بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
نوروز او (۷) سین
زموږ په ملی کلتور او ولسي فولکور کې ځینې اعداد ځانګړی ځای لري، لکه؛ درې، پنځه، اووه، شل او اویا. دبیلګې په توګه که غواړو یوڅه باندې ډیر تاکید وکړو، نو درې ځله یې تکراروو، یا د یوشمیر اعدادو په نماینده ګي پنځه کافی بلل کیږي لکه فلانی په پنځو کې شمیرل کیږي، یا دشلو په هکله متل دی چی (شل به یی نه کړی)، اویا ډلې او اویامرضونه او داسې نور . په اعدادو او شمیرو کې اووه(۷) هم داسې یوه شمیره ده چې له ډیر پخوا څخه په خلکو کې په یوه جلا ډول تعبیر شوی ده، آن دا چې زیاترو خلکو ته د درناوي وړ ده. د بیلګی پ
د تاریخ تمسخر!
د تاریخ تمسخر! له ماضي څخه زده کړه او د ماضي واکمني، دوه جلا او بېلابېل مفاهیم دي. هغوی چې غواړي ماضي، پر حال او راتلونکې واکمنه کړي؛ د تاریخ بهیر سره سرجنګوي او په دې سرجنګۍ کې یوازې خپل سر ماتوي! له ماضي زده کړه راتلونکې سره یوازې مرسته کولای شي، نه نور څه! بلخوا ټولنه په ماضي کې نه، بلکې په حال کې ژوند کوي او په یوه لور او هغه هم د راتلونکې په لور مخ په حرکت کې ده. اینده ده چې ټولنې ته د غوړېدا او پرمختیا فرصت برابروي، نه ماضي. د ټولنې بېول د ماضي په لور، نه یوا
د استاد عبدالقیوم بیسد پېژندنه
د تیاتر او تمثیل دهنر او د ادب د ډګر نه هیریدونکی څیره، عبدالقیوم بېسد ارواښادعبدالقیوم بېسد په ۱۳۰۷ ل. کال کې د کابل ښار د( ده افغانان) په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیتسي دي، دښوونځي لومړنۍ دوره یې همالته او دلیسې دوره یي په ۱۳۲۴ل. کال کې د اسقلال لیسه کې پای ته ورسوله. له دې امله چې د تئاتر او تمثیل هنر سره یې مینه وه، د هماغه ښوونخي په دوره کې یې کله چې د (پوهنی ننداری)جوړه شوه، د ۱۳۲۱ ل. په ترڅ کې یې د تئاتر آزموینه ورکړه او په دغه اداره کې ومنل شو. ده د مکتب په دوره کې یوشمېر نندار
د مولوی محمد سرور واصف پېژندنه
مولوی محمد سرور واصف یو ملی دینی عالم او مشروطه غوښتونکی ( د مشروطیت د مخکښانو د شهادت د۱۱۴کال په مناسبت) مولوی محمد سرور "واصف" د مولوی احمد جان زوی د افغانستان په تاریخ کې یوه ځلانده څیره ده. نوموړی په اصل کی د ارغستان د (بری زړی) د سییمې اوسیدونکی او د آزاد خان الکوزایی لمسی و. پلار یی سوداګر او په فقه او ادبیاتو کی نامتوه عالم او هم شاعر و. د خپل پوخ قلم او رسا ادب له برکته د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې لوی اداري شخص و. مولوی محمد سرور واصف د خپل پلار تر لاس لاندی شاعر وروزل شو
د ایرو منګوټي او د تابوتونو سوداګر
موږ چې کله د مړ انسان د سوځولو خبر واورو، نو سمدستي مو د هندوانو مذهب، د اور غرغرې او د انساني غوښو څخه پورته شوې تورې لوخړې شعور را وتخنوي. خو څه وخت چې د نازیانو تاریخ لولو، نو د هولوکاسټ بټۍ او د ژوندو انسانانو وریتول مو ضمیر لک څک کړي؛ خو خبره دلته نه تم کیږي. د تیر کال د نومبر د احصائې له مخې، د نړۍ د اته ملیاردو نفوسو هر اتم کس، هندو دی. هندویزم د ارواو په بیا زیږون - Reincarnation of souls او د ګنګا سیند په سپیڅلتیا باور لري. هندوان وايي: (د دوئ له خدایانو څخه یو یې «شیوا» نومیږي چې د
