بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
کله کله تمثیل وکړئ!
۱.کله چې تاته څوک د زړه نه مشوره درکوي، خو تاته هغه مشوره ښه نه بریښي، نو که په مشوره عمل نه کوې خیر دی، خو د مشوره ورکوونکي څخه په ښه مسکا سره مننه وکړه، چې کور دې ودان ښه مشوره دې راکړه. ۲. کله چې ستا مور یا میرمن تاته ځانګړي خواړه تیار کړي، خو ته موړ یې یا دې زړه ته نه کیږي خو ته تمثیل وکړه او ووایه چې څومره خوندور خواړه دي. ۳.کله چې یو ماشوم تاته خپله د ښوونځي نتیجه وښایي او زیاتې نمبرې یې اخیستې هم نه وي، او بیا هم ته ورته ووایي چې واه څومره لوړې نمبرې دې اخیستې دي.ته خو د جایزې
فقهي اختلاف بايد هيڅوخت لانجمن نسي:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري که د فقهي اختلاف تاريخ ته وګورو نو د صحابه وو د وخت څخه بيا تر اوسه پوري د علماو او فقهاو تر مينځ سته او دا هغه اختلاف بللی سو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت لپاره رحمت بللی دی، لکه امام بيهقي چي په رسالة الاشعريه کي روايت کوي: اختلاف أمتي رحمة. ژباړه: زما د امت اختلاف رحمت دي. امام نووي رحمه الله په شرح کي د صحيح مسلم ليکي: قال الخطابي والاختلاف في الدين ثلاثة أقسام أحدها في اثبات الصانع ووحدانيته وانكار ذلك كفر والثاني في صفاته
یوه لنډه کیسه
رڼا ورځ وه او لمر هم ډیر تود وو. په آسمان کی لږ لږ وریځې هلته او دلته لیدل کیدې. شاو خوا د اورګادي پټلې وې او اورګادي به یوې خوا او بلې خوا ته روان وول. انجلۍ بله انجلۍ په اوچلي ښکله کړه او ورسره یی خدای پاماني وکړه. انجلۍ لا هم نه غوښتل چی له هغې څخه جلا شی او له اوښکو ډکو سترګو سره یی له هغې نه وپوښتل “ خیر دی یوځل بیا هم راته وخت راکه . زه به دې ښه خیال وساتم “ خو انجلۍ نه غوښتل چی نور له هغې سره پاتی شي. او په زغرده یی هغې ته ووییل “ نور نو بس دی. ما او تا چی هرڅه وکړل هغه اوس
د دې اسلامي نظام په اړه:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري دا نظام د افغانانو د وينو په قيمت راغلی دی او ددې نظام د راتللو لپاره دوې لسيزي افغانانو په خپلو سرونو، آبرو، مالونو او هر څه باندي مبارزه کړېده ځکه نو دا نظام هيڅ بديل نلري او په لوړه کچه دي هيڅوک پدې نظام کي د تغيير او تبديل سوچ نکوي. د دې نظام په سوچه اسلاميت کي هيڅ شک نسته ځکه نو هيڅوک دي د دې نظام په اړه فاسد شبهات نه خپروي، د دې نظام حقانيت په نړۍ کي ټولو رښتيني مسلمانانو او په افغانستان کي ټولو پر وطن او دين مينو افغانانو ته ثابت سوی دی او هي
د محرم الحرام مياشتي په هکله:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري دا په قرآن باندي ثابته سوې خبره ده چي الله پاک، کال د دوولسو مياشتوڅخه جوړ کړی دی لکه په قرآن شريف کي چي راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] يعني شمېر د مياشتو د الله په نزد دوولس دی چي په کتاب الله کي ليکل سويدي مراد ورڅخه لوح محفوظ دی. يوه ددغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشته ده چي د هجري سپوږميز کال لومړنی مياشته کيږي، دا مياشته هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زم
