شعرونه
غزل
غزل ورک دې سي رنګ مهرباني نلري دامهم خوي دجنتي نلري له پيره مه جوړوه خداي مه کوه اطلاع پرغيبو هم نبي نلري خالي کدو اوهم خالي بوتل وی څوک سي پر زړه غم دلالي نلري بس تنهايي دې تل په شا ګرزوي سي څوک غريب وي شتمني نلري پرهغه پلار باندې مې زړه خوږيږي سي پخپل کورکي پاچهي نلري داعمړي هم عجيبه ملا دی کله ملايي کله ملايي نلري محمدعلي عمري مسلم باغ
د اروښاد سید حسن حسن د زدکړه تر عنوان لاندی شعر
د وطن د یو دردمن شاعر ادیب لیکوال ، فلسفی او نظامی شخصیت شهید جنرال سید حسن (حسن) د (زده کړه) تر عنوان لاندی یو شعر چې زمونږ د مکتبونو په نصاب تعلیمی کې هم شامل وو ، چې تعلیمی ، انتباهی ، تربیوی ، او اخلاقی بڼه لري ،او تر اوسه د وطن د مینانو ورد زبان دی ، مرحوم سید حسن(حسن) زده کړه ! په نغمــه لـــــــــکه بلبل، غږیدل زده کـړه پټه خـــوله ویـــــنا د ګـل، له بلبل زده کړه رخت په سر کړه ، له غنچی نه رابهر شه په هوا لـــکه وږمـــــــــه، چلـی
اړیکې جوړول
راشه زړه دې زما کور کړه پاکول یې زما کار دی د زړه درد دې را بربنډ کړه جوړول یې زما کار دی چې دې ورکه کړله لاره استغفار، توبې ته راشه لحظه وره کې راته تم شه لار موندل یې زما کار دی د اخلاص اوښکې دې توی کړه چې دیدار مې در نصیب شي د اخلاص اوښکې درنې دي قبلول یې زما کار دی . که دې لارې شولې بندې یوځل بیا هم رجوع وکړه درته خلاصې به شي لارې، لارښودل یې زما کار دی ما نه وکړه خپله غوښته هغه دم یې درکومه اوس یې غواړه هرڅه غواړې درکول یې زما کار دی له مرګ مخکې ځا
تنګ جهان
تنګ جهان چې په عمر دې شراب څکلي نه وي قضاوت یې کړې د خوند و رنګ په څه میخانې ور خو د ټولو پر مخ خلاص وي توغوي پرې له ممبر خد نګ په څه چې نېشه د بنګ سلا، مۍ ناروا وي فرق نېشه کې د شرابو، بنګ په څه نه له خپل حاله خبر، نه د بل اورې په ټول عمر یې مبهوت و منګ په څه د پردو وفادارۍ کې دې شک نشته د خپل ولس سره کوي نیرنګ په څه له ملا او پیر دې څه په ژوند حاصل کړل له پوهنې نه د وخت کړې څنګ په څه په جرګو سره چې ستونزې هوارېږي ضرورت دی په وطن کې جنګ
اغزن رباطونه!
سید عبید الله نادر اغزن رباطونه څه اوږده، اوږده،مــزلــــونه دي او زه یم چې په هر لوري ، جنګونه دي ، او زه یم په قـــامت زمــــا د عمر، ســـــــر تر پایه د هجـــــــران هــم ګړنګونه دي، او زه یم لاروی د سخــــــتولارو یـــم، دي دَور کې څه اغـــــــزنې رباطـــــونه دي ، او زه یم د غمــــونو دریابــــــونو کې، لاهــــــو یم د دردونـــــو تــــــوفــــانونه دي، او زه یم چې غلــط کړم، خپل غمـــونه میکدې کې د ســـاقی په لاس جــامونه دي، او زه یم نور
ای خالقه
یا خالقه دعالم پرور دګاره پوهه علم اقرآء خو حق دانسان ده ته رحمن یې رب العالمین ! ته رانه لیرې کړې دا ډیرې بدرنګې بد مرغۍ بې ځایه بې حسابه یا خالقه یا عظیمه ته احد او یکتا یې هم صمد یې هم مهربان یې موږ ډیر ګناه کار بندګان یو بېشماره دلته استکبار استعمار ر اغلی دپوهې ضد لوی ښکرور ښامار راغلی کړی پلمې بې منطقه له ناچاره تورې تیارې دی ! خپرې په کلیو او بانډو لویو او غټو ښارو نو سیمې غرونو انزوا کې راګیر په ډاګه پاتې له ټول جهانه یا خالقه ته
تياره ذهنيتونه !