دهوښیارمرییی کیسه
په ډېرو پخوازمانو کي هرکِلي به خپل یومشر درلود نوهغه ته به ئې دپاچا په سترګه کتل. پاچا به مریان اومینځي، څرنګه چي دپخوا په وختونوکي هم دود لاره؛ درلوده اوکار بې ځني اخست. په یوه کِلي کي یوپاچا وو چي یو وزیر اویو قاضي درلود. دغه پاچا یومرییی لاره چي ډېر هوښیار وو. دغه مرییی به پاچا ته مشوره ورکول،چي د وزیر نه وو خوښ؛ ولي چي دپاچا تر ډېره بريده مشوره له دغه مرییي سره وه. وزیر یوه ورځ پاچا ته وویل: چي ستامرییی خلکوته ستا دسر په سودا پورونه ورکوي؛ پاچا وویل ښه دا څنګه کاردی، چي زه نه یم خبر ب
دښځې اسلامی موقف
(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ) البقرة ایة ۱۸۷ که دښځې مقام،موجودیت،هستی،انسانتوب او دژوندانه امتیاز او اهمیت ته په انسانی علومو اوپه تېره بیا په اسلامی اصولو کې نظر واچول شی دومره عزت ، معنوی او مدنی حقوق چې دین مبین اسلا م ښځې ته ورکړی بل هېڅ دین نه دی ورکړی. اسلام یوازینی دین دی چې د«اقراء باسم ربک» په ویلو سره بې له توپیر ،کرکې، انحصار اوبندیزد ښځې ثبات ته بلنه ورکړه شوې چې دعلم اوپوهې ،قلم او چاپېریال ډګرته ځان چمتو کړی.داقراء مفهوم یوازې لوستل نه بلکې ډیر پراخ
معرفی و تاریحچه ی رادیو افغانستان
(به مناسبت روزبین المللی رادیو-۱۳فبروری) اختراع رادیو توسط " گوگلیلمو مارکونی" در اواخر قرن نُزده صورت گرفت که انقلاب بزرگی را در جهان خبررسانی و توسعه فرهنگ ها بوجود آورد.. این اختراع باعث تحول، رشد و انکشاف آګاهی واطلاعات نیز گردید. او درسال ۱۹۰۱م. موفق شد تا نخستین پیام را از فراز اقیانوس اطلس به کانادا بفرستد. بعد رادیو به شکل امروزی طی سالیان طولانی از لحاظ تخنیک تکامل یافت. امروز از رادیو برای مقاصدی مختلف چون آگاهی بخشی، آموزش، تفریح، اخبار، اعلانات و تبلیغات استفاده برد. تجارب
په پښتوژبه کي نفي اونهي
په پښتوژبه کي دپښويي(ګرامر) له مخي د«نه» توری «نفي» توری دی. دغه «نفي» توری ترډېره بریده له افعالو څخه جلا یاني خپلواکه لیکل کیږي.استثناات سته خوهغه به بیا وروسته بیان سي. د«نه» لیکنه له هغه تورو سره چي ترمخ له هغونه راځي حتمي جلالیکل کيږي په عربي ودغه تورو ته «منفصله» وایي. لکه: (د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، او «و») که له دغو تورو څخه یوه «کړنه» په ویینه کي راسي؛ نو د«نه» نفي توری خپلواکه ورسره راځي. لکه: (نه ولاړی. نه راغی. نه ډاریږي. نه ژاړي. نه زوریږي. نه دریږي.) اودغسي نور. رحمابابا وايي: هسي
یوه لنډه کیسه
د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه لیکوال: سمیع الله خالد سهاک سورګل د کوټي د باندی کتل خپله خور یی ولیدله چی له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوی. په جګ آواز یی غږ کړ “تورپیکۍ... تور پیکۍ، څه کوی؟” تور پیکۍ چی توپ پسی یی منډي وهلي خپل ورور ته یی و نه کتل او په جګ آواز یی ووییل “ فوتبال کوم” سور ګل چی له خپلې خور پنځه کاله مشر وو، په خندا وپوښتل “ له چا سره فوټبال کوې؟ ” تور پیکۍ چی په فوتبال مصروفه وه او یو خوا او بل خوا ته یی منډې وهلې ووییل “