دین او جګړه
د دین او جګړې اړوند دا څیړنیز کتاب، د تاریخپوه ښاغلي ولي الله ملکزي اثر دی. نوموړي هڅه کړې چې په دین کې د جګړې اصل روښانه کړي. په دې کتاب کې لومړی د نړۍ پر مخ مشهور دینونه معرفي شوي دي، په دینونو کې یې اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم، سهکیزم، بودایزم، زدرشت، کنفوشیزم، بهایان، قادیانزم، الحاد او هم یې استشراق او استعمار معرفي کړي دي. د اسلام سپيڅلي دین ته تم شوی او له تعریف وروسته یې څلور فقهي مذهبونه، د هغو تاریخچه او په ځانکړي ډول د حنفي مذهب د پراختیا عواملو ته یو ځغلنده نظر کړیدی. د اهل تش
د باطلو صوفيانو په اړه:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري نن مي د ملا علي قاري رحمه الله کتاب مطالعه کوی چي مخته مي د ځینو هغو خلګو بحث راغی چي ځانونه تصوف ته منسوبوي او د ذکر په حالت کي لغتکي او پلپتکي وهي، چیغي وهي او خپل کالي پر ځان باندي څیري او ډېر نور عجیب او غریب حرکات کوي. راځئ خپله د ملا علي قاری رحمه الله خبرو ته! لومړی یې ژباړه درته ایږدم بیا یې عربي متن. د ملا علي قاري رحمه الله د وینا ژباړه: بايد هغه صوفیان چي د وجد او محبت دعوه کوي د ږغ د پورته کولو او کالیو څیري کولو څخه چي د
سر له ناموس څخه جار او مال له سره جار
پښتانه/افغانان پخپل ویاړلي کلتور او تاریخ(پیښلیک) کې د ناموس او یا ملي نوامیسو په نوم یو دروند نوم لري چې د هر چا شخصي پت ،عزت ، د کورنۍ غړو په ځانګړې ډول د ښځمنو له هر ډول تحقیرولو ، ځورولو او لاس پورته کولو پر وړاندې دفاع کول دي ؛همدارنګه د کور کهول، پولې پټي ، قامي مسایلو ، وطن او هیواد ... او د اسلام دین څخه دفاع آن که د سر په بیعه هم و او وي . زمونږ غور نیکونو او پلرونو دا ویاړ تر ډیره ساتلی او عملي کړی و چې له همدې څخه پورتنی متل یا زرینه کرښه (مال له سره او سر له ناموسه جار!)
ادبي ټوټه
ادبي ټوټه دافکر مه کوه چی دغې سترې ونې ته به څنګه ور خیژم بلکه دا فکر وکړه چی زه به بیرته له دغې سترې ونې څنګه را کوزیږم . ودې سترې ونې ته په ور ختلو کی هیڅ ستونزه مه احسا سوه ! ستونزه یی په را کوزیدو کی احسا س کړه ! همدا مثال دعلم دی په علم کی هیڅ ستونزه نشته هر څوک کولاي شي چی علم حاصل کړي مګر ستونزه یې په عمل کی نغښتی ده موږ با ید دعلم تر حا صلولو وړاندې دعلم وعمل ته ځیر شوفکر پکښي وکړو او بس عمري هندوباغ
وعده
ژباړه . محمدعلي عمري يو باچا دژمي په سړه شپه کې له خپلې ماڼۍ څخه راووت. کوم وخت چي بيرته خپلې ماڼۍ ته ورتلو. يوسپین ږيری ساتونکی یې وليدو چي په يوه کمزوري لباس کې یې پیره کوله، باچا ورته وويل آیا يخ دې نه کيږي. سپین ږیري پیره دار ورته وويل .ولې نه، ليکن ګرم لباس نه لرم مجبوره يم چي پرخپل ځان برداشت راوړم. باچا ورته وويل چي زه همدا اوس خپل قصر ته ورځم. او زما يو ګرم لباس به تاته راواستوم. سپین ږیری پیره دار ډيرخوشحاله شو او له باچا څخه یې مننه وکړه.ليکن باچا سي خپل محل ته ورداخ
زه او کوتره!
