بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


له نړۍ څخه دباندي لاړم:

شپږ کاله مخکې چي ځوان وم، اوږده ويښتان مي درلودل، و مي غوښتل چي له نړۍ څخه دباندې لاړشم .کله چي روان شوم د نړۍ دروازي ته ورسېدم ؛دا داسي دروازه وه چي په پټو سترګو دلیدلکیدو وړ وه ،خوچي کله مي سترګي پټي کړي دروازه مي ولیده او د دروازي په پاسنۍ برخه لیکل شوي و، ننه وتل منعه دي. ما د دروازي له څارونکي و پښتل چي ولي دروازي مخي ته ولاړ یي خو دروازه قلف کړه لاړشه خپل کار وکړه هسي ننه وتل منعه دې د دروازي څارونکې ځواب راکړ ننه وتل دهغه چامنعه دي ،چي زموږ د پاچا غلامې نه کوي. ما ژر ځواب ورکړ زه ز

15.06.2023 عبدالمالک یخکړیوال

مه خپه کېږه!

یحسبون کل صیحته علیهم هم لعدو دوی هرزورورغږ دځان پر ضد ګڼی تیر له یاده وباسه ځکه تېر پسې زړه تړل بی عقلی او کمزووری ده تا ویلی ما ویلی پرېږده ! په راتلونکی پسې زړه مه تړه ځکه لا نه دی راغلی وخت لا شته له نقد او نیوکو مه وېرېږه ځکه نقد ستا ارزښت خوندی ساتی او دولس په خیر دی دملی ګټو پخلی وکړی ملت مه هېروه باور ولره ستا رب دپرا خه مغفرت خاوند دی اومغفرت مفهوم لری له یتیمو ،کونډو ، بیوزلو، تږو او وږو له لیدنی پند واخله ! دولس په هکله په اټکل پرېکړه مه کوه

12.06.2023 ع. شریف زاد

هنر(art ) یعنې څه ؟

هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي. یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا

08.06.2023 دودیال

د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه

سورګل د کوټي د باندی کتل خپله خور یی ولیدله چی له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوی. په جګ آواز یی غږ کړ “تورپیکۍ... تور پیکۍ، څه کوی؟” تور پیکۍ چی توپ پسی یی منډي وهلي خپل ورور ته یی و نه کتل او په جګ آواز یی ووییل “ فوتبال کوم” سور ګل چی له خپلې خور پنځه کاله مشر وو، په خندا وپوښتل “ له چا سره فوټبال کوې؟ ” تور پیکۍ چی په فوتبال مصروفه وه او یو خوا او بل خوا ته یی منډې وهلې ووییل “ له ځان سره یی کوم.” “ زه هم راشم ” “نه مه راځه چی بیا ما ته تو

02.05.2023 سمیع الله خالد سهاک

د خلیل کعبه

درنو لوستونکو! نن د داسې یوې خونې د عظمت او مظلومیت داستان در سره شریکوم چې ډیره لرغونې، بیحده سپیڅلې او زیاته منلې ده. دغه کوټه له نن څخه نژدې څلور زره او درې سوه کاله پخوا، ابراهیم خلیل الله په سپینې ږیړې او د هغه ځلموټي زوی، اسماعیل ذبیح الله په تنکیو لاسونو جوړه کړیده. لکه چې پوهیږو، کفن تک سپین دی، خو زښته زیات ډاروونکې دی؛ په عین حال کې د دې خونې غلاف بیا تک تور دی، مګر ډیر زړه راښکونکی دی. دا خونه او د هغې حرم د امن، توحید او د حنیفو خلکو د زړونو قبله ده. هره ورځ پنځه ځلې پاو باندې یو

14.04.2023 ولي الله ملکزی

د مکالمې ملکه

د مکالمې ملکه زما د خوب کوټه د یوې غونډۍ پر سر او پراخه کړکۍ لري. سهار وختي زه او مرغان له خوبه یوځای پاڅيږو. زما په کوټه کې لا چوپتیا وي، خو بیرون مرغان په تودو سندرو او یوبل ته په پیغامونو سهار پیلوي. د بېلابېلو مرغانو په سندرو فضا دومره توده وي چې سړی فکر کوي د ښار د ګڼې ګوڼې په کومه کوڅه کې تېریږي. کړکۍ ته مخامخ یو طوطې وزمه مرغه چې زه يي وینم؛ د دنګې ونې پر سر غږ پیلوي او بل مرغه چې لږ لیری او ما ته نه ښکاري د ده په ځواب کې په ورته انداز ځواب وايي. دا سوالیه او ځوابیه

