یوې څېړنېزې مقالې د بنګله دېش د جګړې تاریخ بدل کړ 
د انګلستان د سنډي ټاېمز ورځپاڼه کې یوې مقالې د بنګله دېش انقلابي پاڅون د ځپلو په اړه د پاکستان ظلمونو، وحشتونو او قتل عام څخه پرده پورته کړه او ورسره یې د بنګله دېش د جګړې تاریخ بدل کړ. دغه مهمه تاریخي مقاله د یوه پاکستاني خبریال او عیني شاهد انټونې مسکارانهاس لخوا لیکلي شوي او د 1971 کال د جون په13  مه په سنډې ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوي ده. دغه مقاله د بنګله دېش د جګړې په اړه یوه خورا مهمه مقاله ګڼل کیږي. مقاله هغمهال خپره شوي، چې کله بنګله دېش د ګردې نړۍ څخه هېر شوي او جلا شوي و. دې مقالې نړۍ ته هغه مستند مالومات په لاس ورکړل، کوم چې پنجابي ظالمو پوځیانو په بنګله دېش کې تر سره کړي وو. 
په1971 کال د لومړي ځل لپاره دې خبرېال د خپل جلا شوي ختیځ بنګال ولایت د پاڅون او د مقاومت ځپلو په اړه د پاکستان پوځ ډله ییزې وژنې، جینوساید، د سیسټماتیک اعدامونو وحشتناکو صحنو او د ظالمانه کړونو څخه پرده پورته کړه او په پراخه توګه یې د بنګالیانو قاتل عام یا نسل وژنې افشا کړي دي. 
په دې کې ډېر لږ هیڅ شک و شوپیان شته، چې په دغه مقاله کې د خبریال انټونې مسکارانهاس لخوا راپور ورکول د جګړې په پای ته رسولو کې خپل رول لوبولي دی. دغه خبریال یو ډېر زړور خبریال و. ځکه هغمهال هم پاکستان د یوه ظالم پوځي رژیم لخوا اداره کیدو. خبریال پوهیدو چې د مقالې له خپریدو مخکې باید خپله کورنې له پاکستانه وباسي. خو په هغه شپو ورځو کې دا کار اسانه کار نه و. 
د پاکستاني پوځ لخوا له بنګاله ټول بهرني خبریالان لا دمخه ایستلي شوي وو. پاکستان دې ته هم لیواله شوی و، چې د بل لوري ترسره شوي ظلمونه خلکو ته وروښیې یا خپاره کړي. 
پاکستان پشمول د مسکارانهاس نهو ژورنالیستانو ته د لسو ورځو لپاره بنګله دېش ته د تګ او سفر کولو اجازه ورکړل شوي وه. کله چې دوی کور ته یعني پنجاب ته بیرته راستانه شول، اته خبریالانو هغه څخه ولیکل، کوم چې د پوځیانو لخوا ورته ویلي شوی و، خو یوه صادق زړور خبریال مسکارانهاس دغه امر رد کړ. 
نوموړي ویلي و، چې که دا کیسه ونه لیکل شي، کوم ظلمونه او وحشتونه چې هغه لیدلي دي. نو هغه به بیا هېڅکله په ژوند کې بله کلمه ونه لیکي. هو دا کار په پاکستان کې ممکن نه و. ټولې ورځپاڼې د پوځ لخوا سانسوریدلي. مسکارانهاس پوهیدو که هغه د لیکلو هڅه وکړي، نو په ډزو به ووژل شي. مسکارانهاس داسې پلمه جوړه کړه، چې ګویا لندن ته د خپلې ناروغې خور پوښتنې ته ورځي. هغه لندن ته سفر وکړ، چېرې چې مستقیماً د سنډي ټایمېز ورځپاڼې دفتر ته ورځي او د مدیر مسوول سره ولیدل. مسکارانهاس هغه ته وایې: چې دی د یوې لویې منظمې پلان شوي ټولوژنې شاهد دی. د پوځي افسرانو څخه یې اوریدلي دي، چې دوی دا ډول وژنې د ٬٬ ورستۍ حل٬٬ په توګه بیانول. 
مسکارانهاس مجبور و. د مقالې تر خپرولو مخکې خپله کورنې له کراچۍ څخه وباسي. نوموړي خپله میرمن د یوه ټیلګرام له لېارې خبروي، چې د ماشومانو سره لندن ته لاړه شي. ښځې یې په یوه ورځ کې د هر څه پرېښودلو ته اړه کیږي. دوی په دغه ورځ داسي ژړل لکه چې جنازی ته روان وي. دوی یوازې یو بکس له ځانه سره واخیستلو. پر دوی د شک مخنیوي لپاره مسکارانهاس باید د خپلې کورنې د وتلو دمخه پاکستان ته تللي واې. دا مهال پاکستانیانو په کال کې یوازې یو ځل بهرته د بهرني الوتنې اجازه درلوده. له همدې امله مسکارانهاس مجبور شو، چې له خپل هیواده یوازې په پته د ځمکې له لېارې افغانستان ته لاړشي او بیرته لندن ته لاړو. په هغه ورځ چې مسکارانهاس له خپلې کورنې سره په لندن کې یو ځای کیږي، سنډي ټایمېز د هغه مقاله د ٬٬ جېنو سائید/ نسل وژنې٬٬ تر سرلیک لاندې خپره کړه. 