تر اوږده او سړیچن ژمي وروسته یوه شنه ورځ، د چکر لپاره د کور تر څنګ غونډۍ ته چې د اوبو د لوی ډنډ پرغاړه پرته ده، پورته شوم. دلته سپرلی ناوخته راځي. د دوبي او سپرلي ترمنځ توپیر ډېرنه وي او دواړه لکه غبرګوني ماشومان د کال د مور له نسه، یوځای زیږي. د غونډۍ سرته زما او د یوې تورې وریځې ختل سم ول. ما لا د غونډۍ پر سر د پورته کېدو ستړیا نه وه ایستلې چې چاپیریال بدل شو، غوری بابا په قهرشو او له خپل توره کېښ يي د بریښنا توره راوویسته او پر داسې انداز يي وځلوله تا به ویل غونډۍ اور واخیست. د اور
په روغتون کی ; یوه لنډه کیسه
هلته یو دولتي روغتون و. چې سترګې مې خلاصې کړې او بیرته په هوښ راغلم هغه ځوانه ښځه چې د بې پولې ډاکټرانو په موسسې کی ډاکتره وه، زما څو ټپونه چی وینې ترې روانې وي، وتړل. له دی کار سره زه بی هوښه شوم. یو ساعت وروسته ناڅاپه مې سترګې پرانېستې، ډاکټر کریم می ولید. هغه زما د ماشومتوب د وخت ملګری وهء. ما پیژندهء خو د هغه له یاده وتی وم. چې یو څه وخت تېر شو ما ته یی وکتل او ویې ویل "هیله ده چې دا ځوان به ژوندی پاتې شي، ډیر تکړه سړی ښکاري. خدای دې رحم وکړي." ډاکټر کریم، له ناروغانو سره مرسته کو
شات دیووالی محصول دی
بشنو از نی چون حکایت میکند وازجدایی ها شکایت میکند مولا نا جلال الدین بلخی امریکا یو ستر ملک دی . ډیر شیان یې له نورو ملکو نو سره زیات توپیرونه لری اوپه هیڅ توګه دمقایسې وړ نه دی. امریکا د مالی او اقتصادی ،پوځی او حکومتی سیستم په خاطریو ستر زبر ځواک دی امریکا په اقتصا دی، سیاسی، مدنی برخوکې یو عجیب او غریب فرهنګ او منابع لری. نور ډیر داسې توپیرو نه هم شته چې یادونه یی دلته ناممکنه بریښی ..... ولې سره له دې ټولو امکا ناتوکه د بشر د حقونو بحث ته راشودامریکا جنایت هیڅ عقل او منطق په افغا
انسان او تغذيه ئې ( بدني او روحي -ذهني )
ټول ژوندي موجودات که حيوانات ، نباتات او حشرات دي د خپلې بقا او ژوندي پاته کېدو د پاره تغذيې ته ضرورت لري . که په خپل وخت او ځای کې يې دا ضرورت رفع نه شي د ژوند کولو نه محروم او مړه کيږي . هر څومره چې غذايي مواد د يوه ژوندي موجود د پاره پریمانه او دده د بدني جوړښت د اړتياوو سره برابروي د هغه د بدن د سلامتيا ، متوازن رشد او فزيکي قوت د ډېروالي سبب ئې کيږي او عمر يې ورسره اوږديږي او که د غذايي موادو قلت ، قحطي او يا نيستي شي نو تدريجي او يا فوري مرګ يې حتمي دئ . ژوندي موجودات د همدې غذ
کيسه، لنډه کيسه، ناول اورومان
-ادب پوهان او ادب څېړونکي دادبیاتو داوسني تعبیر له مخې دیوې ژبې ټول لیکلي او شفاهي منثور آثار چې هُنري ارزښت ولري ادبیات ګڼي چې دکیسوټول ډولونه په کې ځانګړي اړين ځای لري.زموږلیکوال هغه څه اوپېښې چې ليدلي،اورېدلي،احساس کړي اویايې په فکرا وخيال کې تېرېږي بیانوي د دغوداستاني لیکنو ارزښت اوکره والی دلیکوال اوپنځوونکي په الهامي یا فطري استعداد،فني اوکسبي پوهې اومهارت پورې تړاو لري چې انساني رواني حالات،دوګړوهيلې او غوښتنې،جذبات،احساسات اوعواطف په الفاظو کې څنګه اڼخور او راونغاړي،لوستونکي ته يې ؤل
د هیواد نوموتی کیسه لیکونکی او ژورنالیست ډاکټر ببرک ارغند
هر کله چې موږ د خپل هیواد د ادب تاریخ لولو نو موږ ته دا روښانه کېږي، چې په هیواد کې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د فرهنګي، سیاسي حالاتو، د ټولنیز او انساني ژوند بېلابېلو پېښو او حوادثو زموږ لیکوال او ادیبان د ادب او هنر له رنګینې نړۍ څخه لرې ساتلې وو، او د بېلابېلو کړاوونو سره يې مخامخ کړیدي. خو بیا هم زموږ لیکوالو او ادیبانو د خپل استعداد او ریاضت له لارې خپلو هاندو هڅو ته دوام ورکړی او له خپلې ژبې او ادب سره د مینې په خاطر هر ډول ستونزې او ستومانۍ زغملي او ورته یې د حل لاره موندلی ده. دوی
وحشی ترین و درنده ترین حیوان ، انسان غربی است !