د وجدان غږ
یو غږ به تل ځورولم، خو سرچینه مې نه شوه پیدا کولای. لومړی مې فکر کاوه چې د غوږ پردې مې زیان لېدلی، خو د غوږونو ډاکټر ویل چې غوږونه دې روغ دي. د وخت په تېرېدو سره هم دا غږ نه کمېده، بلکې وخت په وخت زیاتېده. د شپې خوب کې مې هم زیات وخت دا غږ اورېده، خو کله چې به په همدې غږ راویښ شوم بیا به نه غږ وو او نه د غږ سرچینه. کله چې به ځانته شوم له هر خوا به دا غږ راته، خو چې هر څو مې د غږ سرچینه لټوله، هغه مې نه شوه پیداکولای. ګڼه ګوڼه کې مې هم له نورو پوښتل چې تاسې کوم غږ اورۍ، ټول
د فخر افغان پاچا خان له خاطرو څخه:
په «۱۹۲۶م کال کې بیت المقدس ته ورغلم هلته به مې چې هره آباده ځمکه لیده نو خاوند به یې یهودی و، او چې شاړې ځمکې به مې لیدې خاوند به یې عرب و. د یهودانو په سیمو کې خوړنځایونه پاک او یوازې به ماښام په کې کسان لیدل کېدل، ځکه د ورځې به ټول یهودان په کار بوخت وو. خو دعربانو په سیمو کې به رسټورانتونه تمامه ورځ ډک و خلک به په کې ناست و چلمونه به یې څکول او یو ډول لوبه به یې کوله. یوه ورځ مې له یوه عرب سره خبرې کولې او د شاړو ځمکو خبره مې وریاده کړه چې د يهودانو سيمې آبادې او ستاسو بیا شاړې پرتې دي. ه
په افغانستان کی د کلیوالی سیمو او خلکو ستونزه
افغانستان کې د کلیو مسئله(پرابلم) پرمختیایي هیوادو کې بالعموم کلیوالي مناسبات او دکلیوالي ژوند، کلتور اواقتصاد ځانګړی طرزمسلط دی. دوی اقتصاد ته هم ( dualistic economy) وایی. په دغو هیوادو کې لا هم د شهری او صنعتی پرمختللی اقتصاد او مدنی مناسباتو وده او انسجام او استحکام ټکنی دی. په تیره بیا په افغانستان کې لااوس هم په سلو کې ۸۵وګړی کلیو کې ژوند کوی، دا په داسې حال کې چې ښارونه مو هم لا پوره ښاری خدمات، ښاری کلچر او ښاری اقتصادی- مدنی اوصاف نلري. پرمختلی- صنعتی هیوادونه د ښاري او پ
محترمو تجارانو ته
د هيواد معززو او ديندوستو تجارانو! لکه څنګه چي تاسي پوهېږی موږ په خپل هيواد کي الحمدلله ډېري ديني خصوصي مدرسې لرو چي هم يې تأسيس ستاسي په مرسته سوی او هم ستاسو په مرستو چليږي. پام چي خپلي ديني مدرسې هېري نکړئ! په هره برخه کي چي ستاسو په وسه وي د ديني مدرسو سره خپلي مرسته وکړئ ځکه ددې تر څنګ چي په ديني مدرسه کي ستاسو مالي مرستي به درته لويه او عظيمه صدقه وي په مدرسه کي چي هر څومره طالبان روزل کيږي او د دين څومره خدمتونه کيږي په ثواب يې تاسي ورسره شريکان ياست او د معنوي برکتونو
ابراهیم (ع) مؤسس جامعه دینی
اذ جعلنا البیت مثابه للناس و امناً بخش اول اگر تاریخ را رابطه انسان با جهان تعریف کنیم و انسان را موجودى تاریخ ساز٫ اگاه ٫وبا رسالت بدانیم بى شک افرادى هستند که در نقش آفرینى و جهت دهى تاریخ از جایگاه ومقام بخصوصی برخوردارند.حضرت ابراهیم (ع) در میان همین انسان هاى محورى متمایز و ممتاز است و باید بیشترین سهم را به ابراهیم(ع) بدهیم که چگونه از بین النهرین و سرزمین عراق آن روز شروع مى کند و در شام و فلسطین ادامه مى دهد و در جزیرة العرب حرکت توحیدیش را به کمال مى رساند و در زمین و زمان نق
