ای د نوی عصر باده، زموږ خواته هم پرواز کړه
دلته هم جامد مغزونه، لکه نورو غوندې واز کړه
زمانې واوښتې ډېرې، فکر زوړ قالب کې بند دی
فکر خلاص له زوړ قالبه، په تدبیر او په اعجاز کړه
دلته ټول په مرګ ویده دي، د ژوند هیله ترینه تللې
مړو کالبوتو کې سا پوو کړه، بیرته ژوند پکې اغاز کړه
د وخت راز له ټولو ورک دی، د لټون انګیزه مړه ده
بېخبره د وخت راز نه، باخبره له هر راز کړه
په وږمو یې روح تازه کړه، په نغمو يې تن بسیا کړه
ورته ژوند په وږمو پیل کړه، په نغمو یې ژوند دمساز کړه
دلته ټول تقدیر ته ناست دي، په عمرونو لاس تر زنې
ولس راویښ او خبرداره، د تقدیر له شوم غماز کړه
مرادزي کره دېره شه چې دوستان درته دعوت کړم
له همدې کوره دې پورته، خپله چیغه خپل اواز کړه
د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی
12.07.2025
- سمیع الله خالد سهاک
نــن ولاړ پــه کربـــــلا د انتــــظار یـم نه یم مست او نه له ځان نه هم بیزار یم لا می زړه کی تــــلوســه ده د لیــدو یی هم پــه مینه کی یی ژمـی هم بــهار یــم نــه څرګندې انــــدیښنې نـه پــــټوی شم نــه له مینې نه یی موړ نه توبــه ګار یم نــه لغمان او نـه مزار شو را نــه پاتی شـــو کلونه چی په لار یی انتظـار یــم زه خـــالد د ګل جبــینې مینــې مړ کـړم لا په قبــر کی بی مینې بــی قــرار یم
سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا جولای۲، ۲۰۲۵...
13.07.2025
- ع. شریف زاد
مقدمه: برخورد جمهوری اسلامی ویاهرکشوری دیګریکه باشد غیر انسانی غیر اسلامی فاقد هرکونه عملکرد اصولی ،حقوقی، مدنی وعدالتی است . اینګونه شرارت وبد رفتاری سیاسی علیه بشریت بشدت تقبیح می ګردد، هرګونه سازش، سهل انګاری و محافظه کاری حکومتین قابل نکوهش وتقبیح است.بخا طر داشته باشید این ګونه عمل جهان هوش مصنوعی را به قهقرا می کشاند ! میرسم به مفهوم پناهندگی (مهاجر)و تعریف پناهنده، از دیدگاه آیین اسلام با اساس بین الدولی باهم فرق دارند گرچه هم فقه و هم منابع بین الدولی ، حقوقی را برای پناهنده ب...