در دوران کودکی از بزرگان می شنیدم که : - بوم ، پرنده ای شوم و بدشگون است . - زاغ ، پرنده ای است که باعث خرابی و و یرانی وطن می گردد . - پشک سیاه ، شیطان است . - روباه ، حیوان مکار و نیرنگ باز است . - گرگ ، حیوان خائن ، غدار و قاتل است . - شتر ، حیوان عقده یی و کینه توز است . - سگ ، حیوان نجس و پلید است . - خر ، حیوان غبی و احمق است . و هنگامیکه بزرگ شدم ، درک نمودم که انسان غربی همه این مواصفات را در خود جمع نموده است .
مفسدين د اللهي مراقبت او څارنې لاندى دي
په تېر پسى . . . . په دی بحث کې لاندی دوه مبارک ایاتونه څېړل شوي دي : ۱- { وَمِنْهُمْ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ } يونس : ۴۰ . ۲- { فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ } ال عمران : ۶۳ . په دغو دواړو مبارکو ایاتونو کې تقریبا یو شان مضمون پروت دی ، هغه چې په قران ایمان نه راوړي او سر غړونه تری کوي هغه مفسد دی ، او الله پاک ورباندی ښه عالم دی ، حتما به د دغه فساد سزا ورکوي ، په دنیا ک
ګل او بلبل
نوی کال او یوه پخوانۍ لیکنه ګل اوبلبل: د سپرلي د موسم یو ښکلی سهار وو. بڼ و چمن له ډول ډول ګلونو څخه رنګینې جامې اغوستې وې. د سهار وږمو د ګلانو معطر بویونه پر کلي او مالت ګرځول. په دې وږمین او رنګین سهار کې یو بلبل، د ګل پر ډنډر ناست او د خپلې مینې او سوزداستان په لوړ غږ اوچیغو چیغو خپل میین، ګل ته ترغوږه تېروي. ګل هم د ګران میین، د مینې داستان ته خپل ښی غوږ نېولی او بلبل چې له نغمو څه قدرې وزګار شو، په خندا کې يي ورته وویل: ګرانه یارانه په پرده او نزاکت کې مزه کوي، د چیغو یار
د ښځو نړیواله ورځ
نن د عیسوي ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې اتمه نېټه ده چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې له اتلسمې نيټې سره سمون خوري. د مارچ اتمه نېټه د نړیوالو لخوا د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې ده. ددې ورځې د تاریخي پیدایښت او ودې په اړه ما څو کاله مخکې د مینه والو له پاره مفصلې مقالې لیکلې چې په انټرنيټي پاڼو او هم زما په فیسبوک پاڼه کې موندل کیدای او لوستل کیدای شي. (ددې لیکنې په لمن کې دوه لینکونه زما د پخوانیو دوو لیکنودي). داسې رواج رامنځته شوی چې هر کال د مارچ اتمه نېټه یو خاص شعار لري.