دا څېړنېز له وینو ډک راپور ځکه مهم و، چې مسکارانهاس په ښکاره او مستنده توګه د هغو پاکستاني جنرالانو او افسرانو ستر باور او اعتماد ترلاسه کړي و، د کومو سره چې هغه همکار و او وخت یې ورسره تیر کړي و. خبریال لیکي: ٬٬ ما د وژنو او سوځولو  وحشي ماموریتونه٬٬ لیدلي دي، ځکه د پاکستاني پوځ واحدونو د یاغیانو د پاکولو ورسته په ښارونو او کلیوالي سېمو کې ټولوژنې ترسره کړي دي. ما کلي لیدلي چې د وژنو سزا ورکولو ورسته مکمل ویجاړ کړل شوي او سوځول شوي وو. ما خپله د شپې لخوا پاکستاني غټ غټ پوځیان او افسران اوریدل، چې په ویاړ سره به دوی د ورځې وژنې سره یادولي، چې چا څومره نن چپه کړل یا ووژل.؟ ما د دوی ځوابونه په خپله حافظه کې د تل لپاره ثبت کړي دي.
د مسکارانهاس مقاله د پاکستان له نظره یو لوی خیانت و او نوموړي د دښمن اجېنټ په توګه تورن شوي و. پاکستان نن هم دا ردوي، چې د دوی ځواکونه د داسي ظلمونو ترشا نه وو، لکه څنګه چې مسکارانهاس بیان کړي دي او د هند پروپاګنډېسټ په نامه یې ملامتولو. خو په بنګله دېش کې د هغه مقاله په ډېره مېنه لوستل شوي او په درنښت سره یادېږي او دغه مقاله نن هم د بنګله دېش د ازادۍ جګړې په موزېم کې نندارې ته وړاندې کیږي. د موزیم یو کارکونکي مفیدالحق وایې: ٬٬ دا د بنګال جګړې په اړه یوه له خورا مهمو مقالو څخه ده. دا مقاله هغمهال راڅرګنده او خپره شوه، چې کله زموږ هیواد له بهرنۍ نړۍ څخه بلکول جلا شوي و او دې مقالې نړۍ ته د هغه څه په اړه مالومات ورکړل، چې دلته زموږ سره پېښ شوي وو٬٬
د لنډن سنډي ټایمز ورځپاڼې د بنګله دېش یا په ختیځ پاکستان کې د ترسره شویو وحشتناکو ظالمونو په اړه د ٬٬ GENOCIDE“  په نامه یوه شپاړلس ستونېزه یا دوه مخیزه مقاله خپره کړي. د بنګالیانو د قتل عام په اړه د انټوني مسکارانهاس د کرکې ډکه هراړخېزې مفصلې مقالې نړۍ سخته حیرانه او پرېشانه کړی وه. دغه خبریال د پاکستاني پوځ لخوا د هغو عملیاتو د څارنې لپاره وربللي و، کوم چې دوي ترسره کول. د مقالې لیکوال خپله په کراچۍ کې د مارنېنګ نیوز مرستیال مدیر و. 
په 2021 کال کې د مارچ په 22 مه سنډي ټایمېز یو ځلې بیا د جنګي جرمونو د روانې محاکمې او د یوه مجرم په اړه د اعدام سزا په رڼا کې او د شهیدانو د روڼاندو د ورځې په مناسبت دغه مقاله چاپ او خپره کړي. 
مقاله په دې جملو پیلیږي: د عبدالباري چانس بخت او طالعې په ختمیدو وې. د ختیځ بنګال د زرګونو خلکو په څېر هغه د پاکستاني پوځ د ګزمې په لیدو سره منډې پیل کړې. نوموړي یوه مهلکه وژونکي تېروتنه وکړه. هغه 24 کلن و. یو کوچېنی سړی د سرتېرو لخوا محاصره شوی و. هغه ډیر تریدو او لړزیدو ځکه چې پر هغه هره شیبه ډزې کیدلي شوې. ٬٬ معمولا موږ باید هغه د تېښتې پر مهال وژلی واې٬٬ ، ما ته د نهمې فرقې قوماندان جګړن راټور په خبرو کې وویل: لکه څنګه چې موږ د کومیلا شاخوا 32 کیلومتره سویل ته د مدفرګنج ته نږدې د یوه کوچني کلي په څنډه کې ولاړ یو. خو موږ دلته د تاسو لپاره هغه لومړي کنټرولو، تاسو دلته نوی یاست او زه ګورم چې تاسو دغه حالت څومره عضمولي شي. 