د مهترلام د ښار لنډه پېژندنه
مهترلام ښار، د لغمان د ولایت مرکز دی چي په شمالي عرض البلد ۳۴ درجو ۳۲ دقیقو او ۳۲ ثانیو ۳۴ درجو ۴۷ دقیقو او نهه ثاینو او د ختیز طول البلد د ۶۹ درجو، ۴۸ دقیقو او ۳۸ ثانیو او ۷۰ درجو، ۲۱ دقیقو او د ۲۳ درجو ترمنځ پروت دی. د لغمان ولایت د افغانستان ختیځ کې موقعیت لري چې له کابل څخه یې واټن سل کیلومتره دی. دغه سیمه له څو غرونو او درو څخه جوړه ده، دغه غرونه په نهایت کې هندوکش سره تړلي دي، نو مهترلام ښار په هغې دره کې موقعیت لري چې د اليشنګ او الینګار دوو سیندونو ترمنځ پرته ده. د "مهترلام" کلمه د لر
د میرمن قمرگلی لنډه پېژندنه(بیوګرافی)
د افغانستان د راډیو او تلویزیون نامتو سندرغاړې، ارواښاده میرمن قمرګله له نن څخه اویا کاله مخکې (د۱۳۳۱ل.= ۱۹۵۲م. دجنوری په یوویشتمه) ننګرهار د ښیوې د ولسوالۍ د شګې په کلي کې یوې کلیوالي - بزګری کورنۍ کې نړۍ ته سترګی پرانیستی دی. له اووه کلنۍ څخه یې دکلی دودنو او خوښیو په ښځینه مجلسونو کی په سندرو ويلو پيل وکړ. څه موده وروسته له ښېوې څخه د جلال اباد بهسودو ته را کډه شول. د میرمن قمرګلی یو مشر ورور هم د خوښیو مجلسونو ته غوښتل کید، خو ډیر ژر تر ده قمرګله ډیره مشهوره شوه. وروسته کله چې د راډیو افغ
وینکُو وَر، د سپینو واورو شین ښار
وینکُو وَر، د سپینو واورو شین ښار ولي الله ملکزی برټش کولمبیا / کاناډا: د کاناډا په جنوب لویدیځ کې، د آرام سمندر په څنډې پروت وینکو ور - Vancouver د برټش کولومبیا (BC) د ایالت تر ټولو ستر ښار دی. د مالګینو اوبو مستو څپو، ګرد چاپيره شنو غرونو چې په سپينو واورو پوښل شوي او د ساحل د رڼو اوبو په سر د کوچنیو الوتکو کښیناسلتو او الوتلو دې ښار ته بې جوړې ښکلا بښلې ده. هره خوا دنګې شنې شیشه اي ودانۍ، د آرایش او سوداګریزو اعلانونو ځل بل او په واټونو کې له موسکا او انرژۍ ډکې څیرې، د دې
دشیطان ناهیلي
یوشیطان یوکروندګر ولید او له ځانه سره ئې چورت وواهه او وېویل:(دغه کروندګربه څرنګه خطا باسم. اولس سره نوکا بې وباسم؛ یوچل ورته جوړه وم.) شیطان ځان د بونیادم (بني آدم) په بڼه کی بزګرته راغی.اودغه کرونګرتې وویل: (زه غواړم، چي ستاسره په ګډه یوشی وکرم.) بزګر ورته وویل: (ښه دی هرڅو چي موواخستل سره نیمی بې کو.) شیطان و دهقان ته وویل: (نمی کوو ئې نه. داسي کوو چي دحاصل سرکه ته واخلې بېخ ئې زما دی؛ کې بېخ ته واخلې سرئې زما دی اویا سراو بېخ ئې که زما وي نو منځ ئې ستا دی.) کروندګر
د ژوندانه ډولونه یا رنګارنګي( Biodiversity)
په همدې ورځو کې د دسمبر له اومې تر نولسمې د کاناډا په مونتریال کې د نړۍ د هیوادونو استازي په یوه کنفرانس کې سره راټول شوی دي. دوی غواړي په داسی لارو چارو غور او بحث وکړي چې د حیاتي تنوع یا د ژوندانه د ببلابیلو ډولونو د له منځه تللو د مخنیوي سبب شي. د نوموړي کنفرانس ګډونکوونکي باید تر ۲۰۳۰ کال پوری داسې هدفونه وټاکي او په یولړ لارښوونکو کړنو سره توافق ته ورسیږي چې طبیعیت ته د نور زیات زیان رسول ودروي. طبیعیت او د ژوندانه ډولونه یې د شاوخوا یو ملیارد پریکون یا قطع کولو له امله له مر
