وبه دې نه وینم سهاره، زه به مړ پروت یم
ته چې سبا راخېژې لمره، زه به مړ پروت یم
ښایست به ومومې خو غره، زه به مړ پروت یم
زما چنار زما نښتره ، زه به مړ پروت یم
انځرګل اکا د خپل نوم او کلیمې په واقعي مانا د انځرګل و. څنګه چې د انځر ګل کمیابه او له نورو ګلونو متفاوت دی، نو دی هم همداسې له خپلو وروڼو او تره زامنو څخه متفاوت انسان و. متفاوت په دې مانا چې هر یوه یې خپل رنګونه، ښایستونه، خویونه، ښېګڼې او ځانګړنې لرلې.
د قالینې د بېلابېلو رنګونو او ګلونو په څېر د دوی دغې خپلمنځي تنوع او تفاوتونو هم زموږ ټولې کورنۍ ته د ګلونو د غنچې په څېر چې رنګ او وږم دواړه یې په زړه پورې وي، ځانګړی ارزښت او ښکلا ورکړې وه، خو درېغه چې د انځرګل اکا په ګډون زموږ د لویې کورنۍ دغه اکثریت ښایستونه دا مهال د مرګ خزان رژولي دي.
تېر کال بیت الله شریف ته له تګ او عمرې حج وروسته یې حاجي هم له نوم سره اضافه شو، خو په دې وروستیو کې د ارواښاد له ورزیاتېدو سره زموږ له سترګو پناه شو او ژوند یې پای وموند، مګر زموږ د دعاګانو په لپو کې رازرغون شو. په زړه او ذهن کې به مو د هغه څېره او ښې خاطرې تر ډېره وي او د زړه په سترګو به یې ننداره کوو.
ارواښاد حاجي انځرګل ته په ژوندونې ډېرو کمو او هغه هم یوازې مشرانوخپل نوم اخیسته، نورو ټولوپاچا باله. د خپلې شوخ مزاجۍ او پاچايي خویونو له برکته زموږ ټولو پاچا وو. هغه د لویو، وړو او زلمکیو په دلدارۍ او رازدارۍ پوهېده. د چا د زړونو پاچایي چې پرې اباده وه، نو په مړینه یې هغوی ټول خواشیني او خزان وو.
هغه بل کال اوړی په تېزین دره کې د شېر (شېرمحمد) دوی کره له غرمنۍ وروسته یې چې ګوتې وڅټلې، حاجي مما (ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل) ته یې مخ ور واړاوه، ملګرې! زه کرار کرار ځم، چې لمونځ دې وکړ، چټک راځئ! تر هغو به سیوری رامات شوی وي، چای او پاتې غورې به هلته وکړو.
څادر یې په اوږه او لکړې ته یې ورلاس کړ، په ځمکه یې ودروله. له ولاړېدو وروسته یې څو ګامه واخیستل.
حاجي مما ور غږ کړ، وه انځره، ماته راوګوره!
ځای پرځای پښه نیولی او په خندا شو، ویل ، درګورم نه، خوځنډ ونکړئ، چابک راځئ.
- په درتګ درځو، خو ګوره چې د شېر غوندې لېونتوب ونه کړې او نه مال حلال کړې. دا د پټي خیالي سابو او پۍ چې وي، نو څه ضرور، څه بېګانه یا مېلمانه خو نه یوو!
د بوټونو له پښو کېدو وروسته چې د کړکۍ له څنګه تېرېده، په خندا یې ویل، دغه خبرې دې نه اورم او نه یې منم. ته راځه، د مال اندېښنه مکوه.
د ماسپښین لمانځه له ادا کولو وروسته چې ورپرېوتلو، د غونډۍ سیوری رامات شوی و. د بوټونو اېستلو او کېناستلو پرمهال حاجي مما د حجرې مخته د حلال کړي پسه په وینو سرو ښویو کاڼوته وکتل ویل، دغسې کوې، خپله منې او زموږ نه اورې!
- دغه اندېښنې یې مکوه، په داکټ کې دې ډډه ولګوه او غورې کوه.