ولې هغه وژنئ‌؟ ٬٬ خبریال د زیاتیدونکي اندېښنې سره بیا وپوښتل٬٬ ښایې هغه یو پاڅونوال وي، یو هندو وي، ښایې یو زده کونکي و یا د عوامې لیګ غړی و. دوی پوهېږي، چې موږ یې څارو او ګورو او کله چې تېښته کوي، دوی له خپل ځان سره خیانت کوي. ٬٬ خو ولې هغوي وژنئ او ولې هندوان په نښته کوئ؟٬٬ خبریال هم په دوامداره توګه همداسي پوښتنې کولي، قوماندان راټور په جدي توګه ورته وویل، ٬٬ لکه څنګه دوی د پاکستان د ویجاړولو هڅې کوي، اوس موږ د جګړې تر چتر لاندې د هغوي له منځه وړلو لپاره یو غوره فرصت په لاس کې لرو، ترڅو دوی ټول له منځه یوسو. موږ یوازې هندو نارینه وژنو، موږ سرتیري یو، د یاغیانو په څېر ډارن نه یو، دوی یوازې زموږ ښځې او ماشومان وژڼې. خبریال لیکي چې ما ایله د یو څو څاڅکو وینې لومړني داغونه ولیدل. ما د لومړی ځل لپاره د هغو وینو داغونه ولیدل، کوم چې د ختیځ بنګال په زرغونه ځمکه کې خپاره شوي و. په پیل کې دا د غیر بنګالیانو په وړاندې د کرکې ډکې وحشيانه څپو کې ډله ییزې وژڼې وې. خو دا د لویدیځ پاکستان پوځ لخوا په قصدي ډول ترسره شوې ډله ییزې وژنې وې. د دې وژنو قربانیان نه یوازې د ختیځ بنګال هندوان وو، چې د 75 میلیون بنګالیانو لس سلنه جوړوله، بلکې په زرګونه بنګالي مسلمانان هم ووژل شول. په دې کې د پوهنتون او کالج زده کونکي، ښوونکي، استادان، د عوامې لیک او کین اړخو سیاسي ګودونو کدرونه او د 176000 بنګالي سرتیرو او پولیسو افسرانو څخه یو یو په کې شامل وو، کومو چې د26  د مارچ په ورځ د بنګله دېش د خپلواک جمهوریت د جوړولو لپاره پاڅون کړي و. هغه څه چې ما د اپریل په پای کې ختیځ بنګال ته د خپل لس ورځینې سفر په جریان کې په خپلو سترګو ولیدل او په خپلو غوږونو واریدل، ما ته یې په خورا وحشتناکه او ویره ونکې ډول روښانه شوه، چې دا وژنې د قتلونو په ډګر کې د پوځي قوماندانانو لخوا  منفرد عملونه نه ول، بلکې پلان شوي ډله ییزې وژنې وې. د جینوساید مقاله ډیره اوږده ده، د فعلآ لپاره همدومره ژباړه کفایت کوي.
 د هند صدراعظمې میرمن اندراګاندي د سنډي ټایمز د هغه وخت مدیر مسوول هارولډ ایوانزا ته ویلي و، چې دغې مقالې هغه دومره ژوره حیرانه کړي وه، چې نوموړي په اروپایې پلازمینو او ان مسکو کې په شخصي توګه د ډیپلوماسۍ کمپاین ته وهڅوله، ترڅو د هند د وسله والې مداخلې لپاره زمینه چمتو کړي. د سنډی ټایمز مدیر مسوول په خپلو یادېښتونو کې لیکلي دي، دا هیڅکله د مسکارانهاس اراده نه وه، یوازې هغه یو ډېر ښه خبریال و، چې په صادقانه توګه یې خپله دنده ترسره کړه. مسکارانهاس کونډه مېرمن ایوانه وایي: مسکارانهاس ته تل مور ویلي و، چې پورته شه، حقیقت او ریښتیا ووایهّ، ریښتیا تر خلکو غوږونو پورې ورساوهّ. خپلي مېرمنې ته ویلي وو، زما په وړاندې یو غر کیږده، زه به پرې وخیږم، خو هغه هیڅکله ځان نه مایوسولو. په 1986 کال کې مسکارانهاس ومړ. 
د1971  کال د بنګله دېش نسل وژنې د بشريت تاریخ له تور تیارو فصلونو څخه ګڼل کیږي او د بېګناه خلکو په وړاندې د نه تصور کیدونکو وحشي ظلمونو نښه ده. د نهو میاشتو په اوږدو کې میلیونونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او بېشمېره نور یې د نه بیانیدونکي کړاونو سره مخ شول. دا نسل وژنه، چې په نړۍ کې له لویو نسل وژنو څخه ګڼل کیږي. د اټکل له مخې د دریو میلیونو خلکو غمجن ژوند ضایع کیدل او د 400000 څخه زیاتو ښځو او ځوانو نجونو په وړانې وحشيانه جنسي تیري تر سره شوې دي.
که څه هم نړیواله ټولنه په شمول د متحده ایالاتو د دغو ظلمونو څخه خبر وو، خو مداخله یې ونه کړه او سربیره پر دې د پاکستاني رژیم ملاتړ ته یې دوام ورکړ. د نسل وژنې اغېزې د بنګله دېش تاریخ او هویت ته بڼه ورکوي، چې راتلونکي ظلمونو د مخنیوي لپاره د قربانیانو د یادولو او درناوي اړتیا باندې ټېنګار کوي. نړۍ د پاکستاني ژورنالیست انټوني مسکارانهاس دې څیړنېزې ټولوژنې یا جینو ساید مقالې ته حیرانه پاتې شوي وه، ځکه چې نوموړي د پاکستان پوځ لخوا د هغو جنګي جنایاتو او خونړیو عملیاتو د څارنې لپاره وربلل شوي و، کوم چې دوی په خپله ترسره کړي وو. 
