شعرونه
ویده پښتون ته!
یو د بل سره اړم دي پښتانه دا کوم نسل کوم رقم دي پښتانه؟ څرګند نه ده چې له کومې خوا راغلي نه حوا، نه د ادم دي پښتانه د لړم چچوړی، وايي چې خپل مور خوري نېښ د مار او د لړم دي پښتانه پر یوې چرګۍ هیڅکه راټول نه شول څو ټوټې درهم برهم دي پښتانه په پېړۍ پېړۍ خوبونو ماړه نه شول دا د چا په وده دم دي پښتانه باروي ملامتي خپله، په نورو په څلور مذهبه ګرم دي پښتانه که نن هم د ژوند کاروان سره مل نه شول د زاوال په لور ورسم دي پښتانه «مرادزیه» ستا په چیغو
دهېواد تاریخ ته
په هېوادکی موپردوخپل بوڼکي غورڅولي که لـوی وه که وړوکي بې بوڼـکو تـللي داسپېره هېوادته کسي سي ساده ورته یرغل ساتلې ورته جبـرټول پـه دغـه آند وتلي پــردیــوپـرخـپل وارخـپل نیلی پرځغلولی چي زوردی پرراغلی غاښونه ئې وتلي تاریـخ ددې هېواد جګړوکي دی تـېـرسوی دلـته ډېـرو سرونـه و مـالونه دې بـایـللي عجب کارددې هـېـواد سرنه په خلاسیږي نـړۍ والـه امـپـریال هم ځـیني څغاستلي
بحران
په نړۍ کې نن یو داسې توپان ګډ دی چې یوازې یوځای نه، په جهان ګډ دی که ختیځ او که لوېديځ دی اور اخیستي اور پر ځمکه په فضا په اسمان ګډ دی د اسمان سترګې هم سرې له غضب ښکاري جګړومارو سره جوخت په میدان ګډ دی پریښتې د اسمان هم توغوي غشي عرش پخپله هم جګړه کې پنهان ګډ دی ټول ملکونه تیاری نیسې جګړې ته یو محشر په برخلیک د انسان ګډ دی بودېجې ټولې وسلو ته وقف کیږي یو د بل سره سیالي ده، هیجان ګډ دی هرېخوا اورې ګواښونه تهدېدونه یو پر بل د تهمتونو باران ګډ
دین
دین لرل ایمان لرل دالله ټوله احکام منـل ښه کول نیکي کول له بدو نه انکار کول دا لارټـوله د اسـلام ده پاکه په ثــواب ده خوبد کول فتنه کول دابلیس کړوته ګمارل چي دین لري ایمان لري ثنادالله پاک واي هم حـقوق تـه دانسان په نـېک نـظـر کتل دیـن جیلو دی دانسان له بدوئې جغـوري که بې جیلوه سوانسان وحش دی بیا بلکل اسلام لارده دجغـورني هم نوعه ښه ګڼل په عـقـل لارپـیدا کول په علمې جوړه ول
خلاصونلار
د خلاصون لار را ته نه ښکارې نږدې کې چې ولسونه لا ویده وي په غرمې کې زه د ولس دغسې دروند خوب ته حیران یم نه د ورځې په خوب موړ شو نه په شپې کې داسې خوب چې افغانان پرې معتاد شوي نشته چرسو او افینو په نیشې کې دا متل د خوبولو په باب سم کړي نر کټی به زیږوي تل په پادې کې(۱) که جګړه، که تشدد دی تباهي ده سر بایللی دی ولسونو په جګړې کې تربګني او ورور وژنه یو ناورین دی چې قوت، نیرو مو وژني په ریښې کې د خلاصون لارهم زارۍ، دعا کې نشته نه توبو، نه ننواتو
ښکلا