همدغه مېلمه پاله، سخي، غوریالي او شوخ مزاجه انسان (ارواښاد حاجي انځرګل) دا ځل په خپله کوچیانۍ مېنه کې د یو بل پسه د حلالولو او خپلو خپلوانو د وربللو تابیا نیولې. خپل مشر زوی (عرب ګل) ته یې ویلي وو چې ان د پنجشنبې له سهار ټول خبر کړي، خو درېغه چې زموږ له ورتګ دمخه مرګي پرې رانوره کړه.
مرګ زموږ د عقیدې برخه ده او ټول دا منو چې د خدای تعالی په رضا او قضا به هر یو خامخا دغه تریخ حقیقت ته ور غاړې وځو، خو بیا هم د پاچا (حاجي انځرګل ولي خېل) غوندې مشران، خواخوږي او خپلوان د سړي نه یوازې په مرګ پیرزو نشي، بلکې د دوی ناڅاپي مرګ دې داسې ودردوي چې نورو او حتی ځان ته د ډاډ ورکولوسېک هم درنه واخلي.
ارواښاد حاجي انځرګل ولي خېل په ۱۳۲۶ لمریز کال دکابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند ګړۍ ته ورڅېرمه په تنګ ناوو کې د مرحوم صاحب جان بابا کره د کیږدۍ پر غولي وزېږېد او د روان کال (۱۴۰۴ لمریز کال) د حمل په ۲۸ د جمعې په شپه د خپلې زوکړې له مېنې لږ ورښکته په څګي کې په کوچیانۍ مېنه کې د ماسخوتن لمانځه له ادا کولو وروسته داسې په تادۍ د ژوند پور پرې کړ چې حتی خپلو وربللو مېلمنو ته هم معطل نشو.
نوموړی که څه هم دنسبتا ارام، هوسا او باثباته افغانستان په غېږ کې په یوه عامه، کلیواله او کوچیانۍ کورنۍ کې د نورو ډېرو ماشومانو په څېر رالوی شو، خو د ژوند محرومیتونو، سختیو، ناچارۍ او بې وزلۍ له ښوونځي، پوهنځي او رسمي زده کړو بې برخې کړ.
له ټولنې، چاپیریال او لویانو سره دوامدار تماس د ژوند له ډېرو کړلېچونو، رازونو، درکونو، دودونو، ارزښتونو او سختیو سره داسې بلد کړ چې د خپلې ځوانۍ او زړبودۍ پرمهال یې د ژوند ورځنۍ پېښې، چارې او ناخوالې په زغم او ښه تدبیر مدیریت کړې.
د خپل ۷۸ کلن ژوند په اوږدو کې یې بېلابېل پړاوونه، بې وزلي، کډوالي، جلاوطني او ګڼې نورې ناخوالې په سړه سینه وزغملې. نه یې له ژونده شکایت درلود او نه نهیلی او ناامیده اېسېده. د ارام او هوسا ژوند پر ځای یې د باعزته او ابرومندانه ژوند لپاره دوامدارې هڅې او له ایمان سره د مرګ دعا کوله.
په سږنۍ روژه کې څو ورځې سخت ناروغ شوی و. د کوچني اختر په ماښام چې ورغلو، نو له ستړي مشي او مبارکۍ وروسته د چایو پرمهال چا ور یاده کړه، د خیر ناروغي دې وي، سږکال مرګی مازې پلمه غواړې!
د کوټې په منځ او کوزني لورته یې بالښت ته تکیه وهلې وه، راکېناست، د خپل لاس د ګوتې نوک ته په اشارې یې په خندا وویل، د مرګ دغومره پروا هم نه راځي، خو هو چې له ایمان سره وي، همدا اوس هم ورته تیار یم.
په وطن کې یې له یوې چرګۍ او کیږدۍ مه واره نور هیڅ نه و، خو زړه، ذهن، تن او وینه یې له وطني مینې مالامال و. د همدغې مینې په پار یې د عسکرۍ د مکلفیت دوره بشپړه کړه. په ګران افغانستان د شورویانو د یرغل پرمهال چې د هیواد د دفاع او له وطن سره د رښتینې مینې د پاللو اړتیا پېښه شوه، نو نه یې د چرګۍ، نه دکیږدۍ او نه هم د خپلې ککرۍ ډېره پروا ولرله. کمربند یې تر ملا او ټوپک یې په اوږه کړ. د خېل او توابې له نورو شاه زلمیو سره په ګډه یې یو او بل ځای پر دښمن غلچکي بریدونه وکړل.