 
د مکتي بهاني آزادۍ پوځ بنسټ ایښودل او د بنګال راډیکال افسرانو رول
مکتې بهانی د بنګله دېش د خپلواکۍ لپاره یو بیړنې قوي متحرک پوځي ځواک و. د 1971 کال د مارچ په25  مه د پاکستاني پوځ له خوا د تاوتریخوالي ډکو عملیاتو څخه لږ ورسته د مکتي بهاني په نوم یو فوجي غورځنګ راڅرګند شو. مکتې بهانی په تدریجي ډول د وسله والو او روزل شویو کسانو په یوه لوی سازمان بدل شول، چې د بنګله دېش موقت حکومت سره یې خپله وفاداري اعلان کړه. د پاکستان ترهګر پوځ وحشتناکو کړنو او ټولوژنو ډیر بنګالي ځوانان وهڅول، چې د مکتي بهاني فوج په لیکو کې یو ځای شي. د بنګله دېش د خپلواکۍ جګړې ډګر اصلي اتلان د مکتي بهاني غورځنګ د آزادۍ جنګیالي غړي دي. کوم چې د ازادۍ جګړې پر مهال د هند وسله والو ځواکونو سره د پاکستان د پوځ په وړاندې جنګیدلي دي. 
د 1971 کال د مارچ په25  مه د پاکستان پوځ په ختیځ پاکستان کې د ډله ییزو وژنو ترسره کولو لپاره د رڼا لتون (Searchlight) په نامه وحشتناکه ظالمانه عملیات پیل کړل. دا مهال په بنګله دېش کې د پاکستان پوځ لوړ پوړي قوماندان او جنرالانو شتون درلود. د دې عملیاتو موخه د بنګال ملتپال غورځنګ ځپل، د لویو ښارونو نیول او د یوې میاشتې په اوږدو کې ټول مخالفین او مخالفتونه له منځه وړل وو. د دې عملیاتو څخه مخکې ټول بهرني خبریالان په سیسټماتیک ډول له بنګله دېش څخه شړلي شوي ول. ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې دا ظلمونه پرته له نړیوالې پلټنو ترسره شي. د رڼا لټون عملیاتو اصلي پړوا د مۍ میاشت په نیمایې کې کله چې د بنګال لوی ښار سقوط وکړ، پای ته ورسیدل. د دوی یوازینۍ موخه د بنګالیانو نسل وژنه وه. له دې وحشتونو ورسته د مکتي بهاني غورځنګ بنسټ کېښودل شو. په څو میاشتو کې دغه وسله وال روزل شوي کسان په یوه پراخ منظم تنظیم بدل شول. د بنګله دېش موقت حکومت سره د وفادارۍ لوړه ترسره کړه. د مکتي بهاني پوځ له دوو فرقو یا برخو څخه جوړ شوی و. یوه فرقه یې منظم پوځ د (Niyomito Bahini) په نامه و. بله فرقه یې د عامو خلکو څخه جوړ شوي پوځ و. منظم پوځ بیا به دریو برخو ویشل شوي ‌و. د ځانمرګو یا انتهاریانو ډله، د لړمانو ډله او د طوفان ډله وه. قومانده یې د ختیځ پاکستان د وسله والو ځواکونو یو پخواني افسر اېم. اې. جې. عثماني په غاړه درلوده. د نوامبر تر پایه د مکتي بهاني ځواک شمېر شاخوا تر سلو زرو کسانو پورې لوړ شوي وه، سربیره پر دې پنځوس زره د هند لخوا روزل شوي غیر منظم چریکي جنګیالي هم چمتو شوی وو. 
د1971  کال ډسېمبر کې مکتي بهاني پوځی پرمختګونو د جنرال یحیي خان سخت نا هیلې کړی و. 
د لویدیځ پاکستان پوځي یرغل د بنګال انقلابي پاڅونوالو په زړه کې ولګید. د چین لومړي وزېر ژوو اینلای د 1971 کال د اپریل په13  مه یحیی خان ته ولیکل: د چین خلک به د تل په څیر د پاکستان حکومت او خلکو سره د دولتي حاکمیت او ملي خپلواکۍ د ساتنې لپاره د دوی په عادلانه مبارزه کې په کلکه ملاتړ وکړي."
دوی همدارنګه لویدیځ پاکستان ته د وسلو او مالي مرستو په رسولو کې مرسته وکړې، چې دغه اقدام د هغو ډېرو خلکو لپاره یو ډېر ستر حیرانونکی خیانت و، چې د چین ماوسیتونګ یې د خپلې مبارزې لپاره د الهام اخیستلو سرچینه ګڼله.
خو د پردې تر شا د ځوانو بنګله دېشي افسرانو او عادي سرتیرو یو لوی شمېر د هغو ظالمانه تاوتریخوالي په وړاندې چې د لویدیځ پاکستان پوځ په خپلو خلکو باندې ترسره کړې، ځښت ډېر بنسټپاله او سختدریځه کړي ول.
یو له دغو افسرانو څخه ابو طاهر و، چې د لویدیځ پاکستان له پوځ څخه جلا شو او د بنګالي مقاومت او پاڅون سره یو ځای شوي و او د پوځ د 11 برخيبرخې قوماندان شو. دوی کلیوالو سېمو ته وتښتېدل او د ځوانانو له خورا سختو او ځان قربانوونکو برخو سره یې د مکتي بهني (د آزادۍ پوځ) بنسټ کېښود، او چریکي جګړه یې پیل کړه.
ډیری ښځې د ښځو په واحدونو کې د مکتي بهیني سره یو ځای شولې او په زړورتیا سره د نارینه وو سره څنګ په څنګ د لویدیځ پاکستان په وړاندې وجنګیدلې.
ښځو د جاسوسانې په توګه خپل ژوند په خطر کې اچولو، جبهو ته یې اکمالات لیږدول، د ټپیانو پالنه او درملنه یې کولې، او حتی خپل کورونه یې په لنډمهاله ډول په روغتونونو بدل کړل. بنګالي ښځو د بنګله دېش د خپلواکۍ په انقلاب کې او د خپلواکۍ په جګړه کې مهم رول ولوباوه.
د1971 د اپریل د اپریل په لسمه د بنګله دېش جلاوطنه حکومت (مجیب نگر حکومت) د لویدیځ بنګال په کلکته کې د دولتي چارواکو، روڼاندو او پوځي قوماندانانو د یوې طبقې په ګډون جوړ شو.
دوی د مکتي بهاني پوځ رسمي قومانده د هندي دولت په ملاتړ سره همغږي کړې، کوم چې د بنګالي پوځي افسرانو او اشرافو څخه جوړ شوی وه او د عوامي لیګ حکومت لخوا په جلاوطنۍ کې ملاتړ کیده او غوښتل یې د منظمو افسرانو د جوړښت سره دودیزه جګړه پیل کړي.
که څه هم د هند دولت په لفظي ډول د بنګال خپلواکۍ ملاتړ اعلان کړ، خو په دې حالت کې په پوځي مداخله کې خپلې سیاسي او مادي ګټې هم درلودې.
د هند واکمنانو وېره درلوده چې دا غورځنګ به په چټکۍ سره لویدیځ بنګال او بیا ټول هند ته خپور شي. دوی غوښتل چې دا غورځنګ په کنټرول کې ولري، ځکه چې دا په ټوله جنوبي آسیا کې د پانګوالۍ سیسټم د نسکورولو وړتیا درلوده.
خو، هند هیڅکله نه غوښتل چې بنګله دېش ونیسي او یا له هند سره یې یو ځای کړي. تر ټولو غوره تمه چې دوی درلوده هغه یو ازاد بنګله دېش و، چې د هندي پانګوالو سره دوستانه اړیکې ولري او د دوی د سېمه ییزې ستراتیجۍ یوه مهمه برخه وي، تر څو د دوی خپل اصلي سیال کمزورۍ کړي.
په 1971 کال کې هند ته دا فرصت برابر شوي و، څو پاکستان ته سخته شرمونکی ماتې ورکړي. خو د هند واکمنې طبقې د ډله ییزو مبارزو د کمزوري کولو لپاره په خپله پوله کې د یو سخت سیال ویرې ته اړتیا درلوده، چې د مذهبي توپیرونو له مخې تعریف شوی و. دا په بشپړه توګه د برتانوي امپریالیزم د اصلي پلان سره سم کار و، چې په 1947 کال کې هند د مذهبي لیکو پر بنسټ سره ویشلی و. د مکتي بهایني دننه د مقاومت میټوډونو او تاکتیکونو په اړه مخالف تمایلات هم راڅرګند شول.
 
په یوه مهم ټلګرام کې د خپلواکي اعلامیه خپریدل
یو شمیر محصلینو یو ټلګرام ترلاسه کړو، دوی غوښتل دا ټلګرام د اګرباد ستیشن څخه رادیو پاکستان ته د خپرولو لپاره ولیږي. دا ټلګرامي خبرونه د بنګالي ډاکټر مجهوله انور له لوري ژباړل شوي وه. د دې خبرونو خپرولو اجازه د جګپوړو چارواکو لخوا ورنه کړل شوه. دغه محصلین د کلوګاټ په پله وراوښتل او هغي سېمې ته راورسیدل. چې د ختیځ بنګال د یوه پوځې کنډک له لوري د میجر ضیاوالرحمن په مشري کنترولیده. دغو بنګالي سرتیرو همدغه رادیو ستېشن کنترلولو.
په 1971 کال د مارچ په 26 مه نیټه د ماښام په 19:45 دقیقو میجر ضیاوالرحمن د شیخ موجیب الرحمن له لورې د بنګلدېش خپلواکي په یوه اعلامیه کې په لاندې ډول خپره کړه.
“زه میجر ضیاالرحمن دلته د بنګوبونډوها شیخ مجیب الرحمن په غوښتنه دا اعلانوم، چې د یو خپلواک ولسي جمهوریت بنګله دېش بنسټ کیښودل شو.”( („Shadhin.Bangla. Betra.Kendro“
زه د شیخ مجیب الرحمن په نامه پر ټولو بنګالیانو غږ کوم، چې د لویدیځ پاکستان پوځ په وړاندې راپورته شئ او موږ به تر ورستي بنګالي پوري وجنګیږو، څو خپل پلارنۍ هیواد آزاد کړو. د الله ج په فضل بری زموږ په لوري دی.