ستا د حسن داسې نام دی نورو ښکلو ته الهام دی یوه ګل کې تعریف نه شي ټول بدن دې ګل اندام دی غېږه غېږه دې زندان دی پروت بندي پکې بدنام دی لار د تېښتې ترینه نشته ول د زلفو دې یو دام دی هر نظر کې دې نېشه ده هر کاته دې ګوټ د جام دی هر باڼه دې په کتل کې غشې وتی له نیام دی ورین تندي کې دې سحر دی زلفو شپول کې دې ماښام دی د قامت صفت دې نه شي قد قامت ته دې سلام دی روح ازاد ستا په دربار کې د زنګي بندي غلام دی په یو تار سره تړلې مل
اختر راغی
اختر راغی څومره خوشالی ده خیر دی که هېواد کې دومره نیستی ده اختر وایی هرچاته ښه وخت دتفریحی ده مینه ده عزت دی او هراړخیزه همزیستی ده اختر دې کنه خوار یتیم هم ورباندې خبر دی کنه کرکه نشته داکار منور دی کنه اخترستر بیام له خانه سره راوړی هغه داچې خپلواکه هم غږی ده اختر پټ مېړه نه دی چې تیرشی انسانی کرامت دی یووالی اوجوړجاړی ده اختر دتولو لراو برو مبارک شه ! دغه بیغام ستاسې غږ اوموجودی ده
غزل
چيسړیخوريدهغهمارکيسهبههمتېرهسي دترکو ولراولرخسارکيسهبههمتېرهسي پښتانهستاغېږهکېسرپرسرزندانتېروي کراچۍستاناځوانهښارکيسهبههمتېرهسي ستامقدسروحيېنجسهکړوپهسيمخاردار ددېلعينددېمردارکيسهبههمتېرهسي آبزمزمتهرسېدلیدلورکۍپهولور دهغهپلارهغهغدارکيسهبههمتېرهسي دزړهپرګوتوخالقاړوهرااړوهډير دهغهسپينغوړرياکارکيسهبههمتېرهسي چيپيسېنهلرېرسېږېعياشۍتهڅنګه کړهګوزارهددېبازارکي
کعبه
مــعـمار مـود کـعـبې د رب الخـلیل دی د له ورکـړی دا فرمان رب الجلیل دی درولې ئــې کـعــبـه له خـټو او ډبروده ورکړی لوړعظمت الله په ښه سبیل دی ځیني شاعران ترکعبې کي زړه اوچت خوکعبه دزړوقبله پرتله ئې بې دلیل دی زړه لاسته راوسته ترقبلې ئې بولي ښه وایم داښه والی مو ضعیف اونا جمیل دی کعبې ته به ورتی په احترام زموږ نبي وګوره مقام ته چي لـوړ اونه قـلـیل دی خالق هم آدم له خاوروخـټـو تکوین کړی توپیرئې په جوړنه دمادي سره عدیل دی
کفاره
ته افغان وې نو پنجاب ته ولې لاړې؟ ځان دې ولې کړ پردي جنګ کې لتاړې هغه جنګ چې د جهاد په نوم راپیل شو د پنجاب یوه دسیسه وه، سر تر غاړې د خپل ورور پر ضد پنجاب سره مرچل کې شرم نه وو، جنګېدې چې غاړه غاړې په تاریخ کې دې چنګیز ته برائت ورکړ چې کابل دې کړ پنجاب په خوله، ویجاړې خپل وطن ورانۍ کې کم تر پنجاب نه يي خپل غریب ملک دې پنجاب ته کړ کباړې چا چې زده کړه له تاریخه کړې نه وي په هر څرخ کې د تاریخ يي وځي داړې له لاس تللي فرصتونه نه راګرځي ګټه نه کړ
قلم
زړه ویني تویه وم زه تور تیاري رڼا کوم زه جهل تل برباد اوم زه بیخ بنیاد یی ورک کوم زه زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم که چا پورته زه په لاس کړم له غمونونه به یی خلاص کړم دوه سترګي یی بینا کړم په عالم کې به شناس کړم زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم زه کیمیا د سعادت یم زه ډیوه د هر ملت یم زه په اصل کې قلم یم زه چودلې په زړه سر یم زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم
افغانستان درلابلای بگو مگو!
