ژوند یو لنډه افسانه ده ځي تېرېږي
سترګو رپ یوه شېبه ده ځي تېرېږي
یو فرصت له طبیعت دی تحفه شوی
د ګردون یوه هدیه ده ځي تېرېږي
په میلیارد چانسونه یو بل سره ګډ شول
د نیستۍ، شتون ګډوله ده ځي تېرېږي
د سپرلي سهار د زاڼو یو کتار دی
د څاروو یوه ګله ده ځي تېرېږي
په نیمګړو ارمانو ترې کډې بار شي
د ناکام هیلو اسره ده ځي تېرېږي
بیرته نه ګرځي که هرڅو منتظر شې
د روان سیند یو شېله ده ځي تېرېږي
مرادزی يي که هر څو ښکلاوې ستا يي
د یو فیلم ننداره ده ځي تېرېږي
سرلوڅ مرادزی
29.01.2026
- حميدالله بسيا
نننۍ نړۍ داسې پېچلي پړاو ته رسېدلې چې پکې د هېوادونو تر منځ بېباوري، سیالي او شخړې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي. هغه نړیوال نظم چې له سړې جګړې وروسته د نسبي ثبات هیله ترې کېده، اوس ورو ورو خپل ځای یوې ناآرامې او بېثباته فضا ته پرېږدي. جګړې نور یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ محدودې نه دي، بلکې د امريکا ، اروپا او نورو سترو ځواکونو د سیاسي نفوذ، اقتصادي ګټو، انرژي، وسلو او ټکنالوژۍ د سیالیو برخه ګرځېدلې دي. د اوکراین جګړه، د منځني ختیځ دوامدار کړکېچ، د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې زیاتېدونکی تاوتریخ...
30.01.2026
- نور محمد غفوری
لنډیز لیبراله سرمایهداري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم) د معاصرې نړۍ یو له اغېزمنو اقتصادي او سیاسي نظامونو څخه دی چې پر ازاد بازار، خصوصي ملکیت او فردي ازادیو ولاړ دی. دا نظام د اروپا د فېوډالي جوړښت د زوال، د روڼ اندۍ د فکري غورځنګ او صنعتي انقلاب له پایلو څخه راټوکېدلی دی. په دې مقاله کې هڅه شوې چې په په لنډ دول لیبرال سرمایهداري د یوه علمي او څېړنیز لیدلوري څخه وڅېړل شي، تاریخي رېښې یې را ښکاره شي، اساسي اصول یې تشریح شي او مهمې نیوکې او پایلې یې وارزول شي.
سریزه...