(Joy Bangla)
کلورګاټ راډیو څپې تر محدودي سېمو پوري خپریدي. دغه خبر د یوې چاپاني بیړۍ له خوا چې د بنګال په خلیج کې روانه وه، ثبت شوي دی. همدغه خبر بیا د اسټرالیا او ورسته د بې بې سې راډیور له لوري هم خپرو شو.
له دې مهاله د 1971 کال د مارچ 26 مه نیټه رسماً د بنګلدېش د خپلواکۍ ورځ لمنځل کیږي.
وسمهال دې ته ورته خبرې د پښتونخوا، بلوچستان او سند د سیاسي مشرانو لخوا اوریدل کیږي،٬٬ اې ایس اې د جناح پاکستان اشغال کړي دی، څو ترینه د ترهګرو د تریینګ کمپونه جوړ کړي. د پښتونخوا، بلوچستان او سند سیاسي مشران باید راپورته شي او زر تر ززه د ملګرو ملتونو سره اړیکه ونیسي او ترینه غوښتنه وکړي، چې موږ په خپله خوښه د پاکستان تجریه یا وېشل غواړو. څو پرته له وینو تویولو پر ترهګرۍ بریالي شو.
لکه څنګه پر 1970 کال کې داسي وشول. کله چې سیاسي تاوترخوالي زور واخیست او د پاکستان پوځ او د بنګالي پاڅونوالو د ځپلو لپاره چمتو شو. په پایله کې په زرګونه مسلمان بنګلیان ووژل شول.
 
د بنګالیانو جینوساسيد، د جنسېت وژنې او د پوهانو شخصیتونو وژنې 
د بنګله دېش نسل وژنې د ځانګړو ډلې په نښه کولو سره یوه کلاسیک نمونه د جینوساید ښيې او تعقیبوي. موخه یې د بنګالي پوځي پرسونل، هندوان، د عوامې لیګ ملاتړي، محصلین او روڼاندي اصلي هدفونه وو. لیکوال انټوني مسکارانهاس په خپل کتاب کې د٬٬ بنګله دېش جنسي تیري٬٬ (The Rape of Bangal Desh) په نامه جنګي جنایات تشریح کړي، چې څنګه نسل وژنه په ځانګړي ډول د نارینه وو او روڼاندو په وړاندې ترسره شوي ده. 
د هند پوځي مرستې د بنګال آزادۍ پوځ له ماتې وژغورلو. کله چې دا څرګنده شوه چې پاکستان به دا جګړه وبایلي او ختیځ پاکستان به یو خپلواک دولت شي. د پاکستان پوځ پریکړه وکړه چې د بشریت ضد یو ډېر وحشتناکه خونړۍ ګام پورته کړي. څو دا نوی بنګالي دولت لږ تر لږه له خپلو روڼاندو،نخبگان او د پوهانو طبقې څخه محرومه کړل شي. د ډسېمبر په 14 مه پاکستاني عسکرو په ښارونو کې وګرځیدل، دوی بنګالي ساینسپوهان، ښوونکي، وکیلان، قاضیان، لیکوالان، ژورنالیستان، هنرمندان او زده کونکي یې راټول کړل او بیا یې په مخامخ ډزو کې ووژل.
د تېرې پېړۍ د تر ټولو وحشي بې رحمه جنګي جرمونه په یوه ورځ کې په زرګونو روڼاندي په قتل ورسول شول او مخامخ په ډزو ووژل شول. له دې پېښې دوه ورځي ورسته د لویدیځ پاکستان د څه باندې 93 زرو سرتېرې څخه پتلونونه ویستل شول. ټول پاکستاني پوځیان خلع سلاح کړل شول. منظم پوځ په بنګله دېش کې د بنګال آزادۍ غوښتونکي پوځ او هند وسله وال پوځ ته تسلیم شول. 
د 93 زرو پاکستاني پوځیانو تسلمیدل د دویمې نړیوالې جګرې ورسته د جنګي بندیانو تر ټولو لویه شمېره وه. د پاکستاني ځواکونو د تسلیمۍ سند چې په ختیځ پاکستان کې ځای پر ځای شوي و. د 1971 کال د ډسیمبر په26  مه د هند په وخت 16:31 بجو د ډهاکې په رمینا ریس کورس سېمه کې د هند پوځ د ختیځې قوماندنې د مشر جنرال جګجیب سنګ اوراورا او په ځتیځ پاکستان کې د پاکستاني ځواکونو د قوماندان جنرال اې. اې کې. نیازي ‌لخوا لاسلیک شو. پاکستانیان په ذهنې توګه د یوې سترې ماتې منلو ته تر اوسه چمتو نه دي. 
د هند او پاکستان د درېمې جګړې یو مهم سند چې د حمد الرحمن په مشرې د حمد الرحمن کمیسیون لخوا وړاندې شوي دی. دا کمیسیون د 1971 کال د ډسېمبر په26  مه د پاکستان د ولسمشر بوټو لخوا د پاکستان د ماتې عواملو او د پوځیانو ناوړه کړنې د څیړلو لپاره تاسېس شوي و. د دې کمیسیون راپور 1974 کال د اکتوبر پر 23 مه بشپړ شو، خو هېڅکله هم د دې کمیسیون راپور خلکو ته خپور نه شو، ځکه چې د کورنې جګړې پرمهال د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو، په جګړه کې جنګي جرایم او د ختیځ بنګال د له لاسه وروکولو اصلي مسوول د پنجابي پاکستان ظالم پوځ ګڼلي شوي و.