08.04.2023 سرلوڅ مرادزی

په خاوروکې ویده شهنشاه

دروم قیصر د حالاتو دمعلومولو لپاره خپل یو کس مدینې منورې ته واستاوه هلته چې ورسېد دیو چا څخه یې پوښتنه وکړه ستاسو دمعظم شهنشاه بنګله چېرې ده؟ هغه ځواب ورکړ چې موږ خلک دشهنشاه دمحل ،معظم او اوچتو الفاظو سره بلکل نا آشنا یو مانا دا دغه فرهنګ سره نابلد یو ته ووایه چا سره غواړې وګورې؟ قاصد وویل چې دمسلمانانو د پاچا سره! هغه وویل موږ سره دپاچا په نوم ةوک نشته یوازې زموږ یو خادم دی چې زموږ دمعاملاتو انتظام کوی او دهغه نوم عمر (رض) دی ۶۴۴م هغه په قصر او یا ماڼۍ کې نه اوسیږی بلکې په یوه څپره کې ا

01.04.2023 ع.شریف زاد

امانت،شجاعت او ژوندون

کومه زمانه کې امام ابو حنیفه (رح) ۷۶۷ م کې د کپړو تجارت کاوه هغه خپل خادم ته وویل چې درختنو فلانی تان یا بسته کې یو ځای سوری دی له موضوع خریدار خبر کړه او که غوښت یی نو په نیمه بیه یی ورکړه! دخرڅولو وخت دغه مو ضوع دخادم له یاده ووتله او تان یی په بشپړ قیمت ورکړ کله چې امام ابو حنیفه صامب ته دا خرڅلاو معلو م شو ډیر خفه او وار خطا شو دخریدار په تلاش کې شو اوً ورپسې ووت لږ شېبه وروسته معلو مه شوه چې هغه دفلانی له قبیلې سره حجاز ته تللی وه یو تیز او چالاک اوښ یې پیداکړ او په زغرده پسې

27.03.2023 ع.شریف زاد

شهر رمضان الذی انزل فیه القرآن هدی للناس وبینات من الهدی والفرقان

شهر رمضان الذی انزل فیه القرآن هدی للناس وبینات من الهدی والفرقان بقره/۱۸۵ رښتیا ویل او دامانت اداء دایمان او شخصیت دوه سترې نښې دی. حتی دې دواړو دلالت په ایمان باندې له لمانځه هم اوچت مقام لری . انسانانو ته سجده کول سم فرهنګ نه دی دمقام او دالرو دنوم او شهرت دسفاکی او بې عزتی له نصابه راووځی بلکې دسمو او با انصافه ، مخلصو او متعهدو انسانانو رښتیا او امانت ته پاملرنه وکړی حتما یې وجه او عظمت تر لاسه کولی شی. رښتیا او امانت دوه ګډې ریښې لری امانت راستی په عمل کې دی. . دروغ د ټولو ګ

26.03.2023 ع.شریف زاد

نارنج،نارج ګل او د نارنج ګل مشاعره

د نارنج ونه یوه ډیره ښایسته او برکتی ونه ده. دغه ونه منځنی قد لری، یعنی لوړوالی یې له لسو مترو زیات نه وي. په ځوانو ښاخونو او نودو کې 5 – 8 سانتی مترو په اندازه اغزی لري، پاڼې شنې ښایسته او کلکې دي چې دبیخ خواته دوه غوږوالۍ ډوله جوړښتونه لري. د نارنچ ګل سپین ښایسته رنګ او په زړه پورې بوی لري. په یوه ونه کې دوجنسه ګلان وده کوي، نرینه ګل د ښځینه په پرتله کم وي. د نارنج پخه شوې میوه ژیړ رنګ او پریړ غوړ لرونکی زیږ پوستکی لری، د میوې دننه زیات شمیر تخمونه وي. نارنج د Rutaceae په کورنۍ اود Citrus ج

