انتباهی ټکي :
د سعدی علیه الرحمه له ګلستانه يوه کېسه چې ما ژباړلي او ما د پښتو ادب په اوړو کې اغږلې .او پخپل دوه څلوریځو می رنګینه کړې،چې جلا خپل خوند لري ،
د یو پادشاه د پند او عبرت نه ډکي خبري

کله کله ، په خپل عجز باندی نظر
په حالت، د هر انســــان کوی اثر
بزرګانو، لدې لــیاری نه، هر کله
په حریم، د ولایت کــــــړی ګــذر
نادر
یو پادشاه چې د فانی دنیا له ژونده متأثره او په خپل حال ډیر اندیښمند وو .یعنی د زړه په سترګو یې خپل انجام لیده ،او کله کله به يې د خلکو د حضوره پټ پنهم په خپل حال ژړل ،نو وايي چې یو کس د نژدې دوستانو څخه ورته ورغی او د خوش خدمتۍ او چاپلوسی په طور یې پاچا ته و وئیل : چې ستا هغه فلانی دښمن هم خدای تعالی واخیست ،پادشاه په یو عبرت اندازه لهجه ورته ووئیل : آیا دا دې هم کله اوریدلي چې مونږ به پریږي ،یعنی مونږ به هم پاتي کیږو ،پایله دا چې د هیڅ چا په مرګ خوشالی نه ده په کار په خپل انجام سوچ کول هم کم د عبادت څخه نه ده ،

د چا په مرګ باندی خندا نه ده په کـــار
چي ټاکـــل شوی ده ، بشــر ته دغه لار
په جهان وي اند یښمـــند هغـــــه وګړي
چي یي تل وي له خپل انجامه ځیني ډار
سید عبیدالله نادر