والقلم وما یسطرون سوگند بقلم وآنچه مینویسند خيز از اين خانه برو،رخت ببر،هيچ مگو …مولوی معنوی میفرماید: مــن غلام قمــرم ، غيـــر قمـــر هيــــچ مگو … پيش مـــن جــز سخن شمع و شكــر هيچ مگو … سخن رنج مگو ،جز سخن گنج مگو … ور از اين بي خبري رنج مبر ، هيچ مگو … دوش ديوانه شدم ، عشق مرا ديد و بگفت … آمـــدم ، نعـــره مــزن ، جامه مـــدر ،هيچ مگو .. گفتــم :اي عشق مــن از چيز دگــر مي ترســم … گــفت : آن چيـــز دگـــر نيست دگـر ، هيچ مگو …. من به گــوش ت
ظُلّم
ظُـلّـم ته الله دقهر په سترګو ګـوري ظـالــم له منځه اخلي چي ځي پـربـــلي لــوري تُنّدي او سرزوري دظلم نخښي دي بــې رحــمــه کــســان کــــړي الله مــخــتــوري اســـلام دین د محـبــت اومـیني دی ظلـــم پکـښـې نـشتـه په رښتـیا او پـوري اوري نـــوراسـه ای مسلمه رحـم که پېشه تـنــدي دي سـتـا ټولـــنــه هــیڅ کلــه نه پيـــري په نرمۍ به دښتي ژوی ته آرام کي له تُندیه درنه درومي دکـور ژوي پرخپل لوري ظُلّـم اوبې رحمي عـلــم ئې نه مني عالم وي داسي نرم لکه د ب
د ماضي واکمني
چې ماضي کله اینده باندې سپره شې اولاده به يي د ملا په څېر، څېره شي د پېړۍ، پېړۍ زاړه روایتونه په ټولنه کې رواج به دوباره شي د دېوانو پیر به بیا ځلې تکرار شي جوړ وطن به د شېشکو هدېره شي ته وی مړی سپین کفن کې پاڅېدلی چې ملا د سلطنت پر تخت ښکاره شي د تاریخ وهلي تور زنګي ځواکونه تباهي ده چې د ولس پر سر دېره شي لوی زاوال د ملت هغه مهال پیل شي چې وګړي د ملا داد ته اسره شي ولس که بیا د ازمایلو لاس ته کښیني تر پخوا نه به لا نور زیات مسخره شي له
څه غواړی؟
ولس او نړۍ سره پخلا کېدل غواړی په تنده وی که نرمه خو پوهېدل غواړی سیاست او اداره دوه مهم مفهومه دی ددواړو ترمنځ دترکیب سمېدل غواړی ناشونی ده چې بهرنی په دې قانع کړې پلمې پرېږده سالم مدیریت کول غواړی دا او هغه دفساد په نوم له واره مه وژنه ولس پوهیږی ستا سوچ هم رغېدل غواړی ولس له نړۍ سره د تعامل غوښتنه کوی ولې آمارت دا دومره بی مانا تقابل غواړی نږدې دوه کاله تیر شول دې ببولالو کې کڅوړې دخیرات هم سم وېشل غواړی تګلاره ، مودل دحکومت او قانون نشته
شخوند!
وايي چې اوښان په خوړلو وښو، بیا بیا شخوند وهي. ځینې قومونه او تر ټولو لومړی ښای افغانان، هغه ملت وي چې د تېرو نسلونو په کړنو او بریاوو بې له دې چې د راتلونکې لپاره ترې درس واخلي لکه د اوښانو غوندې پرې بیا بیا شخوند وهي. یو عالم څه ښه ویلې دي: هغه ملتونه چې د راتلونکې لپاره کړنلار نه لري، د تېرو نسلونو د بریاوو په یادولو ځان ارضا ساتي او وخت له لاسه ورکوي! د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۵ مه سرلوڅ مرادزی
خلیلزاد ته!
کاش! پیدا نه وای له بلخ ام البلاده یا په خټه افغان نه وای خلیلزاده بیا پوښتنې او ګیلې ته اړتیا نه وه افغان څه کول د ستا له ذکرو یاده هغه باد هغه توپان چې رانازل کړې تو لعنت شه په توپان او هغه باده په راتګ دې مورنی وطن ویجاړکړ په عوض دې امریکا کړله اباده د کمزادو له ډولونو تاریخ ډک دی په ټولي د کمزادانو کې کمزاده شیادان که په تاریخ کې ډېر تېر شوي د هغو منځ کې تر ټولو لوی شیاده د انګریز د جاسوسانو مخ دې سپین کړ د لارنس او بغدادي پير، پیر استاد
غزل
سرپرسر غواړمجامونهدزړهسره موسيقياوربابونه دزړهسره ژمیخوندکويسرهلهسپينیواورې خوچيبلدېوياورونهدزړهسره ګرمهغېږهرانهتاوکړهيخوهلی ستاپهبرخهثوابونهدزړهسره سمهلارهلههغوورکېداينسي چيويدوياوکتابونهزړهسره پهدېوختکېسړیسمدمکړينامرده ګورهونکړېپورونهدزړهسره کهدصبرپرنيليسپورسولېنوبياخو ستاپهبرخهديګلونهدزړهسره عمرياوسدهبېمورهپهدعاکې ترشانلريلاسونهدزړهسره عمر
زما ځای
