د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د سیمه ایزې همکارۍ پر زیانېدو د چین ټینګار
ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی:اندېښمن ځاځی
د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د چین ـ منځنۍ اسیا د همکاریو دوهمه سرمشریزه جوړه شوه چې پکې د منځنۍ اسیا د ګډ پرمختګ، په سیمه کې د امنیت د ټینګښت، د نړیوالو ګواښونو پر ضد د ګډو هڅو همغږي، د فرهنګي او بشري تبادلو پیاوړتیا، د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د سیاسي خبرو اترو پراخوالی، د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراخوالي د دغې سرمشریزې د اجنډا مهمې او د پام وړ برخې وې . د چین ولسمشر شي جین پینګ دغې سرمشریزې ته د سیمې د ګډ پرمختګ په تړاو د هر اړخیزې وینا په ترڅ کې د افغانستان د پرمختګ او بیا رغونې بهیر د پیاوړتیا لپاره د سیمه ایزې همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار وکړ. د چین ولسمشر په دغه وینا کې ویلي :منځنۍ اسیا هیوادونه کولی شي د ګډې همکارۍ له لارې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.شي جین پینګ افغانستاننږدی ګاونډی هېواد وباله او ویې ویل، موږ باید ددغه هېواد سره د پرمختګ، سولې، ثبات او بیارغونې په ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره هڅې همغږي کړو.”د چین او منځنۍ آسیا د سرمشریزې په ترڅ کې له افغانستان نه د چین ملاتړ یو مهم او ژور سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک پیغام لري، چې د افغانستان لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله ګټې درلودلی شي. چین چې د سیمې یو ځواکمن اقتصادي هېواد دی ، غواړي منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د افغانستان له لاری سره ونښلوي ، نو له همدې امله چین په لومړي ګام کې ارام او باثباته ته لومړیتوب ورکوي. با ثباته او سوله ایز افغانستان دې ته لاره هواروي چې چین او د سیمې هېوادونه د افغانستان له لارې اسانه او ګټوره سوداګري تر سره کړي، چې هم به په افغانستان کې د اقتصادي ودې لامل شي او هم به چین او د سیمې هېوادونو ته د سوداګریز ترانیزیټ اسانه او ارزانه لار په لاس ورشي. د چین – او منځنۍ اسیا د همکاریو په دوهمه سرمشریزه کې د افغانستان د پرمختګ او بیا رغونې د پیاوړتیا لپاره پر سیمه ایزه همکارۍ د چین د ولسمشر ټینګار د افغانستان لپاره بېلا بېلې خو مهمې ګټې لري چې په لاندې ډول به یې تشریح کړو.
۱. سیاسي مشروعیت او ډیپلوماټیک ملاتړ
پر افغانستان د اسلامي امارت تر دوهم ځل واکمنې وروسته چین لومړنۍ هېواد وو چې له اسلامي امارت سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې پیل کړي او په چین کې یې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر ومانه. له دې ښکاري چې چین په دې کار سره کوښښ وکړ څو د اسلامي امارت سره د نړېوال تعامل لاره هواره کړي او اوس چې د چین – او منځنۍ اسیا د همکاریو په دوهمه سرمشریزه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ او سیاسي اړیکو پراخولو ژمنه کوي، نو دا ژمنه د اسلامي امارت لپاره یو مهم ډیپلوماټیک پرمختګ ګڼل کېږي، ځکه چې له نړیوال انزوا څخه د وتلو لاره خلاصولي شي او دا ډول تعاملونه په یو ډول د سیمې او نړۍ هېوادونه هڅوي، له افغانستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې جوړې کړي.
۲. اقتصادي فرصتونه او پانګونه
چین د " کمربند او لارې"ستراتیژۍ له لارې غواړي افغانستان د ترانزیټ او انرژۍ د تېرېدلو یوه لاره وګرځوي. د چین –منځنۍ اسیا د سرمشریزې پر مهال د چین له خوا د ترانزیټي دهلیزونو، سړکونو او ریل پټلۍ پروژو ته هم اشاره وشو چې دا پروژې افغانستان ته د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پراخ فرصتونه برابرولی شي دا ځکه ،چې اوس هم د افغانستان د کانونو ، زیربناوو او ترانسپورټ په برخو کې د چین پانګونه د افغانستان اقتصادي ودې لپاره ډېره حیاتي ده.
۳. امنیتي ثبات او ګډې ګټې
د چین لپاره د افغانستان امنیت د شینجیانګ ایالت د ثبات له پلوه حیاتي دی، دا چې افغانسان او چین دوه ګاونډي هېوادونه دي او پراخه ګډه پوله لري نو چین نه غواړي ناامنه افغانستان د چین پر پر امنیت او ثبات بده اغېزه ولري یا دا چې په افغانستان کې د چین اقتصادي پروژو او پلانونو ته زیان ورسیږي. د همدې لپاره، چین هڅه کوي له افغانستان سره امنیتي همکاري وساتي. دا د افغانستان لپاره یو فرصت دی چې له چین سره د ترهګرۍ ضد په برخه کې همکاري وکړي او د خپلو سرحدونو د خوندي کولو لپاره له چین مرسته ترلاسه کړي.
۴. سیمهییز اتصال
د منځنۍ آسیا هېوادونه ، لکه قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان، د چین د مشرۍ لاندې، د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د اتصال لپاره لېواله دي. دا اتصال کولی شي افغانستان د یو سیمهییز ترانزیټ مرکز په توګه مطرح کړي، چې له برکته به یې نه یوازې د افغانستان اقتصادي وده پیاوړې شي بلکې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره به یې سیاسي اړیکې هم پراخې شي.
۵. د بدیلونو موندنه
د افغانستان لپاره، چې له لوېدیځ سره یې اړیکې ترینګلې دي، چین یو بدیل اقتصادي او سیاسي ملاتړی کېدای شي. دا چاره د افغان حکومت د بهرني سیاست توازن ته زمینه برابروي، چې کولی شي له یوی خوا د لوېدیځ د فشار کمښت لامل شي، او له بلې خوا د سیمهییزو قدرتونو ترمنځ یو محتاطانه توازن رامنځته کړي.
پایله
په ټوله کې، د چین – او منځنۍ اسیا د همکاریو په دوهمه سرمشریزه کې له افغانستان سره د چین لخوا څرګند شوی ملاتړ، د یو واضح سیګنال حیثیت لري: چین غواړي افغانستان د سیمې د اتصال، امنیت او اقتصاد یوه برخه کړي. دا چاره، که افغان لوری یې په سمه توګه مدیریت کړي، کولی شي افغانستان له انزوا، فقر او بې ثباتۍ څخه یوې نسبي ودې، ثبات او اتصال ته ورسوي. البته دا ګټې یوازې هغه مهال تحقق مومي، چې د افغانستان په بهرنی سیاست ، ټولنیز ثبات ، نړېوالو اړیکو او نړیوال تعامل کې توازن ته لومړیتوب ورکړل شي.