په 2000 کال د اګسټ میاشت کې د هند مجلې انډیا ټوډې د حمد الرحمن د کمیسیون راپور څخه ځینې برخې خپرې کړې، چې د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ یې ډیپلوماتیکي ناندرې او کړکیجونه رامنځته کړل. 
یو بنګالي داسي وایې: ښایې نړۍ یوازې هغمهال د دې جرمونو روحېې ژوروالي عمق درک کړي، چې موږ د خپل زړه وینه د خپلواکي په جګړه کې څنګه قربان کړه.
د پاکستان تجزیه دا هم ښیې چې یوازې مذهب نشي کولي د یووالي ځواک واوسي. د مسلمانانو او هندوانو دوه ملتونو تیوري نشته او اصلاً ملي ګټي لوړیتوب لري. په نړۍ کې د بنګله دېش دولت له جګړې ورسته راڅرګند شوي او نن ورځ د پاکستان په پرتله لوړ ناخالص کورنې تولید او عاید لري او د سړی سر عاید د پاکستان په پرتله د پاموړ لوړ دی. 
د دې غمجنې جګړې یا لوبې په پای کې ټول لوبغاړي له یوه غمجن بدمرغه پای سره مخ شول. شیخ مجیب الرحمن په بنګله دېش کې په یوه پوځي کودتا کې ووژل شو. ذوالفقار علي بوټو د پاکستان پوځ لخوا د یو عام مجرم په توګه اعدام شو او جنرال یحیی د ډېرو شرابو ځښلو له امله ومړ. مېرمن اندرا ګاندي د خپلو ساتونکو له خوا له هغې ورسته ووژل شو، کله چې د سیکانو د سپیڅلي ځای طلایې معبد باندې د برید امر ورکړ. 
 
لنډېز: 
بنګله دېشي روڼاندي، لیکوال او څیړنوال هم په دې اند دي، چې دلته د بشریت په وړاندې ستر جنګی جرایم ترسره شوي دي او دا جګړه په ښکاره توګه یوه نسل وژنه بولي. د ختیځ پاکستان څخه د امریکې متحده ایالاتو ته د وینو ډک ټېلګرامونه استولي شوي دي، خو د متحده ایالاتو په خپله بهرنۍ پالیسي کې ځان ړوند او کوڼ اچولي و. همدارنګه له ځانه یې اخلاقي ړوندتوب ښودلي و. امریکې په ورته وخت کې په فعاله توګه پر بنګله دېش د لویدیځ پاکستان کنټرول او استعماري پالیسیو څخه سیاسي او پوځي ملاتړ کړي و. 
د بنګله دېش د خپلواکۍ خونړۍ جګړه د بنګله دېش په ملي بیرغ کې په سېمبولیک ډول په یوه تلپاتې بڼه کې انځور شوي ده. د بنګله دېش ملي بیرغ یو تیاره رنګه زرغون شالید لري، چې په منځ کې یوه خونړۍ سره دایره لري، دا د مسلمان بنګله دېشي دولت د خونړۍ انقلاب او ملي تاریخ یو سېمبول دی.
د پاکستان تجزیه او د بنګله دېش هیواد رامنځته کیدو لاملونه په یقین سره په ختیځ بنګال کې له کورنې جګړې او د پاکستاني پوځ د ظلمانه تګلارو له امله وه. خو د پاکستان د وېش اصلي لامل د پاکستان په کور دننه په بې عدالتي، اقتصادي نابرابري، یو ناسم حکومتي جوړښت، د دولتي حاکمیت او قانون ناسم تحکیمدل و. همدارنګه په اسلام اباد کې مرکزي حکومت مشرانو نه غوښتل چې د یوې ریښتېنې فډرالي اتحاد په چوکاټ کې د یوه فعال سیاسي نظام لپاره شرایط رامنځته کړي، چې له مخې یې د هیواد دواړو برخو خلک په کې یو ځای ګډ سوله ییز ژوند کړي واې. 
دا هم باید په پام کې ونیول شي، چې د هند حکومت د لاسوهنې له لېارې د پاکستان په وېش او د بنګله دېش د خپلواک دولت په جوړلو کې د پاموړ رول لوبولي دی. سربیره پردې د هند مداخلې دا هم شونې کړه، چې هند خپلې جیو ستراتیجیکي او سیاسي موخې هم ترلاسه کړي. د پاکستان د ختیځ او لویدیځ لوري څځه د ګواښونو وړتیا، د پنجابي استعمار د پوځي ماتې سره سمدستي د هند په لور پوځي ګواښوونه کم شول او د عوامې لیک په مشرۍ کې د بنګله دېش د هند یو باوري ګاونډی هیواد وګرځید. هند ته هیڅ ډول مستقیم خطر نور نه و. سربېره پردې د بنګله ېش خونړۍ کړکیچ له پای ته رسیدو سره هند د سویلي اسیا په نیمه وچه کې د یو مخکښ ځواک هیواد په توګه ځان تثبیت کړ. 