د بدمرغه جګړې لمبې چې په ګران هیواد کې لور په لور خورې او ژوند سخت شو، نوخپله خېلخانه یې پښتونخوا ته ولېږدوله. د شوروي ضد افغان جهاد لیکو د پیاوړتیا لپاره یې د مرحوم مولوي محمدیونس خالص اسلامي حزب څخه د ارواښاد حاجي عبدالجبار خان بابکرخېل په مشرۍ وسله، مهمات او امکانات واخیستل. خپله کمېټه او مرکز یې جوړ کړ. لنډه دا چې د دغه سپېڅلي جهاد او د هیواد د دفاع د مبارزې په لاره کې یې ډېرې سختۍ، ټپونه او زحمتونه وګالل.
د هغه مهال تنظیمي امتیازاتو او مکافاتو د ارواښاد حاجي انځرګل سترګې ونه برېښولې، ځکه د هغه مټې یوازې د دښمن پر وړاندې غښتلې نه وې، بلکې د کور د نفقې او د اولادونو د اذوقې د پیدا کولو لپاره هم پیاوړې وې. خپل همت یې کاوه.
په صوابۍ کې د ګجوخان بابا پرېمانه ډاګونه او شاړې دښتې یې ابادې کړې. ټیکټر به یې پرې ور سم کړ، شودیاره به یې کړې. بیا به یې د څادر ځولۍ د شلشمو او غنمو له تخمونو ډکه کړه او وبه یې شیندل. تر هغو به چې تخمونو او میسې تېغ واهه، نو بېرته به وطن او سنګر ته رسېدلی و. دوه درې میاشتې وروسته به چې ورستون شو، نو د غنمو او شلشمو د پاخه فصل لو، لور او رېبلو ته به یې دېره جوړه کړه. په دېره کې به یې له خپلو لوګرو نور مېلمانه اشرباڼي زیات وو، د ډېرو ستړو دمه ځای و. د هغه د غنم په دېره دې د وطن د کوچیاني ژوند مینه ماتېده، ځکه د لوګرو تر څنګ په کې لارویان او مېلمانه هم عذرکېدل.
له لو، لور، ترېشل او درمند به چې بېغمه او د کور له غلې، دانې او څوري به ډاډه شو، نو نور یې په کور چندان وخت نه اړاوه. سهار ملا اذان مهال به اډې ته راپرېوت، تر هغو به چې کلیوال خبرېدل، نو د وخته به خپل مرکز ته رسېدلی و. په مرکز کې یې د اعاشې د پرېماني ترڅنګ د غرڅه وو غوښه هم پیدا کېده.
د غرڅه وو ښکار یې خاص شوق و. ښکار ته خدایي جوړ و، ځکه هم له پښو چابک وو او هم په نښه ویشتلو کې تکړه و. د ښکار ملګري یې کیسه کوي په ناوو کې به یې چې غرڅه وکټولې او په څنګ به یې ورسره منډه کړه، نو یا به له غرڅه وو مخکې او یا یو ځای ورسره کنډو ته وخوت. کبلیان او ښځینه غرڅه چې غالبا سګه به یې بللې نه ویشتلې، پسونه به یې په نښه کول، خو هغه یې هم ډېر نه ښکار کول، په یو یا دوو به یې بسنه کوله.
د خدای تعالی لوی رحم او فضل دا وو چې د شورویانو له ماتې او د مجاهدینو له بریا وروسته نه پاټکي او نه هم په کورنیو او تنظیمي جګړو کې ښکېل شو. نه یې د جهاد امتیازاتو ته واړول او نه یې هم پلازمېنه کابل کې د منصبونو د ترلاسه کولو لپاره د حویلیو دروازې وټکولې، ځکه هغه جهاد الهي حکم او خپل مکلفیت ګاڼه چې د خپل دین او وطن د دفاع په موخه یې ترسره کړ ، د هغه بدله او ثواب یې هم له خدای تعالی غوښت. خپله وسله یې بېرته خپل مشر او تنظیم ته ورتسلیم کړه. سیخ خپل کور ته ولاړ، خپل بچیان او وسایل یې په موټر کې رابار کړل او بېرته خپلې کیږدۍ او چرګۍ ته راستون شو.
