نــن ولاړ پــه کربـــــلا د انتــــظار یـم
نه یم مست او نه له ځان نه هم بیزار یم
لا می زړه کی تــــلوســه ده د لیــدو یی
هم پــه مینه کی یی ژمـی هم بــهار یــم
نــه څرګندې انــــدیښنې نـه پــــټوی شم
نــه له مینې نه یی موړ نه توبــه ګار یم
نــه لغمان او نـه مزار شو را نــه پاتی
شـــو کلونه چی په لار یی انتظـار یــم
زه خـــالد د ګل جبــینې مینــې مړ کـړم
لا په قبــر کی بی مینې بــی قــرار یم
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
جولای۲، ۲۰۲۵
08.07.2025
- سرلوڅ مرادزی
د ابراهیم تړون (Abraham Accords) یو سیاسي تړون دی چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکا د هڅونې او په اصطلاح د منځګړیتوب له لارې د اسراییلو، متحده عربي اماراتو او بحرین ترمنځ لاسلیک شو. وروسته نور هیوادونه لکه سوډان او مراکش هم ورسره یو ځای شول. دا تړون تر ډېره د عربي نړۍ او اسراییلو تر منځ د اړیکو دعادي کولو، اقتصادي همکاریو او د اسراییلو پر محور د سیمې پر امنیت ټینګار کوي. دا تړون د لاندې موخو لپاره په پام کې نېولی شوی: لاسلیک کوونکي هېوادونه، اسراییل د یو هېواد پتوګه، په رسمي ډول مني ا...
12.07.2025
- سرلوڅ مرادزی
ای د نوی عصر باده، زموږ خواته هم پرواز کړه دلته هم جامد مغزونه، لکه نورو غوندې واز کړه زمانې واوښتې ډېرې، فکر زوړ قالب کې بند دی فکر خلاص له زوړ قالبه، په تدبیر او په اعجاز کړه دلته ټول په مرګ ویده دي، د ژوند هیله ترینه تللې مړو کالبوتو کې سا پوو کړه، بیرته ژوند پکې اغاز کړه د وخت راز له ټولو ورک دی، د لټون انګیزه مړه ده بېخبره د وخت راز نه، باخبره له هر راز کړه په وږمو یې روح تازه کړه، په نغمو يې تن بسیا کړه ورته ژوند په وږمو پیل کړه، په نغمو یې ژوند دمساز...