23.03.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

دپښتوژبي (ي)ګاني

ماته یوچا له هېوادلیکلي دي، چي دپښتو ژبي (ي)ګاني په ښکلي ویبپاڼي کي دټول افغان ولیکم. نوما هم د ده له غوښتني سره سم دلته دغه (ي)ګاني ولیکلې. په پښتو ژبه کي (ي)ګاني څه ناڅه پنڅه دي. لومړی ـ لنډه، معرفه«څرګنده»، لویه (ي). دغه (ي)څرنګه چي لیدلکیږي دوه ټکي لاندي خپل بغل پربغل لري اودجمع نارینه نومانو، ښځینه مفرد نومانو، ستاینو اوکړنوپه پای کي راځي. دمخ دتوري ږغ ئې کسري اودروند ویل کیږي. تل د وییکو په منځ اوپه پای کي راځي. لومړی په نارینه جمع نومانوکي. لکه: سړي، وري، غوایي، سوټي، منګي،

22.03.2023 محمدسرور وکیلي

نوروز او (۷) سین

زموږ په ملی کلتور او ولسي فولکور کې ځینې اعداد ځانګړی ځای لري، لکه؛ درې، پنځه، اووه، شل او اویا. دبیلګې په توګه که غواړو یوڅه باندې ډیر تاکید وکړو، نو درې ځله یې تکراروو، یا د یوشمیر اعدادو په نماینده ګي پنځه کافی بلل کیږي لکه فلانی په پنځو کې شمیرل کیږي، یا دشلو په هکله متل دی چی (شل به یی نه کړی)، اویا ډلې او اویامرضونه او داسې نور . په اعدادو او شمیرو کې اووه(۷) هم داسې یوه شمیره ده چې له ډیر پخوا څخه په خلکو کې په یوه جلا ډول تعبیر شوی ده، آن دا چې زیاترو خلکو ته د درناوي وړ ده. د بیلګی پ

20.03.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د تاریخ تمسخر!

د تاریخ تمسخر! له ماضي څخه زده کړه او د ماضي واکمني، دوه جلا او بېلابېل مفاهیم دي. هغوی چې غواړي ماضي، پر حال او راتلونکې واکمنه کړي؛ د تاریخ بهیر سره سرجنګوي او په دې سرجنګۍ کې یوازې خپل سر ماتوي! له ماضي زده کړه راتلونکې سره یوازې مرسته کولای شي، نه نور څه! بلخوا ټولنه په ماضي کې نه، بلکې په حال کې ژوند کوي او په یوه لور او هغه هم د راتلونکې په لور مخ په حرکت کې ده. اینده ده چې ټولنې ته د غوړېدا او پرمختیا فرصت برابروي، نه ماضي. د ټولنې بېول د ماضي په لور، نه یوا

07.03.2023 سرلوڅ مرادزی

د استاد عبدالقیوم بیسد پېژندنه

د تیاتر او تمثیل دهنر او د ادب د ډګر نه هیریدونکی څیره، عبدالقیوم بېسد ارواښادعبدالقیوم بېسد په ۱۳۰۷ ل. کال کې د کابل ښار د( ده افغانان) په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیتسي دي، دښوونځي لومړنۍ دوره یې همالته او دلیسې دوره یي په ۱۳۲۴ل. کال کې د اسقلال لیسه کې پای ته ورسوله. له دې امله چې د تئاتر او تمثیل هنر سره یې مینه وه، د هماغه ښوونخي په دوره کې یې کله چې د (پوهنی ننداری)جوړه شوه، د ۱۳۲۱ ل. په ترڅ کې یې د تئاتر آزموینه ورکړه او په دغه اداره کې ومنل شو. ده د مکتب په دوره کې یوشمېر نندار

02.03.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د مولوی محمد سرور واصف پېژندنه

مولوی محمد سرور واصف یو ملی دینی عالم او مشروطه غوښتونکی ( د مشروطیت د مخکښانو د شهادت د۱۱۴کال په مناسبت) مولوی محمد سرور "واصف" د مولوی احمد جان زوی د افغانستان په تاریخ کې یوه ځلانده څیره ده. نوموړی په اصل کی د ارغستان د (بری زړی) د سییمې اوسیدونکی او د آزاد خان الکوزایی لمسی و. پلار یی سوداګر او په فقه او ادبیاتو کی نامتوه عالم او هم شاعر و. د خپل پوخ قلم او رسا ادب له برکته د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې لوی اداري شخص و. مولوی محمد سرور واصف د خپل پلار تر لاس لاندی شاعر وروزل شو

23.02.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د ایرو منګوټي او د تابوتونو سوداګر

