ژوند یو تحفه د طبیعت ده یوځل
پر چا ریښتیا پرچا رویا تېرشو
مفهوم د ژوند دی یو پېچلې تعبیر
چا ته تیاره چا ته رڼا تېرشو
بهیر د ژوند د درېدلو نه دی
د ډېرو وخت په نن سبا تېرشو
د ژوند لذت کې هیڅ کمی نه ښکاري
څه که بېخوند پر ما او تا تېرشو
ګیله له نورو یو عبث فکر وو
ژوند په ګیلو کې بې معنا تېرشو
د نورو ژوند وو، ننداره وه زموږ
د نندارو ژوند هم په غلا تېرشو
راته په بله دنیا ژوند وعده شو
وعدو کې ژوند رانه وړیا تېرشو
د نقد، نسیا په انتخاب کې ملا
د نقد بدل کې په نسیا تېرشو
د هر چا خوښه چې تعبیر يې څه دی
د مرادزي ژوند په ریښتیا تېرشو
د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۴ مه
سرلوڅ مرادزی
12.06.2025
- سرلوڅ مرادزی
د «ایراني ژبو» پر ځای د «اریاني ژبو» د اصطلاح اړتیا ډېر وخت د ځینو افغان قلموالو او لیکوالو د داسې لیکنو سره مخامخېږم چې په پټو سترګو د ایراني لیکوالو په پل، پل ږدي او د«اریایې ژبو» د اصطلاح پرځای د«ایراني ژبو» اصطلاح کاروي. دوی په پوهه یا ناپوهۍ سره په هغه لویه توطیه کې برخه اخلي چې ایراني واکمنو د افغانستان او د اریانا د ټولې سیمې د فرهنګ، تاریخ او تمدن د غلا او لوټ لپاره په کار اچولې ده. ژبه یوازې د انسان د خبرو وسیله نه ده؛ بلکې د هغه د هویت، فرهنګ، تاریخ او تمدن څرګندونه هم کوي....
17.06.2025
- سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
یوې څېړنېزې مقالې د بنګله دېش د جګړې تاریخ بدل کړ د انګلستان د سنډي ټاېمز ورځپاڼه کې یوې مقالې د بنګله دېش انقلابي پاڅون د ځپلو په اړه د پاکستان ظلمونو، وحشتونو او قتل عام څخه پرده پورته کړه او ورسره یې د بنګله دېش د جګړې تاریخ بدل کړ. دغه مهمه تاریخي مقاله د یوه پاکستاني خبریال او عیني شاهد انټونې مسکارانهاس لخوا لیکلي شوي او د 1971 کال د جون په13 مه په سنډې ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوي ده. دغه مقاله د بنګله دېش د جګړې په اړه یوه خورا مه...