملت په ګټه ده خو له بده مرغه له نیوکې یوتیوبر جوړ شوی هرڅوک خپل اتڼ ور اچوی او په خپله یې ډنګوی دنیوکې صریح، قاطعانه، شفافه، هر اړخیزه پوهاوی ، منصفانه سلسله مراتب ، روښانه او محترمانه اړخونه ډیر مهم دی دنیوکې کچه او معیاری برخه دمفاهمې لپاره دریځ باید ولری . یوې ډیرې مشهورې مجلې تر اوسه دلس زرو کسانو چمتو کړی راپور کې وایی په دې راپور ورکړل شوی ډول ډول ارزښتونه یاد شوی اوتحلیل شوی چې دهغو په واسطه تاسې کولای شی علاوه له دې چې حجالت یوه لوری ته پرېږدو دنورو نیوکه ډیر اسان
د نزاکت پو هیدنې په هکله لنډه کېسه ! د فارسی له سرچینو څخه ژباړه
د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،نظام الملک ته راوړل ، چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود
د افسوس عالم : ادبی ټوټه انتباهی درس
ادبی ټوټه : یو انتباهی درس د افسوس عالم سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟ با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ، سید عبید الله نادر
انسان اعم از مرد وزن از منظر قرآن کریم
انسان اعم از مرد وزن از منظر قرآن کریم لا مقطوعةولا ممنوعة از منظر قرآن کریم انسان مظهر جلال و جمال خداوند و داراي ارزشها و خصوصیت هایی است كه او را از ديگر موجودات به تمام معنی ممتاز ساخته و كرامت بخشيده است؛ در آیات قرآن براي انسان جايگاه و خصوصیت هاي مثبت و منحصر به او مطرح شده است که برای دیگر موجودات نیست؛ در ادامه به پارهای از آن خصوصیت ها اشاره میکنیم: زمین و زمان براي انسانهاست؛ خداوند تمام زمین و موجودات آن را براي انسان خلق کرده است: «هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ ما ف
باران؛ ورو ورو ورېده
باران؛ ورو ورو ورېده ولي الله ملکزی باران له ځمکې سره د آسمان د پټې او غلچکۍ مینې راز او له تلوسو ډکه نازولې زمزمه ده چې د هسک په لمنو کې را ټوکیږي او بیا د ځمکې په غیږې کې آرام مومي. باران د مینې، فراق او وصال سندره ده چې د ستړي ژوندانه په شور ماشور کې چوپېږي او موږ ته را زده کوي چې ښکلا په زغم او بریا په نرمۍ کې ده. کله چې باران وریږي نو داسې محسوسيږی لکه د وخت په مزل کې چې د یوې شېبې لپاره هرڅه په ټپه ولاړ وي؛ یوازې د څاڅکو ټېل ماټېل وي او وجدان د یوې ژورې خاموشۍ په لټه کې
کلتوري او تاریخي میراثونه، د ولس د هویت ژوندۍ نښې
د هر ملت د تاریخ او تمدن بنسټ د هغه د کلتوري او تاریخي میراثونو په ستنو ولاړ وي، دغه میراثونه نه یوازې د تېرو نسلونو ژوند، دودونه، فکر او هنرونه انځوروي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د هویت، ویاړ او زدهکړې ژوندۍ سرچینې هم دي. افغانستان، چې د لرغوني تمدن او بډایه کلتور خاوره ده، د تاریخ په اوږدو کې د مېړانې، سرښندنې او پوهې په ډګر کې تل ویاړلی هېواد پاتې شوی دی، زموږ د نیکونو د ژوند نښې، د تاریخي آثارو، کلاګانو، مقبرو او مدني ودانیو په بڼه لا هم زموږ د ملت د عزت او غیرت څرګندې نښې دي.
