شعرونه
حاجي ته
حاجي ته: چې هر کال کې یو ځل درومې کعبې خوا ته د ډالرو پنډوکی دې وي پروت شا ته دا ډالر وایه له کومه تا پيدا کړل څه ځواب لري د ولس له جیبه غلا ته ترکعبی د تاوېدو په عشق کې مسته لاس وراچوي روا او ناروا ته په حرامو پیسو چیری د چا حج شي د ثواب پرځای دې مخه ده، ګنا ته عبادت، دعا دې خپل کور کې هم کېږي بېهوده په سفر ځې لیرې دعا ته حج د لوبو او میلو لوبغالی نه دی چې هر کال ورځې د لوبو تماشا ته په ګاونډ کې دې یتیم له ولږې ژاړي ته کعبې ته يي روان د
دمورمقام
موري ادکي غېږدي جنت پرسردځمکي ته د ژونـد روح ئې ای د نړۍ ملکي ږغ ستا مـلـهـم قـربـان ویـل دي درمــل خوږنوم اوچت دي ډېرترحد مـورکي موري اوچت مقام دي په ګرد نړۍ کي ته زېږه وې اتلان جهان بدلونکي مـقـام دي لـــوړ قـلـم عــاجـزدی تــرېـنه هــاجــره مــورداســمـاعـیل ادکي دا مــــقـام لـــوړ مــورتــه الله ورکــــړی ترنام دي جارسم ته داولاد روزُونکي
تجربه
ملا چې دې تړلې په ملا پسې هره ورځ خطا کوې خطا پسې څه پوهېږې دا ملا د کوم ځای دی ولې ځې په لاره ناشنا پسې شیخ چې نبېره يي نامعلومه وي مه ګرځه د شیخ ذهد و تقوا پسې پیر او حضرت ګوره تش نومونه دي کله ګرځېدلی يي مبدا پسې؟ تېره تجربه لرې لارنس څخه(۱) کړې وه موږ ټولو اقتدا پسې مه تېروځه ږېرې او تسپو باندې دغه وسیلې دي لوټ او غلا پسې حال د نجونو ګوره د ملا واک کې یه، مسته د نجونو د خندا پسې غوږ د «مرادزي» وینا ته ښه کېږده مه ګرځه د سپیو په غ
د مینې قاتل
نیم کلتور او نیم ملا وژلې مینه یو ښکاره او بل په غلا وژلې مینه نوم د مینې اخیستل کلتور کې عیب دی داسې عیب زما او ستا وژلې مینه پلار و زوی که یو څه مینه کې ازاد دي د خور، لور يي سم صفا وژلې مینه د ملا روزګار بیا حورو سره عشق دی ده له پیله په دنیا وژلې مینه که خپسې د دود، مینه زوندۍ کړې مذهب هم لکه وبا وژلې مینه دلته دوه حریفان مینې سره جنګ دي دوی هم نن او هم پخوا وژلې مینه نه يی مینه، نه يي عشق په دنیا وکړ د «مرادزي» خو حیا وژلې مینه د ۲۰
(....غواړم)
ای الله!ستا په مینه عبادت کښې همت غواړم ستا د امین رسول محمد ص. محبت غواړم ستا د قرآن پښتو معنا صلات فجر وخت کې صحیح احادیث د نبي ص.په جماعت غواړم ادکۍ مور و پښو ته پریوځم عفو بخشش وغواړم د شهید پلار نیمګړي عُمُر ته زیارت غواړم کور او کهول کې خوشحالئ او لورَوءنې وي نور له کورودانې او اولاد سره الفت غواړم د ژوند ملګرې نه مې هر وخت مقابل احترام پر زوی او لوور لمسي لمسۍ ډیر شفقت غواړم له اقاربو او دوستانو نه صله ءِ رحمي له کلیوالو نړۍ والو انسانیت
په پردوکي
ساقي راکه جام ارغواني خمارپه ماته وم خمارمـي دېـرینه دی ځــکه تــالــره درځـم پــه مـیـخـانه کي دپـردوخـمارکله ماتیږي پـردی یـم پـه پــردوکـي ځـان لـه ګوښي یم ځای پردی ساقي پردی جام ئې هم پردی دلـتـه بــه زه څـنـګه خـمـار لــــه ســره وړم ارغـواني جامونه ګوره پلاس کي دساقي ځان ته ناست په آنـد کـي دجـانان مي یاد کوم آشـنــا ږغـون نشته پـردۍ سـنـدري اورم خرابات مي په زړه شوپه آندکي ئې ډوب سوم
باټې