له کډوالۍ څخه تر راستنېدو وروسته یې په وطن کې بزګرۍ او مالدارۍ ته مخه کړه. له کیږدۍ، مالدارۍ او غره سره خپله پخواني مینه او شلېدلې اړیکه یې بېرته له سره ورغاوله او دوامداره یې وساتله.
کیږدۍ او دېره یې د مېلمنو او لارویو په ناستې او بنډار او چرګۍ یې هغوی ته په اخلي پخلي توده وه. په سخا کې له موره یو و. د خولې مړۍ یې له نورو سره نیموله. منی او پسرلی به چې کوچیان او لارویان راسر شول، نو لارې ته به یې چای او ډوډۍ ورځغلول. د ډېرو اړو، ستړو او لارویو د زړه دعاوې یې وړې دي او خدای تعالی دې په قبر کې په ښه ورولي.
د ژوند ګڼو ستونزو، ناخوالو او حتی زړبودۍ هم د هغه رسا غږ ، د ټوکو او شوخیو مزاج مړاوی نکړ. د خوش طبعۍ لپاره به یې په مجلس کې یو چاته لاس ونیوه او بیا به یې ویل، دغه فلانی مې درنه ونه وهي، د دې په ویلو به یې د خپلې خبرې او ټوکې خوند یو په څو کړ. ”شکر“، ” وۍ الله“، ” زنده باد“، ” نربچی یې“، ” منم دې“، ” دغه څه لېونی یې“، باالکل“، ”چې نور ونه غږېږې“ او داسې نور یې همېشني تکیه کلامونه وو.
د مینې او شوخیو غوندې یې د غوسې هم کمی نه و. د غوسې پرمهال به یې تندی ګونځې او سترګې به یې په ببرو وریځو کې ورکې شوې. د تېز غږ تېزواله به یې څو برابره او تندریز شو. نور خو لا نور که به روان ټیکټر ورته ګل شو، یا به یې سخت چالاني کوله، نو له کمرونو به ورته لاندې وت او په من من ډبرو به یې ویشته.
همداسې به یې که چاته خوا وګرځېده، نو نه یې خبر ترې چپوله او نه یې په حقو کې د هغه د خپګان پروا لرله. د زړه او خولې خبره یې یوه او د زړه خبره به یې تل په خوله او ژبه وه. خو ښېګڼه یې دا وه چې د خپل زړه له تشولو وروسته به بېرته ترې جارېده.
له ښې ځوانۍ او کلانکارۍ بې پروا و. د هوښیارۍ او نورو په شان د اېسېدو اکټونه او چمونه یې هم نه خوښېدل. چې څنګه و، کوښښ یې کاوه چې همغسې واوسي. د نورو پېښې، چمونه، تصنع، تکلف او لباس یې ښه نه اېسېدل.
د نورو په مال، دارایۍ او ښې ځوانۍ یې بدرخي نه راتله، مګر خپله فقیري یې د نورو په شتمنۍ او دارایۍ نه ورکوله. شخصیت یې له سخا، استغنا، قناعت او عزت نفس څخه رغېدلی و. تل یې د خدای تعالی شکرونه اېستل. له بې ایمانۍ او مردم ازارۍ یې امان غوښت.
له خپلوي، غرني، کوچیاني او کلیوالي ژوند سره یې ځانګړې مینه وه. په اتفاق، یووالي او بې تکلفۍ مئین و. په ښار کې یې چندان ډډه نه لګېده. سره له دې چې تېر کال د سروبي ولسوالۍ اړوند تېزین درې څخه د کابل ختیزې څنډې ته خپل کور ته راولېږدېد، مګر په میاشت کې به دوه درې ځله خپلې کوچیانۍ مېنې ته ورتلو او د ژوند وروستۍ ساه یې هم په همغه غرنۍ او کوچیانۍ مېنه کې ورکړه. مغفرت او فردوس جنت یې نصیب شه.