نـن آسمان می له یــــــادونو توبــه ګار دی خو بوستــان می د ګلــــونو په کنـــــار دی یو ژوندون دی چی تــلوار کی رانه ځغلي بل مې مخ دی چی خزان کی هم بـهار دی افغانان اوس لــه خدایه یـــو شی غواړي کور، ډوډی ورڅخه غواړي ډیر تلوار دی افغانــانو سوله کړئ چی بــــــربــادیـــږي په رښتیــا به اوس یــو کیږئ دا اقرار دی دښمنـــان می د دنـــیـــا لــه ســرحد وتــي ما خالد ته هریو زړه کی ځـای وزګاردی سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا ۰۲/۰۳/۲۰۲۳
خپل هوډ
خپل هوډ نه له چا څخه خپه، نه ګیله من یم د فلک د څرخ په څېر پخپل مدار ځم پخپل مټ او پخپل هوډ زما تکیه ده بینوا او خالي لاس که له دربار ځم راته مه وایه په کومه لاره لاړ شم زما خوښه چیری ځم، په کومه لار ځم تنوع ده، د ګلونو په ګلزار کې ځکه هره ورځ دیدن ته د ګلزار ځم د ملا د زور جنت مې پکار نه دی جهنم ته په خوښۍ پخپل اختیار ځم ما قیام د بندګۍ په وړاندې کړی لاس تړلی چې زاندان ته ګناهګار ځم زه د خپلې لارې عشق کې تومتي یم وا به نه وړم له دې لارې
ږره
وېـښته دمخ ده ږره الله ورکــړې وهـرنـرته داتـــوپـــیـــر کـړی الله دی ښـځـي اوونــرته که مسلمان یابـېـله مسلمان نـرئې لـري ږره ښـــځه وي پی مــخې دافطرت دی وایم درته په دین کــي د قـران مـو بـیان د ږري نسته پـیــغمبــرمــودي ویـلي سنت دی وهــرسرته اوس ګورمه هېوادکي ټول ټینګارپرږره دی پنځه بناءوي دي څرګنده ږره کم بناءته ورته راسه فرعه پـرېـږده پنځه بناءوي که سنبال دا حــدود دخــدای دي ځــای نـسته بل خبرته ږره نه فرض ده نه واجب هدایت دپیغمبرده یــوه قـبـضه ږ
تازهغزل
ستاکاته شراب شراب زه يې کړم خراب خراب يودېله پښتوقربان بل لرې شباب شباب سمه لامبوزي غواړي مينه خو درياب درياب کاشکي تامې زړه ليداي ده کباب کباب کباب مچي مې درباندي دي راکړه نن حساب حساب غم چي پرما زورنکړي ګورمهکتابکتاب مينه دخوف لارتللې شپه کې پرسرخاب سرخاب راغلو عمري درته ورنکړې جواب جواب عمري مسلم باغ
ناشنا ساقي
وګړي يي بدل دي خو دا ښار راته اشنا دی د سوي کنډواله کلي چنار راته اشنا دی شملې تر پرون دنګې، پر سرو خلکو تړلي سرونه هغه نه دي خو دستار راته اشنا دی د باد په لور کږیږي، د ثبات تپوس يي مه کړه د خلکو لاپې باټې او کردار راته اشنا دی توپیر پکې د زرو او د جسو بیخي نشته سړي پکې خرڅيږي دا بازار راته اشنا دی خاپونه د څپېړو يي پر مخ لا هم شمېرمه لاسونه نااشنا دی، خو ګوزار راته اشنا دی فریب او دسیسه يي وخت په وخت سره لوڅېږي په عمق د توطیې پوه یمه، غدار را ته ا
علم مباح نه دی
ته چي علم مباح بولې کړې داعمل ولي++ ورکوې ته لومړيتوب جهل څو ځلي دالله سي پېـژندنه په علم سره بېشکه ++ نوزده کړه علم ته چي اروا دي وځلي علم مـباح مه بـوله دا ځکه دی لازم++ وینا دپـیـغـمبرمـو ده ثابته ډېـر عالي حدیث شریف دی: اطلبو العلم ولوکانه فی الصین. فاءن طلب العلم فریضة علی کُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمةٍ. علم زده کړۍ که څه هم په چین کي وي.داځکه علم پرهرمسلمان او مسلماني لازم دی. شیخ سعد علیه الرحمه وایي: چون شمع ازپی علم باید گداخت که بی علم ن
یو ماښام
چې یو تت شانته ماښام وي پکې ډک د میو جام وي یاران ټول سره وي جمع زوړ ساقي پکې امام وي شونډې ډکې له موسکا وي هر نظر کې یو پیغام وي یو تر بل غاړه غړۍ وي د یوه وجود اندام وي مینه مینه کې کلام وي دا وختونه دې مدام وي +++ د نري لښتي پر غاړه شنه جلګه وي د کبلو د جلګې په څنګ کې واړه کېرۍ (۱) ډکې وي له ګلو لښتی هسې مست بهیږي لکه بار اوښ چې شڼیږي د څپو د زړه له تله اورې دا یوه غونډله (۲) چې اوبه ژوند له څپو کړي څپې هم ژوند