هسې په جومات د حورو باټې دي نجونه مو تر حورو ښکلې زیاتې دي مه وایه ملا د خپلو نجونو بد نجونه د وطن خو پرې ذاتې دي هسې خلک ستایی د بل ځای مینه دا کوڅې له پیله خراباتې دي عشق چې غالب شي د هغې دنیا خلکو نه دنیا کارونه پاتې دي وایه«مرادزیه» څه تازه ولس ته نن ګوره زړې قصې مېراتې دي د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۱۳ مه سرلوڅ مرادزی
دین پلورنه
په قال الله قاله رسول اثبات ددروغوخپل کول داسي ملاځان ته په دوږخ کي ځای مندل که دین خـپل قدرت لپاره کي څوک وړاندي پلــورونـکي دي ددین په ارزانه ئې پلـورل دااوس مـوپه هـېواد کـي پخپل سترګو ولیده په ایاتواوحدیثوئې بداعمال خپل رنګه ول هــریــوه بــه خـپـل دروغ پـه آیات ثابته ول ریــا وه پـه دربـارکي مـلت په تـېر ایستل درښتیا میدان چي راغی سوې خبري هېري بېله زوره له پردوسره دوی هم وتښتېـدل
لښکری چې لا مچ هم نه لری
لښکری چې لا مچ هم نه لری لښکری نه لښکر لری اوًنه عسکر هسې ګونګوسی کې له ما تا اخلی نظر هرڅوک یې له غاړی رانیولی بې خبر مجهولې فضولې کیسې دی بې اثر لښکری هرچا نه ستره بلا جوړه کړی مهمه نه دی که هغه وی غدار کافر لاف زن او دروغجن دلته دی بې شمیره داخلک څه وایی! هره ورځ یوم البد تر لښکری بې لښکره دی څوک نه لری یوازې ناست دی په یوازیتوب وایی منتر لښکری خپله لمنه په خپله په سر راړوی ملا پریږده چې څه کوی دسیاست په هنر داهم کرکه لری شخوند وهی دبلچا
نوي کال او زاړه اندونه!
نوي کال او زاړه اندونه! زاڼې سره ملګرې شوې، کتار شوې او والوتې؛ د غږ په اورېدو او د کتار په لېدو يي احساس شوه چې سپرلی دی؛ کډوال مرغان چې د ژمي له کبله تللي ول په راتګ يي وښوده چې ژمی تېر دی؛ د کوچیانو ګلو او رمو هم په رغو کې د سپرلي زیری ورکړ؛ د هوا تغییر او د طبیعت سمسورتیا هم د بدلون خبره وکړه؛ وګړي هم له کورو او کلیو راووتل او د سپرلي د تازه هوا له فیضه برخمن شول؛ د کال شمېره واوښته او یو عدد نور هم پرې زیات شو؛ ایا د وګړو او ټولنو په ذهنیت کې هم نوی او تاز
فراموش نکنید!
فراموش نکنید! داکر بوړې عقدې لری ګډه وډه ګړیږی دلته ډیرې بیحسابه ګیلې لری هرچیرته راڅرګنده شی دهر کنډو شین ټاغې! ژبه وره ده ډېرې کږې وږې لری خبره دسیاسی مؤلفو کوی دانخر بازه ناوړه افسانې لری شرم او حیا لاړه هلته دلته شکریه خانه چې غټې او وړې کوی ټول نظام ته ګواښمنه ده بګیر ونمان وایی تاته ماته داچې په ضربا اوضربو ګفتمان او هر ډول حیلې کوی تولعنت دې په داهسې سیاست لوبې شی چې هرچاته شخصی کیسې کوی
نقاب
د سپوږمۍ نقاب، ورېځ ده د رڼا نقاب، تیاره ده د ریښتیا نقاب، درواغ دی د پوهې نقاب، جهل دی د مکر نقاب، اوښکې دي د نه کولو نقاب، فرصت ته انتظار دی د لټۍ او تمبلۍ نقاب، بخت او تقدیر دی د مسلمان د بدیو نقاب، شیطان دی د افغانانو د خپل منځي اختلاف نقاب، پردي دي د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۲ مه سرلوڅ مرادزی
د ټولنې هېنداره
د مارچ د ۸ مې په مناسبت: د ټولنې هېنداره که ښځه د کور په چاپیریال کې ایساره وي، داسې ټولنې ته ازاده نه شو ویلای. که په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې، د ښځې مخه نېول شوي وي، هغه ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ ادعا نه شي کولای. که ټولنه د ښځې نیمايي نقش نه مني، د ټولنې نیمايي برخه فلج ده. د ښځې وضعیت، د ټولنې هېنداره ده! سرلوڅ مرادزی
دکور زمری دسارا ګیدړه!
