شوم دود
ما ونه لید د بل هیچا په سهار مخ
هر سهار یوازې ګورم د ریبار مخ
یارانه زموږ مالت کې په پیغام ده
مخامخ کتلی نه شي څوک د یار مخ
د ریبار خوښه چې څه کوي خپل نقش کې
ځلوي منځ کې د دوست که د اغیار مخ
د یار کلی ته به زر هیلو کې ورشې
بې دېدنه به راستون شې ترې په زار مخ
دود له لاس و پښو هاک جینۍ تړلي
که دود ترک کې وبه ګوري د سنګسار مخ
د جینۍ ورور دلته شوم نقش کې لوبېږي
یو قیامت وي په دې منځ کې بیا د پلار مخ
که د مور نخرو ته خواره جینۍ کښیني
تر قیامته لیدی نه شي د خواستګار مخ
عشق او مینه چې د بل لاس کې بندي وي
ورک کوه د داسې کلي د دیار مخ
کوم خوار مخ چې د جینۍ دی پښتنو کې
ما ونه لید په بل قوم کې داسې خوار مخ
مرادزیه چې په شوم دستور لګېږې
یوه ورځ به ته هم پېښ شې په خونکار مخ
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی