راشـه راشــــــه چې بهار په تا ښـایـــسته شي
د ګــــلونو نو بـهار په تا ښــــــــایسته شــــــي
نرګسـان دي په باغچو کښي ځوړند ســــرونه
راشــــــه نن چې ننګرهار په تا ښـــایسته شي
مودې وشوي چې د زړه ښار مو دی، بد رنګه
راشه راشه چې دا ښــــار په تا ښـــایسته شي
نغمه خوان بلبلې،په کوم ورشو کښی ګرځي؟
دلته راشـــه چې ګلزار په تا ښـــایـــسته شـي
د انتظار ســترګي مو تت شوي ســتا په لاره
راشــه راشــه چې دا لار په تا ښـــایسته شي
مونږ پیلي دي باغــچو کښي هـــــار د ګلونو
راشــه راشه چې دا هــار په تا ښــایسته شي
رارسیږه د زړه ســره ، چې دایې وخت دی
چې دا کلی او ديار په تا ښــــایسته شــــــــي
زمونږ محــــــفل ته په خـــوارانو لاره وکړه
چې محفل ډول وسیــنګار په تا ښــایسته ښی
سید عبید الله نادر
09.04.2026
- شېرمحمدامیني ستانکزی
د تېرو څو ورځو پرلهپسې درنو بارانونو له امله د هېواد په زیاترو ولایتونو کې زیات سېلابونه راوتلي، چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د راپورونو له مخې، یادو سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې پراخې سیمې او کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې کړې دی، ګڼ شمېر کورونه یې ویجاړ کړي او خلک یې له خپلو سیمو بېځایه کړي دي. تر دې دمه د یو شمېر هېوادوالو د مړینې او ټپي کېدو خبرونه هم ورکړل شوي او سلګونه کورنۍ يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. دا پېښه دردوونکي ګڼل کېږي، چې باید له...
11.04.2026
- پوهاند محمد بشیر دودیال
(د مقالو داسلسله دوام لری)
د اقتصادي ودې لپاره بشري ماهره نیرو(متشبث)، طبیعی منابع ښه مدیریت او ورسره پانګه ضرور ده. د افغانستان په څلوېښت کلنو جنګونو کې اقتصادي زیربنا زیانمنه شوه او نوښتګر متشبث نه لرو. که نوښتګر متشبث اقدام کوي، دپانګی نشتوالی یې خنډ ګرځي. د دې مانا داده چې زموږ مالي موسسات( بانکي سیستم، بیمه، پورورکوونکی ګروپونه، دتقاعد خزینه....) ړنګ او خوار دي، زموږ لوی ملی پانګوال او بهرني پانګوال اوسنیو شرایطو کې د افغانستان دننه پانګونه نه کوي، بانکي لېږد درېدلی. خو یوه هیله...