موږ چې کله د مړ انسان د سوځولو خبر واورو، نو سمدستي مو د هندوانو مذهب، د اور غرغرې او د انساني غوښو څخه پورته شوې تورې لوخړې شعور را وتخنوي. خو څه وخت چې د نازیانو تاریخ لولو، نو د هولوکاسټ بټۍ او د ژوندو انسانانو وریتول مو ضمیر لک څک کړي؛ خو خبره دلته نه تم کیږي. د تیر کال د نومبر د احصائې له مخې، د نړۍ د اته ملیاردو نفوسو هر اتم کس، هندو دی. هندویزم د ارواو په بیا زیږون - Reincarnation of souls او د ګنګا سیند په سپیڅلتیا باور لري. هندوان وايي: (د دوئ له خدایانو څخه یو یې «شیوا» نومیږي چې د

21.02.2023 ولي الله ملکزی

دهوښیارمرییی کیسه

په ډېرو پخوازمانو کي هرکِلي به خپل یومشر درلود نوهغه ته به ئې دپاچا په سترګه کتل. پاچا به مریان اومینځي، څرنګه چي دپخوا په وختونوکي هم دود لاره؛ درلوده اوکار بې ځني اخست. په یوه کِلي کي یوپاچا وو چي یو وزیر اویو قاضي درلود. دغه پاچا یومرییی لاره چي ډېر هوښیار وو. دغه مرییی به پاچا ته مشوره ورکول،چي د وزیر نه وو خوښ؛ ولي چي دپاچا تر ډېره بريده مشوره له دغه مرییي سره وه. وزیر یوه ورځ پاچا ته وویل: چي ستامرییی خلکوته ستا دسر په سودا پورونه ورکوي؛ پاچا وویل ښه دا څنګه کاردی، چي زه نه یم خبر ب

21.02.2023 محمدسرور وکیلي

دښځې اسلامی موقف

(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ) البقرة ایة ۱۸۷ که دښځې مقام،موجودیت،هستی،انسانتوب او دژوندانه امتیاز او اهمیت ته په انسانی علومو اوپه تېره بیا په اسلامی اصولو کې نظر واچول شی دومره عزت ، معنوی او مدنی حقوق چې دین مبین اسلا م ښځې ته ورکړی بل هېڅ دین نه دی ورکړی. اسلام یوازینی دین دی چې د«اقراء باسم ربک» په ویلو سره بې له توپیر ،کرکې، انحصار اوبندیزد ښځې ثبات ته بلنه ورکړه شوې چې دعلم اوپوهې ،قلم او چاپېریال ډګرته ځان چمتو کړی.داقراء مفهوم یوازې لوستل نه بلکې ډیر پراخ

20.02.2023 ع. شریف زاد

معرفی و تاریحچه ی رادیو افغانستان

(به مناسبت روزبین المللی رادیو-۱۳فبروری) اختراع رادیو توسط " گوگلیلمو مارکونی" در اواخر قرن نُزده صورت گرفت که انقلاب بزرگی را در جهان خبررسانی و توسعه فرهنگ ها بوجود آورد.. این اختراع باعث تحول، رشد و انکشاف آګاهی واطلاعات نیز گردید. او درسال ۱۹۰۱م. موفق شد تا نخستین پیام را از فراز اقیانوس اطلس به کانادا بفرستد. بعد رادیو به شکل امروزی طی سالیان طولانی از لحاظ تخنیک تکامل یافت. امروز از رادیو برای مقاصدی مختلف چون آگاهی بخشی، آموزش، تفریح، اخبار، اعلانات و تبلیغات استفاده برد. تجارب

13.02.2023 دودیال

په پښتوژبه کي نفي اونهي

په پښتوژبه کي دپښويي(ګرامر) له مخي د«نه» توری «نفي» توری دی. دغه «نفي» توری ترډېره بریده له افعالو څخه جلا یاني خپلواکه لیکل کیږي.استثناات سته خوهغه به بیا وروسته بیان سي. د«نه» لیکنه له هغه تورو سره چي ترمخ له هغونه راځي حتمي جلالیکل کيږي په عربي ودغه تورو ته «منفصله» وایي. لکه: (د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، او «و») که له دغو تورو څخه یوه «کړنه» په ویینه کي راسي؛ نو د«نه» نفي توری خپلواکه ورسره راځي. لکه: (نه ولاړی. نه راغی. نه ډاریږي. نه ژاړي. نه زوریږي. نه دریږي.) اودغسي نور. رحمابابا وايي: هسي