د بنګله دېشانو پاڅون د بنګله دېش خپلواکې تجربو او مبارزو ته په کتو سره نن په لویه پښتونخوا کې پښتانه هم له ورته برخلیک سره مخ دي. په پاکستان کې عمومي نظر دا دی، چې ختیځ پاکستان، پښتوخوا او بلوچستان په زور سره نیول او ساتل کیدلې شي. خو د بنګله دېش خپلواکی تاریخ ته په کتو سره نوره دا نظریه غلطه ثابته شوه.
کله چې په 1947 کال کې هند او پاکستان له برتانیانو خپلواکي ترلاسه کړه، بنګالیانو، بلوڅانو او پښتانو د پنجابي استعماري ریاست ښکېلاګر واکمنان ترلاسه کړل. بنګلیانو خپل خپلواک هیواد جوړ کړ. اوس پښتانه او بلوڅان هم خپلواکی تر لاسه کول غواړي. پنجابي پوځي اشتبلېشمنټ له همدې امله پښتونخوا او زیرستان ته د بنګله دېش په څېر یو یاغي باغي ولایت په سترګه ګوري. 
افغان ملي حکومتونه باید مقبوظه افغانستان، افغانیه، پښتونستان یا پښتونخوا ته لکه څنګه چې هند بنګله دېش ته کتلي او حمایت یې کړي دی، تر دې لا نوره په ښه او جدي توګه ملاتړ وکړي. هندوستان له بنګله دېش سره هیڅ ډول، توکمې، ژبني، کولتوري، مذهبي او تاریخې اړیکې نه لري، لکه څنګه چې افغانستان له پښتونخوا سره لري.
د تاریخ په اوږدو کې یوه افغان حکومت د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلي. د افغان حکومتونو پالیسي تر اوسه دا ده، چې د ډیورنډ په اړه پرېکړه د افغانستان او پاکستان حکومتونه نه، بلکې د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه کولي شي. افغان حکومتونه په داسې بیانونو ورکولو سره نور د افغانان فکرونه نه مغشوشوي یا کنفیوزوي. افغان حکومتونه باید د لوی افغانستان جوړیدو لپاره عملآً کار وکړي او د استعماري کرښې د ټولیدو او د راروانې حتمي اجتناب ناپذېري  یووالي پرېکړه او افغان ولس سترو ملي قربانیو ته چمتو کړي. افغان حکومت باید لکه څنګه چې د هند حکومت د بنګله دېش په آزادی کې مهم رول ولوبولو، همداسي رول باید ولوبوي. د افغانستان د تېرو حکومتونو په څیر نن د طالبانو حکومت هم د ډیورنډ فرضي کرښې له منلو ډډه کړي. افغان حکومت باید د فغانانو د یووالي لپاره ستر منظم پلان ولري، په پښتونخوا کې د خپلو خلکو سره اړیکې وساتې او له سوله ییزو وسله والو غورځنګونو څحه خپل ملاتړ اعلان کړي. د بنګالیانو او هندیانو ترمنځ هیڅ ډول ګډ تاریخي ارزښتونه نېشته، یوازې دوه ګاونډي دولتونه دي، خو لر او بر پښتانه افغانان له زرګونو کلونو راهېسې یو ملټ، یوه ژبه، یو کولتور او ګډ اسلامي مذهبې ارزښتونه لري.
د بنګله دېش د خپلواکې او پاکستان ظلمونو پوځیانو وحشتونو په اړه
کله چې لمر په لویديځ کې ډوبیده او په میلیونونه بېګناه بنګالیان د پنجابي پوځیانو لخوا د بغاوت کولو په تور وژل کیدل. یوې لوېدیځوالي سندرې جولیانه وېر‌ېنګ د شعر په ژبه کې هغمهال د مظلومو بنګالیانو لپاره د مرستو داسي غوښتنه کړي وه.
پاې

Bangladesh, Bangladesh 

Bangladesh, Bangladesh
When the sun sinks in the west
Die a million people of the Bangladesh
The story of Bangladesh
Is an ancient one again made fresh
By blind men who carry out commands
Which flow out of the laws upon which nation stands
Which say to sacrifice a people for a land
Bangladesh, Bangladesh
Bangladesh, Bangladesh
When the sun sinks in the west
Die a million people of the Bangladesh
Once again we stand aside
And watch the families crucified
See a teenage mother's vacant eyes
As she watches her feeble baby try
To fight the monsoon rains and the cholera flies
And the students at the university
Asleep at night quite peacefully
The soldiers came and shot them in their beds
And terror took the dorm awakening shrieks of dread
And silent frozen forms and pillows drenched in red
Bangladesh, Bangladesh
Bangladesh, Bangladesh
When the sun sinks in the west
Die a million people of the Bangladesh
Did you read about the army officer's plea for donor's blood?
It was given willingly by boys who took the needles in their veins
And from their bodies every drop of blood was drained
No time to comprehend and there was little pain
And so the story of Bangladesh
Is an ancient one again made fresh
By all who carry out commands
Which flow out of the laws upon which nations stand
Which say to sacrifice a people for a land
Bangladesh, Bangladesh
Bangladesh, Bangladesh
When the sun sinks in the west
Die a million people of the Bangladesh