نوی کال او د نوروز جشن
نوروز د ویاړلو آریائیانو(نجیب زاده ګانو) جشن دی. اوس دغه ورځ د افغانستان ترڅنګ په نورو ګاونډیو؛ لکه ایران،تاجسکتان، پاکستان او آن هند کی لمانځل کیږی. سږکال دغه ورځ په نړیواله کچه رسماً وپیژندل شوه. زموږ په ګڼ شمیر تاریخی آثاروکې دحماسو یادونه او زموږ د باتورو نیکونو دکار او کښت دموسم د پیل ورځی او د یما(جمشید) تدبیر او د اوسنی افغانستان تمدن، صنعت، سوداګری او دکروندو او بڼونو پریماني له همدې ورځې سره یادې شوی دي. نوروز یعنی نوی ورځ. له دې څخه موخه د وري(حمل) د میاشتی لومړی ورځ ده چی په هم
آیا د موسیقي اوریدل او غږول کبیره ګناه ده؟
د عربي نړۍ د رسنیو له مخې، د مصر د پخواني ولسمشر جمال عبد الناصر له جنازې وروسته د دغه هیواد بله تاریخي جنازه د ام کلثوم وه. نوموړې چې د یو امام لور وه؛ په ۱۹۷۵م کال کې مړه شوه او په جنازه کې یې له څلور ملیونو څخه زیاتو مصریانو ګډون وکړ چې د الازهر ځینې شیخان هم په کې شامل وو. تیره اونۍ په هندوستان کې د دغه هیواد د فلمي صنعت پورې تړلې د نړیوال شهرت لرونکې سندرغاړې، لتا منګشیکر مړه شوه؛ نو له یو ملیارد څخه ډیرو هندوانو، مسلمانانو، سیهکانو او نورو د هغې په مرګ غمرازي وښوده. په پاکستان کې مشهور
مشر تا به
غرونه غرونه خوب څاڅکی اوبو تښتی یار زما په سیند داوښکو بېدار نه شو «رحمن بابا علی الرحمة » موږهم د ډېرو خواخوږو،همکارو،همفکرو، پوهانو په غرونو- غرونو، مستو سېندونو ،سېلابونو اوښکو له ډېر درانه ولې خواږه خوبه دادی لا راویښ شوی نه یو او لا ویده پاتې یو لنډه دنیا او ۲۱ پېړۍ ده، نو ولې په خپل وخت کې هر یوه له را پېښو لانجو،کړکېچو نو ، سازشونو،تباهیو ،وژنو او ګواښونو خبر کړو،خو له بده مرغه د ډېرو غږونه دسارا دچیغې او غږ په څېر دهوا په اوچتو څپوکې ورک او پناه شول دمجرم او لامجرم،دجنایت
ناچاره بې وسه
لنډه کیسه کړنګ ژمی و. کرۍ شپه، د زول باران په خپل سور و تال ورېده، او د بوډا له سترګو یې، چې د زړې او ورستې خېمې په منځ کې د اینګور او دوو کوشنیو لمسیانو سره پروت و، خوب لوټه. کرار ته یې نه پرېښودو. ټوله شپه یې د خېمې د څڅوبي، څک څوک ته کاسې کونډۍ ایښودلې، او ورسره جوخت یې خپل پړسېدلی لړمون خواړه....... خېمه د ژمي سړو ړچوله، او ورسره یې د بوډا، اینګور، د هغه دوه لمسي، یوولس کلنه زرلښته، او اووه کلن ببری شټکول. د سون توکي یې نه درلودل، ان کاغذونو، او خځلو هم د زول له کبله سر خو
ملکه زیبایی سال 2019 آمریکا ، خودکشی کرد ؟!
ملکه زیبایی سال 2019 آمریکا ، خودکشی کرد ؟! عبدالخالق صارم ........................................................ چسلی کریست ، ملکه زیبایی آمریکا در سال 2019 م روز یکشنبه 10 دلو 1400، بعد از ساعت 7 صبح ، در شهر نیویورک آمریکا ، از منزل نهم یک ساختمان 60 طبقه ای ، خود را به زیر پرتاب نموده و خود کشی نمود . در ماجرای خودکشی این ملکه زیبایی ، چند نکته قابل تأمل است. بلی ! - چسلی کرست در حالی از این زندگی فلاکتبار در زیر کابوس تمدن بشر ستیز غرب شرارت پیشه که