کال ۱۳۷۹پیښاور تیاره ذهنیتونه دلــــــــته بیدو کــــــې ، څوک بیدار نه پریږدی دلتـــه د ځان نه ، څوک هوښــــــیار نه پریږدي چي د پردي شاته ، دښمـــــــــــــــن کړي رسوا احســــــاس خــــــاوند ، او خبر دار نه پریږدي دلـــــــــــــــته دي لوبی ،مـــــــعرفت په ناموس دعلــــــــــــم و فن دلـــــــــــــته آثار نه پریږدي چي ترې نه ویره کړي ، په خـــــــوب کې غلیم د خپل دښـــــــمن د سترګو خــــــار نه پریږدي ذهنـــــــــــــــــــــــــــــیتونه دي ، ت
د اسرارو فهم !
دلتــــــــــــــه نغښتي ، په هر پاڼی حـــــــــکمتونه صـــــــــــــاحبــــد ل ته یي، پرانیســـــتی،دفترونه چي د زړه په ســــــــــــتر ګو، ګــوري دي ګلشن ته د عبــــــــــــــــــــــــرت په غـــــوږو، آوري آوازونه دلتـــــــــه هیڅ شئ، بــــی حکمــــته، پیــدا نه دی غواړي فهــــــــم د اســـرار ، عــــــــالی فــــــکرونه عبرت بین، له خـــــارو خــــسه ټــــــــــــکي اخلی غافــــــــــــــــلان په تغــــــــافل ږدي ، قــــــدمونه که عبرت سترګی ، څــوک خلاصی
زما دوه تصوفى او عرفانى شعرونه!
د زړه آئینه بی خودۍ کې می خبر ، له خــپله ځـــان کړې فصــاحت راته په برخــــــــــــه ، د بیان کړې چې د زړه په ســـــترګو، ووینم اســــــــــــرار آئینې ته می د زړه ، هـــر څـــــه عـیان کـړې تجـــلی د معرفت چـــې ، په کــــــې ویـــــــنم په حکمت کې داسي زړه ، راته روښــان کړې چې په زړه کې یې ، دټــول جـــــهان وي مینه داسي لـــوړه مرتــبه، د هر انســــــــــان کړې چې په سپــــینو جامو پټ او زړه یې تور وي را نه ل
غزل
د زړه په هـــــــدیــــره کی ارغــوان لــــــرمه زه یو لمر، بل آسمـــــان ټــــول کهکشان لرمه زه آسمان د زړه ته ګوره هسی ستوری پکی ښکاری رڼا ته یی چی ګــــــورې، پتنـــــګان لرمــــــه زه یو ستوری می جانان دی هسی مه وایه تنها یم دا ټوله مځکه زمــــا ده ټول آسمان لرمــــــه زه خالد به شم مه وایه څوک نه اخلی زمـــــا نوم اخر به نړیــــوال شم، لوی ارمـــــان لرمـــــه زه سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا د می ۵، ۲۰۱۲ کال ۵ د می ۲۰۱۲
د آرمانونو سولي ته !
راشـه راشــــــه چې بهار په تا ښـایـــسته شي د ګــــلونو نو بـهار په تا ښــــــــایسته شــــــي نرګسـان دي په باغچو کښي ځوړند ســــرونه راشــــــه نن چې ننګرهار په تا ښـــایسته شي مودې وشوي چې د زړه ښار مو دی، بد رنګه راشه راشه چې دا ښــــار په تا ښـــایسته شي نغمه خوان بلبلې،په کوم ورشو کښی ګرځي؟ دلته راشـــه چې ګلزار په تا ښـــایـــسته شـي د انتظار ســترګي مو تت شوي ســتا په لاره راشــه راشــه چې دا لار په تا ښـــایسته
غزل
خوندکړی کړي باآهنګه زندګي زما خوښيږي ړنګه بنګه زندګي چي مات مات پکې بنګړي وي اوبنګړي شه قربان له هغه شرنګه زندګي غرنۍ پېغله ساتي لاچي لونګ وايه ستاخوښه لونګه زندګي وهرچاته بس کوه دغه دعا خداي دې مه کانده بدرنګه زندګي نيم سړی وي سي له لاسه چاورکړې دمورکۍ مورکۍ له څنګه زندګي حيف چي عمر تراويا کلونو واوړي ګويالويږي له ګړنګه زندګي وپنځوسوته قريب يې عمري له تاولاړه شوخه شنکه زندګي
واک