د مطالعې او زده کړې ارزښت
کچيرې پنځه دقيقې د مطالعې او زده کړې په ارزښت ژور فکر وکړو دی پايلې ته به ورسيږو چې دوامداره مطالعه انسان خپل ځان ښه پېژني، د پرمختګ لار ورته پرانيزي،ارزښت یې لوړوي او نړۍ سره سيال کوي. هغه ملتونه چې د علم او مطالعې قدر کوي، د پرمختګ، سوکالۍ او عزت لوړو څوکو ته رسېدلي دي او راتلونکې د هغوي دې چې هر ورځ زده کړه او مطالعه کوي،د هر لحظی څخه اعظمي ګټه پورته کوي،خپل مغزو ته وده ورکوي چې ارزښت پيدا کړې او نړۍ هغه چاته ارزښت ورکوي چې نوی عصري علومو او ټکنالوژۍ سره سمبالښت ولري. زده کړه یوازې د کتاب
مطالعه؛ د فکر او پرمختګ کيلي
مطالعه د انسان د فکر پراخېدو، د حافظې پیاوړتیا او د پوهې د کچې د لوړولو له ټولو اغېزمنه وسیله ده. څېړنې ښيي، چې دوامداره مطالعه نه یوازې د حافظې ځواک زیاتوي؛ بلکې د دماغ د نوښت وړتیا هم لوړوي. دغه وړتیا په ورځني ژوند کې د ستونزو د حل، منطقي تصمیم نیولو یا د نویو نظریاتو د رامنځته کولو لپاره حیاتي اهمیت لري. مطالعه انسان ته دا فرصت برابروي، چې له پوهې، اختراعاتو او نویو پرمختګونو سره ژوره بلدتیا پیدا کړي. مثلاً یو زدهکوونکی، چې تل علمي کتابونه، مقالې او سرچینې لولي، نه یوازې خپله حافظ
ملنګ جان: پښتو، پښتونواله او پښتونستان
ملنګ جان: پښتو، پښتونواله او پښتونستان د ارواښاد ملنګ جان د ۶۸ تلین په مناسبت: ملنګ جان، پښتو، پښتونواله او پښتونستان سره هممانیز یا مترادف مفاهیم دي. کله چې له ملنګ جان څخه غږیږو په حقیقت کې موږ له پښتو، پښتونولۍ او پښتونستان څخه یادوونه کوو. د ملنګ جان نوم سره دا ټول تړلي دي. بلخوا بې ځایه نه ده چې ووایو: ملنګ جان یعنې پښتونستان او پښتونستان یعنې ملنګ جان! پښتنو کې به موږ د ګوتو په شمېر شاعران لکه خوشحال بابا او یا څو نور ولرو چې د ملنګ جان په څېر، له هغه مفاهیمو سره نږدې پا
له مجازي پیژندنې تر واقعي لیدنې
له مجازي پیژندنې تر واقعي لیدنې شېرمحمدامیني ستانکزی د څو کلونو تر اوږده ځنډ وروسته، زما د یو لنډ سفر پر مهال له یو پخواني مجازي ملګري سره مخامخ لیدنه وشوه، دغه لیدنه، چې زموږ پېژندګلوی یې په مجازي نړۍ کې پیل شوې وه، د اتفاق له مخې یوه جالبه، خواږه او یادګاري پېښه وګرځېده. نن سبا د مجازي شبکو لکه؛ فیسبوک، ټویټر، واټساپ او نورو ټولنیزو شبکو له لارې انسانان کولای شي، نه یوازې زاړه دوستان ومومي؛ بلکې نوي ملګري هم پیدا کړي. دا شبکې د فزیکي واټنونو خنډونه له منځه وړي او انسانان له یو ب
د آزادۍ د سنګر نښان؛ د نایب امینالله خان لوګري تاریخي کلا
د غازي نایب امینالله خان لوګري تاریخي کلا، چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ، د برکي راجان په سیمه کې پرته ده، له دوه پېړیو څخه زیاته تاریخي لرغونتیا لري او د دې ولایت له مهمو تاریخي آبداتو څخه ګڼل کېږي. یاده کلا په دولس جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده، د خونو او دهلیزونو معماري یې د غزنوي پېر له هنري سبک سره نږدې والی لري، د دغې کلا په دننه کې یوه تاریخي خونه یا مېلمستون شتون لري، چې نایب امینالله خان لوګري به پکې، د وخت له نومیالیو جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د انګریزي ښکېلاک پر ضد د مبارز
دروغ در ساختار جامعه فساد وګناه کبیره است
دروغ رسانه ای، یوتیوبی ، تی وی، اخباری وپروګرامی بنام ترقی تکنالوژی ، هوش مصنوعی ، کارشناس ارشد مسائل بین المللی جریان دارد ریشه بسیاری از گناهان است که در هرکلتور انسانهای دروغ گو، خود را با دروغ بزرگ جلوه می دهند، به همه کس و همه چیز بدبینی و سوءظن دارند و نګاه میکننند و با سخنان دروغ خود تملق گویی می کنند خصوصا درین اواخر که درسراسر دنیا تشنج وبحرانها بوقوع پیوسته یکعده دروغګویان بنام مهمان میاید وازهرچمنی دروغهای شاخدار تحلیل وارزیابی میکنند ! . یکی از روشهای درمان دروغ این است واقعیت است
زمونږ د وخت د مکتب استاذان !
زمونږ د وخت د مکتب استاذان د دې له پاره چې خپله ټیټه معلوماتی سویه و پوښي ،نو په صنف کې به یې وهل او ټکول زیات کول ،او زمونږ ډیر وخت د درس به هم په همدې کې ضایع شو ، او دا به د دې لامل وګرځیده ،چې د شاګردانو زړونه د ښوونځي څخه تور شي ،ځینواستاذانو به صنف ته د راننوتو سره سم وهل او ټکول پیل کړل ، د تش سبق د نه زده کولو په بهانه، او یا په یوه بله بهانه ، په همدې رازمونږ به تل وهل خوړل ،چې دا به د زده کونکو روحی مورال او جرأت هم کموو ،او د بلي خوا به ډیری زده کونکي به د هغی مضمون څخه خوابدی شول
څوک دی؟ څه دی؟ چېرې دی؟
اړیکی غواړی دا درې واړه پوښتنې په هره مرکه یا پوښتنه اوځواب او یا مناظره کې یو دبل سره تړاو لری او مهمې هم دی.دغه پوښتنې د cohesive devices په نوم یادې شوی یعنی څوک ، څه او چېرې په انګریزی ژبه کې د Who ,What,Where په کلیمو کې را څرګندیږی. داین بحث روز په پروګرام کې ما خاطره صافۍ دیو څو دقیقو لپاره ولیده چې د ماسکو دفورمټ غونډې په هکله یې له میلمنو څخه پوښتنې درلودلې . میلمانه ډیر ماهر او تکړه کسان ول هغوی پوهېدل چې دخاطرې پوښتنو ته بې له کوم عکس العمل ، برخورد ، خود سازی او مص
پادشاهۍ ته د خرو شوق
طنزیه لیکنه د ځنګل ټول حیوانات او د ځمکي د مخ اکثریت انسانان دا خبره منلي چي زمری د ځنګل بادشاه دی، حیوانات د زمري نه ډاریږي او همدا ډار دی چي دوي يي سره متفق کړی چي د زمري برتري او بادشاهي ومني، مګر انسان بیا ددي دباره دا بادشاهي منلي چي د زمري خصوصیات او خواص يي خوښیږي، زمری په خپله خوښه مګر د اړتیا په وخت کي ښکار کوي، ښه غذا خوري، د نورو حیواناتو د ښکار پاتي شووني نه خوري، همدا خصوصیات دي چي د ځمکي د کري اکثریت انسانان د زمري ښه اوصاف بیانوي حتا د خپلو اولادونو نومونه زمری اږدي،( البته
لقمان حکیم
د فارسی سر چینو څخه ژباړه ژباړن:سید عبیدالله نادر لقمان حکیم ، هاغه روښان ضمیره او با تجربه پیر، د داسی یو کس غلام وو ، چي هغي ډیر غلامان درلودل ، خو دده بادار ته لقمان حکیم د خپلي هو ښیارۍ ،پوهی فراست او نزاکت پوهیدنی په لحاظ ډیر ګران وو . بادار یي د غلامانو په ډله کې لقمان حکیم ته یو خاص نظراو په تیره ډیره مینه یي ورسره درلودله .تر دي حده پوري چي په دسترخوان به ډوډۍ راغله نو د لقمان حکیم بادار به ورته لاس نه کاوه چی مګر لقمان به ډوډۍ خلاصه کړه . ده به د لقمان حکیم
پراخه لید !
مونږ د ښه لید او د زړه په سترګو لید سره په ډیرو حقایقو پوهیږو ،او پوهیدلای شو ،او یا د ډیرو حقایقو درک کولای شو ،که مونږ په روښانه نظر،د زړه سترګي خلاصی کړو نو کولای شو د خپل ضمیر تیاره کونجونه وګورو او خپل نقایص درک کړو ،د ښه لید له پاره سیاحتونه مشاهدات سفر او ریاضتونه او سختی ګالل او سیر و سلوک لوی اثر لري ،او دا د لوړو مدارجو ته د رسیدو لوړې پوړی دي ،او د انسان د معنی ته درسیدواو بشپرتیا لوی اثر غورځوی ،نو مونږ ته په کار ده چې د مطالعی او لوست تر څنګه ، تر یوه حده سیر او سفر ولرو او دا عم