قمرګل د خاطرو سندرغاړې
زه لا ښوونځي ته نه وم تللی. د لمریز ۱۳۳۰ لسیزې د پیل کلونه ول. کلي کې د دیوال شریک ګاونډي چې زموږ خپلوان هم کېده، واده وو. زه د څو نورو همزولو سره زموږ د کور د یوې کوټې پر بام ناست وم او لاندې مو د ګاونډي د کور په حویلۍ کې د واده د مراسمو ننداره کوله. نرې باران ورېده چې ډېر مزاحمت يي نه کاوه. د ګاونډي د حویلۍ په یوه سرکې ښایسته لویه چوتره وه چې د موسیقۍ ارکسترا پرې ولاړه وه. هنرمندانو سره ارمونیه، دوه سره ډول، طبله او سورنی وو. سندرغاړی چې نوم يي راڅخه هېر دی، دا سندره ویله: سالوګی مې لمد
سپیڅلې کرکه !؟
( د نفرتونو د تیارو له ډاره - په زړه کې پټ د مینې لمر ګرځوو) لکه د هرې ورځې په څیر، د لمر وړانګو به د پامیر، تور غر او سپین غر په پراخو ورشو ګانو خپله لمن وغوړوله. او ماښام به سپوږمۍ د اسمان له ګریوانه سر راپورته کړ؛ په څوارلسمې شپې به یې د مستې پیغلې په څیر، چَپَټ مخ نیولې او میینانو ته سترګکونه وهل. خو په نهه ویشتمې شپې به د زړې جادوګرې په شان، ترې تم او له سترګو پناه شوه. شاعرانو به په ځنګل کې خیالي جونګړې او د سیند په غاړه د سپینو شګو څخه محلونه جوړول. ښکته په اباسین کې، د
هوښیارکارګه (نفاق اومغروري بددي)
د پسرلي موسم دی فضا آرامه اوزړه وړونکې ده او طبیعت وټولونباتاتوته نوی ژوند ورکړی او ګُلي ګلذار دی. د یوه ګلبڼ (کوکیاڼه) په انکړ کي یو لوی غټ شین چمن دی، چي شا اوخوا ئې لوي جیګي وني ولاړدي او د چمن پراړخوئې ښایسته او ښکلي رنګارنګ ګلان لکه: (ګلګلاپ، چمبلي، یاسمین، نرګس، رانااوزېبا، ګنډېري اوګلپاڼي اونور دغسي.) ولاړدي، چي پرښکلائې دچمن دښایست لمن غوړولې وه. په دغه چمن کي بیا ډول ډول مرغانو لکه: (کوتري، قُمّري ګاني، توتیان، بلبلي،میناګاني کارګان، زرګي، مړزان، چروندکان، خِر
پر ځان باور
په دنیا کی د ښه ژوند کولو لپاره د انسانی منلی قوتونه شته چی هر ځوک غواړی دغسی منلی قوتونه او صفتونه په ځان کی پیاوړی کړی خو یوازی غوښتنه کار نه کوی ،بلکی ددی مقصد د ترلاسه کولو لپاره ځان ویښول خوځول او پوهول پکار دی او که له زړه څخه پوهیدل غواړو نو په اول قدم کی باید په خپل ځان باور پیدا کړو په خپل مغز فکر وړتیا استعداد ذهن او ټولو روانی حالتونو باید باور پیدا کړو او دا باور باید دعمل په ډکر د خپل وجود او کردار سره حس کړو او په دی ترتیب مسولیت ومنو د مهمو کارونو لپاره ملا وټرو او له د
د دولت او ملت اړيکې
ټولنيز ژوند ټول په روابطو ولاړ دئ . دا روابط د کورنۍ نه نيولې تر کلې ،ولايت او مملکت پورې وجود لري. انفرادي واحدونه د روابطو په وسيله نښلول کيږي او ترکيب يې يو نوی شکل د شريک ژوند منځته راوړي ، چې د حقوقو، مسوليتونو او مکلفیتونو له مخې د انفرادي ژوند سره توپير لري . هر څومره چې ټولنه لوئيژي او پراخيږي يعنی د واړه واحد ( کورنۍ) نه د يوه هېواد (ملت) او يا د ډېرو هېوادونو (بين المللی ټولنه) کچې ته رسيږي ،د روابطو شکل او محتوا هم ورسره تغير پيدا کوي . د ټولنيز ژوند غم -خوشحالي،