لافی وهم په ګنګوسو سره مړ مې کړ ملت په فتنو سره شرم راته پاتې په پنډو سره تاریخ مې شوًککړ په رنګو سره چاته یې وایم په ګیلو سره ع او غ مې پاله په هوسو سره هلته قدرت وه له دبدو سره ۱۷ ډوله غوښه مې خوړه دلته له همدې ګڼو ګنګسو میلمنو سره! غیر ت لاړ عزت لاړ له توپانو سره عجب تاوده بحثونه له نغارو سره کلبی او مقصود له همدې غلو سره
اوښ ته رباب
په غوږونو سالم ښکاري خو کوڼا يی سترګې هسې غړوي خو نابینا يی افسانې که سرمایه د خپل ژوند بولي چې کمال او علم نه لري ګدا يي څه دې زده کړل د شیخانو مدرسه کې پېړۍ مخکې چې څه وې همغه بیا يی په جومات کې د ملا د تقریر لاپو محروم کړی نعمتونو له دنیا يی د خیالي میو نیشه کې سرګردانه په دنیا محروم له میو، بېنوا يي د جنت د باغ ګلانو په بوی مسته د وطن د باغ له ګلو بې پروا يي د غلمانو، حورو عشق کې لیونیه خپلو نجونو د ښایست ولې بدخوا يی د تغییر او له ب
پښتانه
تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه د زمري، عقاب په څېر دي پښتانه «چې په ننګ او ناموس راشي لیوني شي» بیا له مال او سره تېر دي پښتانه هیڅ حاجت يي د پردي ټوپک ته نشته خپله توره او شمشېر دي پښتانه که يي خپل زړه په ایشیا کې څو ټوټې دی د ایشیا د زړه کوشېر دي پښتانه دا اویا کلونه کېږي چې بندیان دي د پنجاب په دام کې ګېر دي پښتانه د دښمن په وړاندې نرم او خواږه دي تر خپل منځ زهرو ګنډېر دي پښتانه نن يي وخت دی چې پر یو ټغر راټول شي تر اویا میلیونو ډېر دي پښت
مشرتوب
مشرتوب زاڼې په کتار کې خپل مشر پسې ځي، د شاتو مچۍ، ملکه خپله مشره ګڼي، میږیان په خپلو ښکرونو(Tentacles) سره خپل او پردي پېژني، مچان چې خپل مشر نه لري، هر یو ځکه خپل سر ټکوي! افغانان چې هم مشر نه پالي، پر یو مرکز د راټولېدو ستونزه نه شي حل کولی! د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۴ مه سرلوڅ مرادزی
تعصب یا دعقل نارغي
په یقـین به نه هزارستان نه خراسان وي پـــه جـهــان کي بـه نامـتـوشهـیــرافغانستان وي دادعـقل ناروغان ځانونه نه بـولي افغان بې هــویـتـه بــه دوی ورک پــه دې جــهان وي ته چي اوغان اوافغان نه ئې نوبه څه ئې له مَلّکه ځان ورک کړی داناپوهي هم دانسان وي تعصب سخته ناروغي وي په انسان کي مـوږئې ویـنـو دی خــوږه وي ځان بې درمـان وي جهانیان موله هویـته ټوله بولي یـوافغـان ای وروره عقل دي په سرکه نوټول به یوافغان وي
کابل و پېښور
کابل و پېښور یو مې زړه دی بل ټوټه ده د ځیګر نه بېلیږي له کابله پېښور په اغزن تار د پنجاب تړلی نشي د افغان د وصل لاره ده خیبر د انګریز او د پنجاب به مخ توریږي یوځای وینم افغانان د لروبر افغانان دې بر مکتب د امان پالي کوز مکتب د پاچاخان په هشنغر تورې وریځې د اسمان به باد جارو کړي په توپان کې به ښکاره شي مخ د لمر توره شپه که هر څو لویه اوږده ښکاري مخنېوی کولای نه شي د سحر یو شرګدي به په ژوند کې خوندي نه شي پرېکوي به کفاره د کړي شر هر نم
(---ییل ...)
