د «ایراني ژبو» پر ځای د «اریاني ژبو» د اصطلاح اړتیا
ډېر وخت د ځینو افغان قلموالو او لیکوالو د داسې لیکنو سره مخامخېږم چې په پټو سترګو د ایراني لیکوالو په پل، پل ږدي او د«اریایې ژبو» د اصطلاح پرځای د«ایراني ژبو» اصطلاح کاروي. دوی په پوهه یا ناپوهۍ سره په هغه لویه توطیه کې برخه اخلي چې ایراني واکمنو د افغانستان او د اریانا د ټولې سیمې د فرهنګ، تاریخ او تمدن د غلا او لوټ لپاره په کار اچولې ده.
ژبه یوازې د انسان د خبرو وسیله نه ده؛ بلکې د هغه د هویت، فرهنګ، تاریخ او تمدن څرګندونه هم کوي. د یوې ژبې یا ژبنۍ کورنۍ د نوم ټاکنه یوازې تخنیکي کار نه دی، بلکې د یوې ټولنې د ژور فرهنګي هویت سره مستقیم تړاو لري.
په نړیوالو ژبپوهنیزو زیرمو کې د «ایراني ژبې» اصطلاح تر ډېره یوازې په اوسني ایران کې کارېږي او د دې اصطلاح په کاروونه کې په لویلاس یو ناعادلانه چلند ترسره کېږي. اریاېې ژبې او د دې سیمې تمدن د پراخې سیمې پورې تړاو لري چې «آریانا» نومېږي او هیڅکله یوازې په ننني ایراني دولت پورې اړه نه لري!
«آریانا» یوه تاریخي سیمه وه چې هغې کې ننني افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ختیځ ایران، د بلوڅانو او کردانو سیمه او د منځنۍ اسیا ځینې نورې برخې شاملې وې. دغه سیمه د لرغوني آریایي خلکو د کلتوري او ژبني بنسټ مرکز بلل کېږي
د «ایران» اصطلاح یوازې د پارس، ماد او د ننني ایران یوې برخې پورې محدودېدای شي. دا اصطلاح وروسته په ۱۹۳۵ م کال کې د رضا شاه په دور کې د« Persia »پرځای «Iran » په نوم طرحه شوه. دغه بدلون تر ډېره سیاسي بنسټ لري او د آریانا د پراخ تمدني او کلتوري میراث د ټولو برخو د څرګندولو ځایناستی نه شي ګڼل کېدای.
کله چې د پراخو«اریايې ژبو» لپاره یوازې د «ایراني ژبې»اصطلاح کارول کېږي؛ دا د افغانستان، تاجکستان، بلوچستان، کردستان او نورو سیمو د ژبني او فرهنګي هویت له واقعیتونو سره تضاد لري. دا اصطلاح د یو ځانګړي سیاسي دولت په چوکاټ کې، د دې سیمې پراخ تمدني اصل بې ارزښته کوي.
دا یو سیاسي او تاریخي واقعیت دی چې د رضا شاه په دور کې د ایران نوم د خپلې لویا غوښتنې په موخه رامنځته شو!
په علمي ژبپوهنه کې د یوې ژبې کورنۍ نوم باید د هغې اصلي تاریخي او فرهنګي حقیقتونو سره سم وي. د «آریايي ژبو» اصطلاح نه یوازې د یوې پراخې سیمې او ټولو هغه ژبو د ګډ بنسټ ښکارندويي کوي چې د افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او نورو ګاونډیو سیمو پورې تړاو لري او د آریايي تمدن حقیقي ارزښت هم ساتي.
د دې بدلون په صورت کې به د دغه ژبني میراث ټولې برخې د عدالت، درناوي او واقعیت سره سم څرګندې شي او د سیمه ییزو خلکو ترمنځ به ګډون او یووالی لا پسې پیاوړی شي.
د ژبني او کلتوري هویت د نومونو ټاکنه یوازې تخنیکي کار نه دی، بلکې دا د یوې ټولنې د ژوند، کرامت او درناوي موضوع هم ده. د «آریاني ژبو» اصطلاح کارول به د هغو ټولو خلکو د فرهنګي حقونو او میراث درناوی وي چې په دې پراخه سیمه کې ژوند کوي او د دې ژبو مورنۍ څانګه یې ګڼي. دا بدلون به د سیمې په کلتوري یووالي کې مرسته وکړي او د تاریخ د بې‌عدالتیو ځینې برخې به اصلاح کړي.
د علمي، تاریخي او فرهنګي حقایقو په رڼا کې د «ایراني ژبو» پر ځای د «آریاني ژبو» د اصطلاح کارول، یو ضروري ګام دی. دا بدلون به نه یوازې د ژبپوهانو لپاره د دقیقو علمي موازینو بنسټ برابر کړي، بلکې د سیمې خلکو ته به د خپل پراخ او غني تمدني میراث د ساتنې او ویاړ احساس ورکړي.
موږ ته پکار ده چې د خپلې تاریخ او هویت په اړه رښتینې او عادلانه اصطلاحات وکاروو چې د ټولو سیمو او خلکو فرهنګي ارزښتونه خوندي پاتې شي او راتلونکی نسلونه پرې وویاړي!
د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی