تنګ جهان
چې په عمر دې شراب څکلي نه وي
قضاوت یې کړې د خوند و رنګ په څه
میخانې ور خو د ټولو پر مخ خلاص وي
توغوي پرې له ممبر خد نګ په څه
چې نېشه د بنګ سلا، مۍ ناروا وي
فرق نېشه کې د شرابو، بنګ په څه
نه له خپل حاله خبر، نه د بل اورې
په ټول عمر یې مبهوت و منګ په څه
د پردو وفادارۍ کې دې شک نشته
د خپل ولس سره کوي نیرنګ په څه
له ملا او پیر دې څه په ژوند حاصل کړل
له پوهنې نه د وخت کړې څنګ په څه
په جرګو سره چې ستونزې هوارېږي
ضرورت دی په وطن کې جنګ په څه
چې د خپل هېواد په برم ننګ ونه کړې
نپوهېږم چې کوې بیا ننګ په څه
چې په پټه نقد لرې او ښکاره چوپ یې
په اظهار د حقیقت کې درنګ په څه
مرادزیه ډېر، خپل تنګ جهان کې خوښ دي
ستا په ارت جهان کې زړه دی تنګ په څه
د ۲۰۲۶ کال د جون ۶ مه
مرادزی
09.06.2026
- عبدالسمیع واحدي
پنځمه برخه ....په تیر پسي 1372 کال په اغلب ګمان د کب میاشت وو چي مونږ جلال آباد ښآر مخابراتو چوک، د ریاض په نامه د انګلیسي ژبي د زدکړي د کورس صنف کي ناست وو چي نا څاپي ډزي پیل شوي، د کورس خلک ټول وترهیدل او په وتلو شول، د کورس نه بهر ښار کي ګډوډي جوړه شوه ما هم د خپل یو ټولګیوال سره یو ځآي په منډه منډه کورته ځان راورسوه، کورته په رسیدو پوه شوم چي د مشرقي شورا د قمندانانو ترمنځ نښته شوي او د حاجي شمالي په نامه د حزب اسلامي یو قمندان د قمندان حضرت علی د کسانو د خوا ترور شوي دی. 1372...
10.06.2026
- عبدالخالق صارم
بررسی روانشناسانه ازجنایاتِ آمریکا
عبدالخالق صارم ............................................................... قسمت دهم
در ادامه گذشته
آمریکایی ها، انسان های خرافات پرست، اوهام پرست و یاوه سرا هستند
عواملِ از جمله: افسردگی، یأس، محرومیت و نا امیدی از زندگی، فردگرایی و نبود احساس بشر دوستی، آمریکایی ها را انسان های با تفکرخرافی، توهم، پارانویا، هذیانگویی، یاوهسرایی، چرندیاتگویی، خرافاتپرست و اوهامپرست، به بار آورده است، از جملهِ یاوهسرایی ها و...