11.02.2023 محمدسرور وکیلي

یوه لنډه کیسه

د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه لیکوال: سمیع الله خالد سهاک سورګل د کوټي د باندی کتل خپله خور یی ولیدله چی له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوی. په جګ آواز یی غږ کړ “تورپیکۍ... تور پیکۍ، څه کوی؟” تور پیکۍ چی توپ پسی یی منډي وهلي خپل ورور ته یی و نه کتل او په جګ آواز یی ووییل “ فوتبال کوم” سور ګل چی له خپلې خور پنځه کاله مشر وو، په خندا وپوښتل “ له چا سره فوټبال کوې؟ ” تور پیکۍ چی په فوتبال مصروفه وه او یو خوا او بل خوا ته یی منډې وهلې ووییل “

03.02.2023 سمیع الله خالد سهاک

د وجدان غږ

یو غږ به تل ځورولم، خو سرچینه مې نه شوه پیدا کولای. لومړی مې فکر کاوه چې د غوږ پردې مې زیان لېدلی، خو د غوږونو ډاکټر ویل چې غوږونه دې روغ دي. د وخت په تېرېدو سره هم دا غږ نه کمېده، بلکې وخت په وخت زیاتېده. د شپې خوب کې مې هم زیات وخت دا غږ اورېده، خو کله چې به په همدې غږ راویښ شوم بیا به نه غږ وو او نه د غږ سرچینه. کله چې به ځانته شوم له هر خوا به دا غږ راته، خو چې هر څو مې د غږ سرچینه لټوله، هغه مې نه شوه پیداکولای. ګڼه ګوڼه کې مې هم له نورو پوښتل چې تاسې کوم غږ اورۍ، ټول

25.01.2023 سرلوڅ مرادزی

د فخر افغان پاچا خان له خاطرو څخه:

په «۱۹۲۶م کال کې بیت المقدس ته ورغلم هلته به مې چې هره آباده ځمکه لیده نو خاوند به یې یهودی و، او چې شاړې ځمکې به مې لیدې خاوند به یې عرب و. د یهودانو په سیمو کې خوړنځایونه پاک او یوازې به ماښام په کې کسان لیدل کېدل، ځکه د ورځې به ټول یهودان په کار بوخت وو. خو دعربانو په سیمو کې به رسټورانتونه تمامه ورځ ډک و خلک به په کې ناست و چلمونه به یې څکول او یو ډول لوبه به یې کوله. یوه ورځ مې له یوه عرب سره خبرې کولې او د شاړو ځمکو خبره مې وریاده کړه چې د يهودانو سيمې آبادې او ستاسو بیا شاړې پرتې دي. ه

23.01.2023 سرلوڅ مرادزی

په افغانستان کی د کلیوالی سیمو او خلکو ستونزه

افغانستان کې د کلیو مسئله(پرابلم) پرمختیایي هیوادو کې بالعموم کلیوالي مناسبات او دکلیوالي ژوند، کلتور اواقتصاد ځانګړی طرزمسلط دی. دوی اقتصاد ته هم ( dualistic economy) وایی. په دغو هیوادو کې لا هم د شهری او صنعتی پرمختللی اقتصاد او مدنی مناسباتو وده او انسجام او استحکام ټکنی دی. په تیره بیا په افغانستان کې لااوس هم په سلو کې ۸۵وګړی کلیو کې ژوند کوی، دا په داسې حال کې چې ښارونه مو هم لا پوره ښاری خدمات، ښاری کلچر او ښاری اقتصادی- مدنی اوصاف نلري. پرمختلی- صنعتی هیوادونه د ښاري او پ

12.01.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

محترمو تجارانو ته

د هيواد معززو او ديندوستو تجارانو! لکه څنګه چي تاسي پوهېږی موږ په خپل هيواد کي الحمدلله ډېري ديني خصوصي مدرسې لرو چي هم يې تأسيس ستاسي په مرسته سوی او هم ستاسو په مرستو چليږي. پام چي خپلي ديني مدرسې هېري نکړئ! په هره برخه کي چي ستاسو په وسه وي د ديني مدرسو سره خپلي مرسته وکړئ ځکه ددې تر څنګ چي په ديني مدرسه کي ستاسو مالي مرستي به درته لويه او عظيمه صدقه وي په مدرسه کي چي هر څومره طالبان روزل کيږي او د دين څومره خدمتونه کيږي په ثواب يې تاسي ورسره شريکان ياست او د معنوي برکتونو

10.01.2023 عبدالله متین

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more