(---ییل ...) مینه او قرباني شوله قبوله له هابیل نفرت او کینه،حسد په برخه د قابیل شیطان وسوسه وکړه په زړه کې د قابیل غوره شو د ورور مرګ ورته او دی شولو قاتیل! غوره کړل الله ؛آدم او نوح او ابراهیم هم آل د عمران له شا وخوا د رودِ نیل هن هن انسانیت راغی تر ښاره د بابیل ډیری رسولان مبعوث کیدل له قوم او خېل سلیمان،داود ،موسی،عيسی او محمد "ص" یو د بل خپلوان ول خو تربور شو اسراییل! دغه ڼني اسرایلیان ډیر کبرجن او مفسدین دي نور انسانان نه ښکاری بشر دویته
د افغانانو جګړې
او ماته یی وخوړه انګریز افغانستان او پښتنو سیمو کی لاخو کیسې ژوندې دي د انګریزانواو افغانانو څو کاله وروسته بیا روسان راغلل بیا عربان، پاکستانیان، امریکایان راغلل خو چا هم ځان ټینګ نه کړ بیا ای ایس ای خپل ګوداګیان ولیږل او تاسو یی ښه پیژنئ امریکایان هم انګریزان هم چینایان تری حمایت کوي تل خو لا هم خلک یی ګوداګیان بولي که څه هم دوی د آزادې دعوا کړي پای سمیع الله خالد سهاک ۲۰۲۴ کال د جنوری ۹
غزل
غزل بنګاوه زه د انګور او د انار څښم خلک وايي چې د میو جام سهار څښم زه له ځایه شرابي میخوره نه یم یو، نیم ګوټ کله ملګرو په اسرار څښم د ځوانۍ د محرومیت په جبیره کې کله کله لږ ګوټونه په تلوار څښم د ساړه او یونواخت ژوند له ستړیا نه ارامتیا لپاره ځکه سور انګار څښم نن چې ورځې د خوښۍ له مالت تللي رڼې اوښکې مې پر مخ قطار قطار څښم له شوم بخته ګالیله د زمانې شوم(۱) زهرو ګوټ به د ملا او پیر له ډار څښم یادوونه: (۱ ) ګالیلو ګالیله ايټالوی ستورپوه خپل
د نوي کال په مناسبت یوه ډالۍ
نوی کال یو سوچ مې ځغلولی په راتګ د نوي کال نه جنګ وي نه جګړه وي نه یو بل سره جنجال امنیت وي، ازادۍ او ارامۍ سره تړلی تیری نه په عزت نه په ناموس وي نه په مال جامه کې د انسان پټ لېوان ټول وي تښتېدلي نه غل، نه لنډه غر وي نه يي سوچ وي نه يي خیال دېوان پېریان د خلکو له اوږو وي پاڅېدلي میندلی وي ولسونو د ژوندون بیرته مجال تقدیر او برخلیک باندې ولس خپله وي واکمن د پیر او د ملا په کریشمو پېښ وي زاوال شیطان پاس په اسمان کې ملایکو وي تړلی په ځمکه کې راګېر
دګل اوبلبل مینه
صحرګاه وه په چپن کي دګلبڼ مي سوګذر فضاوه ډېر رنګینه ګلان وه ښکلي یوتربل بهتر دبلبـلو وې نارې سـورې پـرګلانو الـوتـلې له ښـاخه اوبل ښاخ ته ئې ګل لمساوه پخپل وزر عجــبه ننــداره وه دګـلانــو په ګـلبـڼ کــي دمـیني وړانګي ځلېـدې په چمـن کي لـر او بـر مــیــن دمـیــني په رڼا کــي داسي ښکارېده په نـرمۍ پـه عـاجـزۍ داسي وو لکه سـوالګـر مــینـه دهغـه چي ګل ئـې دبلبـل سـره لـري هـرچــي بلبل وایي ګل ورته په خنداوي سراسر
افغان ته!
افغان ته! سپينږیرتوب کې لا بېلارې شوې ګمرا شوې خندنی د ټول عالم او د دنیا شوې نه دې فکر کې تغییر او بدلون راغی همغه يي چې په کومه ورځ پیدا شوې نه د سیالو سره سیال شوې په سیالۍ کې د سیلانو منځ کې هسې د خندا شوې د پرون غوندې وهلی، ټیل وهلی نن، پرون غوندې همغه شانته بیا شوې(۱) بې بهیره د کلونو په اوږدو کې د اوبو ولاړ ډنډوکې غوندې خوسا شوې نه کبله د چمن، نه ګل د بڼ شوې یو بې ګټې مردار بوټی د صحرا شوې د تاریخ د هر تاوکښ او موړ په منځ کې په ګړ