زه خپلواک نه وم ځکه په خپل واک نه وم سره له دې چې خپل دریځ کې کاواک نه وم لاړم کډوال شومه دپېښور کوڅو کې سرګردان شومه تنظیمی کوټوال اولدار شومه دای اس ای سر ه همګام شومه دساګ او دالو سره آشنا شومه دچل اوچم دوه مخی سوبه دار شومه زه خپلواک نه وم داسلام په نوم می توبره خلاصه کړه ددې دکان دروازه مې ځان ته کړه په سیاست کې هې هره جاسوسی تر لاسه کړه ژباړن او با دسیپلینه ترجمان سیاستمدار شومه لاړم داستخباراتو ټېکه دار شومه زه خپلواک نه وم
ستا انځور
ستا انځور مې انځورونو کې ډېر خوښ شو خوښ لا څه چې سم د زړه په سرمې خښ شو دا انځور چې یو شاهکار د طبیعت دی څونه ښه چې ستا لخوا ما ته بخښښ شو د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۴ مه سرلوڅ مرادزی
اختر به راشی کنه
دلته د رئیس الوزرا هوس او نازونه دی بیا دې بل کوټوال هاها او اوازونه دی هلته دفقیرالفقراء دډوډۍ غمونه دی دلته د ویاند لوړ او ژور پیغامونه دی هلته دخوار ځواکی اړین ګواښونه دی دلته دالرې دی بشپړ کره معدنونه دی استانبول کې دښایسته ودانۍ ګامونه دی هلته دتعلیم تړلو بند وبست فرمانونه دی دلته دپردیو پروژو غم خوړلو پورونه دی هلته دفقر له کچې ټیټ د ژوند چمونه دی دلته اوهلته دواړه سره انډیوال نه دی هلته دکړۍ اوحلقې ګذارش او غږونه دی اختر! به راشی کنه سمه
د مينې سرود!
سید عبید الله نادر د مینې سرود! نا پـوهۍ کښي به نابود شو په پوهنې کښي به بود شو که په یو فکر او نظر شو نو به یو تن او وجـود شـو په علمی پــوهی څـــیړنې به خبر له هست و بود شو که پوهنې ته مــو لار وي نو قابل به د ســــجود شو د معــرفـــــت له برکــــته بیا قـبول به د معـــبود شو جهالت کښی به ټـول واړه لکه شـــمر او نمرود شو که دعلم لار خپل نه کړو نو به لیري له مقصود
په نرمۍ اومحبت
بد په بد سره پرېولل کاردپـوهي نه وي اوبـــه پخـپــل نـــرمۍ سره ډبــره سـوله وي په نرمۍ اومحبت دځنګله ژوی اهل وې دهــــوامــرغه په رام ناست ستا پــروږه وي چي ډب نه وي ادب نه وي تېره داخـبره ډب اووېـــــره هـــر یـو ظــلــم زیـــاتـــه وي نرمي اومحـبت وګـړي ځان ته را بـولـي زشتي اوبدخلقي لړم دی ځان خپله نېسته وي داخبـري ټــوله آزمویل سوي له پخوانه ومنه چي زوراوزشتي دواړه سـړی پمنه وي
د رحمن بابا په پېروي زما يو شعر
د رحمان با با د دي غزل په پیروي اى زما د زړه آرامه راشه راشه سرو قده ګل اندامه راشه راشه چې همه واړه خوبان دي مقتديان دي د همه واړو امامه راشه راشه کال ۱۳۷۷پیښاور غزل ای زمــونږ د زړه درمـــــــــــانه راشه ،راشه ته مــــو تن کې ،روح او ځانه راشـه، راشه په بڼو مــــــــــــــــو جــارو کـړی، درته لاره بی قرار زړونو آرامــــــــــــــه، راشــه راشـه څلور لارو د او هامــــــــــــــو کې شـو پاتی ته په هر چا مـــــــــــــــــهربانه راشـه راشه
د انقلاب په لوری
د انقلاب په لوری پښتون او بلوڅ دواړه، انقلاب په لوري ځي په مست ملي غورځنګ کې، د پنجاب په لوري ځي افغان که لروبر دی، که بلوڅ مرام یې یو دی پنجاب ته نن په ګډه، د ځواب په لورې ځي ماڼۍ د استبداد ته، که پنجاب کې نظر وشي درځونه یې له سره، د تهداب په لوري ځي غوجل یې د انګریز بولې، که ځاله د ترهګرو توپان کې به له مخې، د غرقاب په لوري ځي پنجاب که پښتانه او بلوڅ، غوړه مړۍ بولي خوراک کې د ذقم به، د خوناب په لوري ځي مشرۍ کې د منظور، او بشیر زیب له برکته(۱)
