د انقلاب په لوری
پښتون او بلوڅ دواړه، انقلاب په لوري ځي
په مست ملي غورځنګ کې، د پنجاب په لوري ځي
افغان که لروبر دی، که بلوڅ مرام یې یو دی
پنجاب ته نن په ګډه، د ځواب په لورې ځي
ماڼۍ د استبداد ته، که پنجاب کې نظر وشي
درځونه یې له سره، د تهداب په لوري ځي
غوجل یې د انګریز بولې، که ځاله د ترهګرو
توپان کې به له مخې، د غرقاب په لوري ځي
پنجاب که پښتانه او بلوڅ، غوړه مړۍ بولي
خوراک کې د ذقم به، د خوناب په لوري ځي
مشرۍ کې د منظور، او بشیر زیب له برکته(۱)
پنجاب سخت وارخطا دی، اضطراب په لوري ځي
ټاپو د اېپسټین، او منډه یې که د هېرا دی
په ورته رسوایۍ کې، د کولاب په لوري ځي
پنجاب چې امریکې، تر خپلو ګټو صدقه کړ
نن هسې وروست کاغذ دی، د تشناب په لورې ځي
خوابدي پرې څوک نشته، په نړۍ کې مرادزیه
بړیڅی د انګریز چې، د عذاب په لوري ځي
یادوونه:
(۱ ) منظور د پښتونخوا د ملي غورځنګ مشر او بشیر زیب د بلوچستان د ملي غورځنګ مشر
د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی
10.02.2026
- سید عبیدالله نادر
د نزاکت پوهیدنې یو درس! کارغه او سپین ږیری
سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چط د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسا...
11.02.2026
- سمیع الله خالد سهاک
دولتې ځواک، مشروعیت، او بهرنۍ مداخله: د نیکولاس مادورو فرضي نیول کېدل او د هغه سیمه اییز او نړیوال اغېزه (یوه تحلیلي څېړنه ) سریزه دا پوښتنه چې ولې کېدای شي یو واکمن ولسمشر د کورنیو یا بهرنیو ځواکونو له خوا ونیول شي، د حاکمیت، مشروعیت، نړیوال قانون، او د معاصر نړیوال نظام کې د سیاسي ځواک د بدلېدونکي ماهیت په اړه بنسټیز بحثونه راپورته کوي. په وروستیو کلونو کې، د ولسمشر نیکولاس مادورو تر مشرۍ لاندې وینزویلا د نړیوالو لانجو په مرکز بدله شوې ده، چې لاملونه یې اوږدمهاله اقتصادي سقوط،...