زما اثر
زه په خــپل ذات کـــښي دا جوهر لـرمه چې له دردمـــن زړونــــو، خــــبر لرمـــه له هـــــر چــا ځـــکه، تل ځـــــاریږمه زه چې له دنـــیا څـــــخه، ســــفر لــــــرمه زنده دلانـــــــو ته، په خـــــــــپله ویــــنا داســــــي طلــــــسم، او اثر لـــــرمــــــه چې هر دردمن می ، له وینا اخلي فیض زه په خـپل زړه کښي، دا ګــوهـــر لرمـه د آشــــنایانـــــو، او دردمــنو زړو کښي کــــله نا کـــــله، زه ګــــــذر لـــــرمــــــه چې هر چــــا زړه رانه ناهــــیلي ن
ژوند
ژوند یو لنډه افسانه ده ځي تېرېږي سترګو رپ یوه شېبه ده ځي تېرېږي یو فرصت له طبیعت دی تحفه شوی د ګردون یوه هدیه ده ځي تېرېږي په میلیارد چانسونه یو بل سره ګډ شول د نیستۍ، شتون ګډوله ده ځي تېرېږي د سپرلي سهار د زاڼو یو کتار دی د څاروو یوه ګله ده ځي تېرېږي په نیمګړو ارمانو ترې کډې بار شي د ناکام هیلو اسره ده ځي تېرېږي بیرته نه ګرځي که هرڅو منتظر شې د روان سیند یو شېله ده ځي تېرېږي مرادزی يي که هر څو ښکلاوې ستا يي د یو فیلم ننداره ده ځي تېرېږي
دوه مخی اسلام آباد
اسلام آباده بې هویته بې تاریخه بې بنیاده * دترهګریو اوجنجالونو ځاله ډېر شرمنده بېوقاره * په خپلو ټولو معاملو کردو په وار پښیمانه دوه مخې نقابګره جعل کاره * یوکاردې سم هم نه دی دبنګال په سر جوړ شوې چیغې نارې وهې بې شماره * ګوره پلمې دې دمنافقت ښکری بېخونده او بې فطرت ښکاری ته چېرته آباد یې دروغجنه اسلام خرابه * ورک شې پنجابیه دال خوره دادې عقل او دادې ټوله عقلانی هستی په تیاره رڼا او رښتیا ء ده!
زه او خیال !
چې ســـاقي په لاس کــــــــې راکړله ، جـــــــامونه رانه هیر یې کـــــــــړل ، د تیر عــــمر غــــــمونه کرۍ شــــــــــــپه ده ،او ټــــــــــولي ده ، د رندانو زه او خـــــیـال ،او د بد مســــــــــــــــتو آوازونه چــــیرته لاړې ، ای زمـــا فلســــــــــفي خـــــیاله راشه وســــــــــپړه ، د نوي ژوند بابــــــــــــــونه یو ځـــــــــل بو می ځــــــــه لــه خوده ، بیخوديه چې هجران لمــــــــبو می زیات کــړله ، دردونه د هســــــــتي په معـــــــــــما ، باندی
مثنوي: ٫کیږي هغه چي دي کړي وي٫
دنـیـکۍ ونــه کــوي تـــل مـېـوې خوږې دبــدۍ ونــه کـــوي تــل مـېـوې ترخې د ولي نه مـڼه غــوښتـــل کله وي کارسم چــي کــرې اوربشـي وبه نه رېـبـې غـنم خــــبــره بې بنسټه بـېـلامـله دنـاپـوه وي خـبـره دپـوهـانـو بادلـیله بــرهــاني وي ناپوه چــي سي پـتنـګ نــوسي په جــنګ نه لري دلیل سي بې دلیله په غـورځنګ چاچي وي وژلی،پخپله هم دی وژل سوی دنن تاریخ زمــوږپــه داکــړنو رنګـین سوی
د بیدارۍ وږمې!
سپتمبر دوهمه ۲۰۲۲ کال دوبی د بیدارۍ وږمې د زړه په ســترګو،ړندیدو نه ،نه لــیدل ښه دي له بی کیفــــیته خـــندا نه،ژړیــدل ښــــــه دي چې اشــــارو د زمــانې نه، عــبرت نه آوري بیا له دا هســــی اوریـــدو نه، کڼیدل ښــه دي چې په درست عمر،د چا په درد کې دوا نشي داسي حیـــات او اوسـیدو نه ،ورکیدل ښه دي چې متانت خپل، په مقام او چوکی نه ســــاتي داسي مقام نه خــــو له سره ، پرزیدل ښه دي د ضدیت په خره سپاره به،تر څـــو مونږه یو مصلـــحتونو ته هم غاړه، ایښـ